لوی کرامت

سعادت حسن منټو

217

« پولیسو د غلا شوي مالونو د بېرته تر لاسه کولو لپاره په سيمه کې چاپي اچول پیل کړل، خلکو له ډاره لوټلی مال د شپې په تیاره کې بهر وغورځاوه، ځینې خو داسې هم وو چې موکه یې وموندله خپل مال یې هم له ډاره په دې وجه له ځانه جلا کړ چې د قانون له منګولو و ژغورل شي.
یو سړی ډېر پرېشان او خپه وو، له ده سره دوه ګونۍ بوره وه چې د خوراکي توکیو د هټۍ څخه یې غلا کړې وه. یوه ګونۍ( بوجی) خو یې بشپړه د شپې په تیاره کې نږدې کوهي ته وغورځوله، خو چې دویمه ګونۍ یې را واخیسته او ور اچوله یې نو دی هم ورسره جوخت کوهي ته ورولوېد.
خلکو چې د هغه شور او ځوږ واورېد را غونډ شول، کوهي ته یې اوږد پړی د سړي د ژغورني په موخه وروغورځاوه ، دوه تکړه ځوانان لاندې ور کښته شول او سړی یې له کوهي ژوندی راووایست، خو نوموړی څو ساعته ژوندی وو، بیا مړ شو.
خلکو چې په دا بله ورځ له کوهي اوبه راوایستلې خوږې وې. په هماغه شپه يې د دې غل مړي پر قبر شمعې بلې کړي او دای يې لوی والي وشمېره لوی زيارت يې پر قبر جوړ شو او تر نن پوري خلک د خپلو هيلو دپوره کولو په پار ورځي»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.