د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۳۰مه‌ برخه

آصف بهاند

241

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۵۰مه برخه

هرڅوک د خپلو گټو یار دی

یو افغانان دي چې وړیا تورې وهینه

 

باد د کابل له لوري راغی

په کار مې نه دي د پنجاب تاوده بادونه

 

د کونړ سین اوبه راتاو کړئ

بیا به یې گورې د پنجاب چیغې عذورنه

 

ایران تهران نوم راته ماخله

زموږ پرخلکو هلته شوي دي ظلمونه

د نړیوالې ټولنې له ټینگار سره، سره دواړه هېوادونه (پاکستان او ایران) بیا ـ بیا افغان کډوال راشړي او د منفي پایلو په باب یې هېڅ فکر نه کوي.

په دې برخه کې به په کډوالۍ او جلاوطنۍ پورې اړوند څو لنډۍ وړاندې شي:

نظامي زور دې تا برباد کړي

اسلام‌اباده چې دې کړي دي ظلمونه

 

کوم غیبي زور دې درپسې راشي

ظالم ایرانه تا راکړي دي ویرونه

 

چې تاکرلي، ته بې رېبي

د دوښمنۍ حساب به هرسړی کوینه

 

افغان خو تل دی غولېدلی

گاونډ شیطان دی ورته ږدي نوي‌دامونه

 

زموږ وروستۍ فیصله دا ده

گوزاره نه‌شي اوس جوړه کابل ته ځونه

 

ارمان، ارمان خپله وطنه

کبر به نه کړم نور دې خاورې ښکلومه

 

د خپل وطن په ارزښت پوه شئ

په بل وطن کې نه ارزشت شته نه قدرونه

 

ارزښت دروندوالی خپل وطن کې

پردي وطن کې دې بیا نه وي ارزښتونه

 

بله لار نه شته ځو وطن ته

ښه ده چې خلاص شي پېغورونه زحمتونه

 

په تاویزو او عذرو نه شي

موږ ځو وطن ته، ته کوه ورته عذرونه

 

د تا وطن مې په‌کار نه دی

خپل ملامت یم چې کولو مې کبرونه

 

باد د کابل له لوري راغی

په کار مې نه دي د پنجاب تاوده بادونه

 

بیا به په دې وطن رانه‌شم

هرڅه لوټېـږي، په‌کې نه‌شته عزتونه

 

که مو اوبه کړلې راخپلې

د پاکستان د چیغو وابه‌ورئ غږونه

 

د کونړ سین اوبه راتاو کړئ

بیا به یې گورې د پنجاب چیغې عذورنه

 

کډوال دې خپل وطن ته راشي

خدای به مو خلاص کړي د ټول عمر احتیاتونه

 

د اوبو غوړپ هم ورپرېنږدې

اوبه له تیلو برابر مالچه دې وینه

 

پرموږ یې ډېرې لوبې کړي

اوس مو شړي، خو موږه نه کوو عذرونه

 

ایران تهران نوم راته ماخله

زموږ پرخلکو هلته شوي دي ظلمونه

 

هرڅوک د خپلو گټو یار دی

یو افغانان دي چې وړیا تورې وهینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.