نیمروز کې د کمال خان بند د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

268

نیمروز کې د کمال خان بند د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شیما صدیقي/ پژواک
زرنج (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د نیمروز ولایت ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند د هغه کانال د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې زرنج ښار ته اوبه رسوي.

د هلمند دسیندیزې حوزې رییس عبدالهادي هادي د مرغومي په ۱۵مه، ددې کانال د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې چې دغه کانال به د زرنج ښار او شاوخوا کلیو د کرنې د ودې په برخه کې ګټور تمام شي.

هغه زیاته کړه، د دغه کانال پر جوړېدو ۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوې دي.

د هادي په و ینا، په دغه کانال کې اوبه خوشې شوې دي او چې ورښتونه زیات شي، نو په دې کانال کې به د اوبو سرعت هم زیات شي ، دا اوبه بیا د نیمروز لشکري کانال سره یو ځای او په اوړي کې به د خلکو  ستونزې هوارې کړي.

د دغه کانال د جوړونکي شرکت مسوول جمعه خان توجګي دغه کانال چې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او ۲۵ متره پلنوالی لري ، د کمال خان بند اوبه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته رسوي.

د نیمروز مرستیال والي عبدالقیوم روحاني وویل، دوی تل هڅه کړې چې د نیمروز خلکو ته دڅښلو لپاره پاکې اوبه برابرې کړي او دا پروژه د همدې هڅو برخه ده.

د کمال خان بند شاوخوا پنځه کاله مخکې د کرنې سکټور د ودې په موخه د مخکیني حکومت له لوري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. خو د پرله پسې وچکالیو او د دغه بند د کانالونو نه فعالېدو له امله، د نیمروز ولایت د کرنې وضعیت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.