دوه لیوني

سيده حسينه گل

202

د جنورئ دا واوره واره يخې يخې لېچې
نه پکښې هاغه حرارت د وجودونو شته دى
نه پکښې لمس
د هاغه تېرو خوږو
محبتونه دم ختلي
ځواني پاڼې پاڼې
د دهند دا خړ څادر پکښې د زندگئ نه تاؤ دى
نه ديدنونو شته دچا
نه انتظار
نۀ چرته کړي چاوعده دملاقات
چې درځم
د جنورئ دا واره واره يخې لېچې
که مو د هيلو نه چاپيره هم شي
بيرته راوغورځېگي
وختونه اوس په داسې اوښه بار دي
مونږه يو هم ورسره
د موسمونو شدتونه پکښې نه پېژنو
دسمبر تير شي غلى غلى
جنوري تېره شي
نه پکښې هاغسې باران وي
د پخوا په شاندې
نه د بربنډو ونو خواته کېناستل زمونږه
نۀ د راتلونکي سپرلي لارې څارل
نه دگلاب
نه د غاڼټول
نه دريدي مئنتوب
نه دسندرو اوريدل شته
نه مې نظم آورې
نه دې په داد کې راته ښکل کړو تندى
نه دې گوتئ دموم پلوراوړي
نه خپلو ټولو ارمانونو ته سينگار مو کړى
د جنورئ دا واوره واره يخې يخې لېچې
زمونږ نه نۀ تاوېږي
مونږ پېژني
مونږ هاغه دوه لېوني
اوس هم د سور اور بچي يو
ژوند پېژنو
ژوند به کوو
دا ټول هر څه دې دغه شان روان وي
مونږ به په بله ترې ځو

٧جنوري ٢٠٢٤
مردان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.