د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/ ۳۵مه‌ برخه

آصف بهاند

217

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۵۵مه برخه

 

عمر چې تېر شي، هرڅه هېر شي

هېر به مو نه شي د ایران کړي ظلمونه

 شپه ورځ نه گوري او لوټل کړي

پنجاب تهران سره یو کړي دي لاسونه

 زموږه لاس تورسپي څټلی

ویزه پاسپورت سره مې هم بندي‌کوینه

 یو دې غریب پیدا کړم خدایه

بل د ایران دې راپه برخه کړل ظلمونه

 

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله‌ایزه شړنه، په یوه ناسور زخم اوښتي دي، نړیوال هم هغسې چې ښایي نه مرسته کوي، نه منځگړیتوب کوي او نه هم په زغرده ایران او پاکستان ته څه وایي. په ایران او پاکستان کې د افغانونو وهل‌ټکول، سپکول زنداني کول او راشړل په یوه عادي کار بدل شوي دي. د یوه نوې رپوټ له مخې ویل کېـږي چې په تېر میلادي کال کې یوازې په پاکستان کې ۳۰زره افغانان بندیان شوي دي. د تاند په یوه رپوټ کې  د دې ستونزې په باب داسې راغلي دي:

«تاند (یکشنبه، د جدې ۱۰ مه) د کډوالۍ نړۍوالې ادارې یا (ای‌او‌ام) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (یو‌ان‌اچ‌سي‌ار) پر پاکستان د افغان کډوالو د بندي کولو پر پراخې لړۍ نیوکې کړي.

دغو دواړو ادارو د ۲۰۲۳ کال په ګډ راپور کې ویلي چې په دغه کال کې په پاکستان کې څه باندې ۳۰زره کډوال نیول شوي دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، ډېری افغانان په بلوچستان ایالت کې نیول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي چې پاکستان ظاهراً افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په پلمه نیسي، خو په نیول شویو کې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي.

د کډوالۍ د نړۍوالې ادارې او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز ویلي چې تر اوسه له پاکستانه ۴۸۳ زره کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا خبرونه په داسې مهال دي چې د طالبانو واکمن رژیم تر اوسه پاکستان سره یو ځل هم د کډوالو د موضوع په اړه خبرې نه دي کړي.

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه غوث جانباز له دې امله پر طالب رژیم نیوکې لري او وایي چې دغه رژیم په تشو خبرو د پاکستان د دې کړنو مخالفت ښيي، خو عملاً یې د حل لارې په توګه  هیڅ کومه هڅه نه ده کړې.

طالب چارواکي بیا وایي چې سلګونه افغان بندیان یې د پاکستان له زندانونو خوشې کړي او پاکستان نه یې د کډوالو په موضوع د خبرو غوښتنه کړې ده.»

په هرډول چې وي اوس خو افغانانو له داسې یوې ستونزې سره لاس‌گرېوان دي چې له هره اړخه یې چې گورې، تاوان یې افغانانو ته رسېـږي او دوی دا تاوان د وهلو ټکولو او لا زنداني کېدلو په بیه پرځان باندې مني او د اواز جگولو بله هېڅ لاره هم نه لري، پرته له دې چې په لنډیو یا نورو سندرو او شعرونو کې خپل غږ جگ کړي. دا یې د لنډیو څو نورې بېلگې دي:

پرزړه دې غټه تیگه کېـږده

پردی وطن دی، دلته نه‌شته کومکونه

 

له کډوالۍ بېرته راستون شوم

عمر مې تېر شو سر کې سپین ولگېدنه

 

عمر چې تېر شي، هرڅه هېر شي

هېر به مو نه شي د ایران کړي ظلمونه

 

شپه ورځ نه گوري او لوټل کړي

پنجاب تهران سره یو کړي دي لاسونه

 

کار کې پیدا او کار کې لوی شوم

د ایراني کار کې وراسته مې شول هډونه

 

کډواله کبر مه‌کړه راشه

په خپل وطن کې به دې خپل وي اختیارونه

 

مسافر بیا وطن ته راغلل

د پاکستان به بیا خوله جینگه پاتې‌شینه

 

زموږه لاس تورسپي څټلی

ویزه پاسپورت سره مې هم بندي‌کوینه

 

گوره ښېرې به درته وکړي

له مـهـاجـرو سـره مه‌کوه ظلـمـونــه

 

که داځل بل وطن ته لاړې

پام دې وي نیسي دې او بېرته دې شړینه

 

د کډوالۍ عمر خو تریخ وي

ورسره مل که شي په لاره کې ظلمونه

 

مسافر ته شوې، خواره زه شوم

خواره دې مور شه چې سفر ته دې لېـږینه

 

مسافرۍ خوړلی راغلې

قربان، قربان دې ترزړو جامو نه شمه

 

مسافري به هرڅوک مات کړي

بیا د ایران مسافري مل له ظلمونه

 

مسافري مې زړه نری کړ

بدن مې ویلې شو وچ‌ډکی پاتې‌یمه

 

مسلماني ایران کې نه شته

یا به شیعه یې یا دې دار ته خېژوینه

 

وطن ته ستا له‌پاره راغلم

چې ستا د حسن دوران تېر نه‌شی مییٔنه

 

یا به یو زه تم کېدای نه‌شم

یا د ایران له ظلمه تښتي عالمونه

 

مسافرۍ مې زړگی شین کړ

بیا د ایران چې سرباری شي پرې ظلمونه

 

یو دې غریب پیدا کړم خدایه

بل د ایران دې راپه برخه کړل ظلمونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.