” د لبنان ویاړ“ پښتو ادب ته یوه روڼه ویاله

209

وتلی پښتون ملتپال سیاستدان ښاغلی افراسیاب خټک د خپل یوه مشهور نظم په یوه بند کي داسي وایي:
سقوط کي مرګ دی حرکت کي اوسه
ډنډ درنه جوړ نه سي بهیر پاته شه

په دغه بیت کي يې په رښتیا هم دریاب په کوزه کي را بند کړی دی۔۔۔
او د ژوند و یوې ډېري لوی فلسفې ته يې د انسان د فکر د راړولو هڅه کړې ده۔۔۔
دی وایي چي د ژوند او مرګ تر منځ حاٸل یا ولاړ تر ټولو پياوړی قوت حرکت دی۔۔۔۔
هر هغه څه چي خوځښت کوي تر ډېره حده د زمانې له توپانو او فنا کېدو څخه د خوندي کېدو ځواک مومي۔۔۔

اوس که موږ وګورو چي د انسان له پيداٸش سره تړلي تر ټولو قدیم څه د هغه د ضروریاتو او جذباتو د اظهار تر ټولو پياوړې وسیله ژبه ده ۔۔۔
چي په انګلیسي کي Language ورته وایي۔۔۔
ژبه د خپلو ویونکو په څېر یو ژوندی شی دی لکه څنګه چي ژوندي شیان په ساه اخستلو، خوراک او څښاک باندي پایي۔۔۔
داسي یوه ژبه تل د خپلو ویونکو لخوا په تخلیق سوو علمي او ادبي اثارو وده کوي او د زمانې له توپانو او سیلیو څخه د خوندي پاته کېدلو ځواک موندي۔۔۔

لکه څنګه چي مي وړاندي وویل ژوندي شیان حرکت کوي دا يې د ژوند نخښه ده او د پراختیا ذریعه يې ده۔۔۔
داسي ژبه چي زه ورته ژوندی څه وایم، هم حرکت کولی سي۔۔۔
زما په فکر د ژبي حرکت یا خوځښت په یوه ژبه کي د تخلیق سوو اثارو د نورو ژبو ویونکو ته رسېدل او د نورو ژبو اثار په خپل ځان کي خوندي کول دي۔۔۔

په نورو الفاظو کي که د یوې ژبي و ډنډ ته د نورو ژبو روڼي ویالې را رواني وي نو له ډنډ څخه بهیر جوړیږي مخ په وړاندي خوځښت کوي او وده کوي۔۔۔

بل خوا که خدای مکړه د یوې ژبي ډنډ ته د نورو ژبو څخه هر وخت روڼي ویالې نسي راسمي نو د ژبي علمي او ادبي پانګه ورځ تر بلي کمبوت کوي او د اوچېدو له ګواښ سره مخامخ کیږي۔۔۔۔

د دنیا هره ژبه که په مثال د ډنډ واخلو نو ژباړه یا ترجمه هغه وسیله او ویاله ده چي په مرسته يې د نورو ژبو علمي اثار تر بلي ژبي رسیږي۔۔۔۔
ژباړه د ادب په متحرکه او یو بل سره تړلې دنیا کي یو ډېر مهم رول لوبوي۔۔۔
ژباړه که یوې خوا ته د خیالونو او فکرونو د یو بل سره د تبادلې لار ده۔۔۔۔

بل اړخ ته ژباړه د متنوع ږغونو تر زیاتو خلګو رسولو سره پر بین الاقوامي ادب هم ډېر ښه ژور او مثبت اثرات پرېږدي۔۔۔۔
ژباړه يو شاهکار د دې وړ ګرځوي چي ژبني او ثقافتي سرحدونه مات کړي او ځان تر ډېرو خلګو ورسوي۔۔۔۔

ژباړه تل د یوې ژبي د شاهکارونو د سفیر په توګه وي چي په وسیله يې څوک کولی سي بېلابېل قومونه د هغوی ادب او کلتور وڅېړي۔۔۔۔

خو د ژباړي هنر (فن) هم خپلي ستونځي او مشکلات لري، یو ژباړونکی باهد تل لساني او ثقافتي باریکیاني په پام کي ونیسي تر څو د یو شاهکار د لفظي ژباړي سره، سره د هغې معنوي روح او خوند له منځه ولاړ نسي۔۔۔
په لنډو ټکو کي ژباړه د بین الاقوامي ادب په باغ کي د پيوندکارۍ مثال لري چي د یو ښه پيوندکار د خوارۍ په نتیجه کي باغ ته رنګینۍ او تنوع بخښي۔۔۔

د دې دومره اوږده تمهید مقصد مي د ډېر قدرمن اومترقي لیکوال او ادیب ښاغلي عصمت الله زهیر د یو ډېر دروند او بهترین زیار په لور د لوستونکو پام را اړول دي۔۔۔
” د لبنان ویاړ“ په نامه دا شاهکار د وتلي فلسفي،ادیب،شاعر او مصور خلیل جبران د مختصر ژوند لیک،یو وړکي ناول، ادبي ټوټو او څو مشهورو لنډو کیسو ژباړه ده چي د ښاغلي عصمت زهیر لخوا پر پښتو ژبه پيرزو سوي دي۔۔۔

زه په ډاډه زړه دا وایم چي دا ژباړه پر پښتو ژبه د پيرزو سوو له بهترینو شاهکارو څخه ده۔۔۔
د دې ژباړي خواږه هغه څوک محسوسولی سي چا چي جبران په انګریزي ژبه لوستلی وي، څوک دا حس کولی نسي چي دا په پښتو ژبه تخلیق سوی اثر دی که د ژباړي له لاري راغلی شاهکار دی۔۔۔

دا که یو طرف ته د زهیر د ژباړي پر هنر د لاسبري نخښه ده بل خوا د ذوق او پر نړیوال ادب د ښاغلي د مطالعې او انتخاب څرګند ثبوت دی۔۔۔
دا کتاب باهد ولي ولوستل سي او د جبران پر نړیوال ادبي ډګر کوم مقام دی د دې لپاره د جبران هنر ته کتل ضروري بولم۔۔۔
خلیل جبران یو لبنانی شاعر، مصور، ادیب او فلسفي وو، چي د خپلو ځانګړو ادبي شاهکارونو له وجي چي د زمان او مکان تر حدودو بالاتر وو، مشهور وو۔۔۔

جبران په کال 1883ع د لبنان په بشاری نومي ښارګوټي کي زېږدېدلی وچي وروسته امریکا ته مهاجر سو۔۔۔۔
د مشرق وسطی د غني او قدیم ثقافت او کلتور سره د جبران د ژوند په پيل کي بلدتیا د هغه پر لیکوالي ژور اغیز وښیندی۔۔۔۔
د هغه ځانګړي اسلوب، شاعرانه فضاحت او روحاني بصیرت او د موجوده انسان حالات پر یوه نقطه سره راغونډوي۔۔۔

د هغه د اسلوب ځانګړتیا چي د هغه په ادبي شاهکارونو کي ښکاري هغه د ده له تصوف سره د عمل یو ځای کول دي۔۔۔
د جبران تر ټولو مشهوره شاهکار ” پېغمبر“ د دې امتزاج تر ټولو غوره نمونه ده چي پکي د یو پېغمبر المصطفی د تمثیلي روایت په وسیله د ميني، غم او ازادۍ غوندي پر لازوالو موضاعاتو رڼا اچوي۔۔۔۔

د جبران نثر په شاعرانه رنګ لړلی دی چي د جبران د فلسفې خوند، ژورتیا او معیار هسکوي۔۔۔
د جبران په لیکنو کي د انسان، فطرت او د دوی د باهمي ربط موضوعات ډېر لیدل کیږي ۔۔۔۔

جبران تل د انسان، فطرت او روحانیت تر منځ د یو تړون تصویر پخپلو لیکنو کي ځايوي۔۔۔
د جبران د شاعرۍ وزمه نثر د هغه فصاحت او فلسفیانه ژورتیا د جبران لیکني د دې جوګه ګرځوي چي د هر هیواد هري ژبي او هر کلتور لوستونکو په زړونو کي خپل ځای جوړ کړي۔۔۔۔
د داسي یو لوړي کچي د ادیب شاهکارونه پښتو ته ژباړل د ژبي ستر خدمت دی۔۔۔۔

خدای دې زهیر ته بدل ورکړي او خدای دي توفیق ورکړي چي لا نور داسي اثار پر خپله مورنۍ ژبه پيرزو کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.