د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۳۶مه‌ برخه

آصف بهاند

236

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۵۶مه برخه

 

یو زخم نه دی چې به جوړ شي

ما د ایران دُرې خوړلي مړ به شمه

 

موږ او اختر سره پردي یو

کور کې ډوډۍ، ماشوم ته نه‌شته مکتبونه

 

د پنجابي تورمخ دې تور شي

چې په ناکړې گناه خلک زوروینه

څه ناخوالې او بدمرغۍ چې زموږ خلکو او وطن ته ورپېښې دي، دا زموږ د ناپوهۍ، بېسوادۍ او لکه د گاډۍ اس په پټو سترگو د روانېدلو نتیجه ده. موږ ځان نه‌بدلوو او دا پوښتنه نه‌کوو چې ولې داسې یو او ولې د نورو له خوا داسې کارول کېـږو؟ همدې ستونزو ته زموږ د وطن یو په خبره پوه قلموال داسې اشارې کړې دي:

«درویشت کاله پخوا عرب ترهګرو امریکايي الوتکې د نیویارک و پینتاګون پر ودانیو وروغورځولې، خو امریکا یرغل په افغانستان وکړ.

امریکا ویل: موږ او زموږ شپـږپنځوس نور ناټوغړي شریکان دلته د اسامه بن لادن کوربنو او پناه ورکوونکیو له لاسه راغلي یوو.

نو داسې یې شل کاله د افغانستان خلک و کړول، خپل پخواني جهادي – تنظیمي شریکان یې په ډالرو او فسادي ګټو وپـړسول او په پای کې یې بېرته هماغه د اسامه کوربانه راوستل او افغانان یې د دویمې هجري پېړۍ متحجر استبداد ته کېنول.

په پاکیستان کې د اکوړه خټک، لاهور او کراچۍ د مدرسو روزلي ځانمرګي په پښتونخوا و بلوڅستان کې وژنې کوي، نګران لومړی وزیر ښاغلی انوارالحق خان هره ورځ په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو ګوته څنډي.

انتخابات د پاکیستان ټيکاو نه مومي، په نه کړې ګناه یې منظور پښتین او ماه‌رنګ بلوڅ زنداني کړي دي.

ایران له امریکا او اسرائیلو سره د فلسطین په غزه کې ښکر اړم کړي، خو کله، چې په کرمان کې چاودنې وشي، د کورنیو چارو وزیر یې وايي: له افغانستان سره په پوله به دیوال وهي، چې مچ‌ومیاشی هم وروانه وړي.

روسان له ناټو او لویدیځ سره په یوکراین کې خرې‌په‌خرې دي، خو پوتین چیغې وهي، چې ویره یې له افغانستان څخه ده او د تاجیک ولسمشر پښې دلته رپي.

چین د امریکا په سیالۍ کې غواړي له ټولې نړۍ د سوداګریزې لارې ملاوستنی (کمربند) راتاو کړي او خپل تولیدات مخامخ هرځای ورسولای شي، خو په ضد یې وژنې، چاودنې، تښتونې او اورلګونې له ګوادر بندره رانیولې په ټوله پښتونخوا، بیا ان تر واخان کوریدور او قراقروم دښتو پورې روانې دي، زمکه په کې د پښتنو او بلوڅو سوزي او د جبهې شا یې افغانستان دی او ایغور ترهګر په بدخشان و وزیرستان کې دېره دي.

د «داعش» نوم له دغو تورو اخیستل شوی: (الدولة الإسلاميّة في العراق والشام) یعنې په عراق او سوریه کې اسلامي دولت! خو سر یې له تورې بوړې راوځي، یا له کونړ یا هم په شمال کې د امو له غاړو. سپین‌ږیري د شینوارو په بمونو کینوي، نوی زېـږېدلی ماشوم د خوږیاڼو له منځه دوه ځایه کوي، د کوشنیو ماشومانو کورسونه په دشت‌برچي کې الوځوي او د جهادالنکاح لپاره د ډیورند دواړو غاړو خویندې میندې په جنسي مینځو بدلوي.

پاکیستان و هیندوستان یو د بل په وړاندې چاودنې او غویمنډ په کابل کې کوي، د مومبای تاج‌محل هوټل ترهګر د ډیورند په غاړوپټ وي، د هیندوستان الوتکه کندهار ته راتښتول کیـږي او په بدل کې یې د انصارالمجاهدین ملا مسعود اظهر او څلور تنه نور ترهګر غوښتل کیـږي او هیندوستان یې هم ورپرېـږدي.

چې د ایران و سعودي و نورو ترمنځ دوښمني لویه شي او د چین د ژېـړ ښامار پانګونې ته د ګواښ پېښولو اړتیا پېښه شي، دلته په کورمه، پاړه‌چنار، هنګو او نورو سیمو کې د شیعه – سني جګړه توده شي، دواړه لوري پښتانه او سره تره‌زامن وي یو بل ته لارې ونیسي او لس، لس و شل، شل راوغځوي، خو یو لوری هم نه پوهیـږي، چې ولې؟ او د څه لپاره؟

د افغانستان نیمايی نفوس (نجونې او مېرمنې) په افغانستان کې زنداني دي، له ښوونځي، پوهنځي، کار او انساني حقونو بې‌برخې او لرې ساتل شوې، خو د انګلستان های کمیشنره «جېن ماریوت» له پاکیستاني ملافضل‌الرحمان سره په اسلام آباد کې په دې اړه خبرې کوي، چې له دې نجونو او ښځو سره بالاخره باید څه وشي؟

یوه بله «رینا امیري» په امریکايي امکاناتو ګرځي راګرځي، چې نه پوهېـږم د افغان ښځمنو له حقونو څخه کوم ځای او له چا څخه دفاع کوي؟ یو الله ج پرې خبر دی. له بلې مېرمنې «روزا اوتونبایوا» سره ایله دې پایلې ته رسېدلي، چې: خیر افغان نجونې که ښوونځي ته نه‌پرېښول کېـږي، نو مدرسې دې ووايي. (که ډوډۍ نشته، کولچې دې وخوري!).

«دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی!»

په دغسې یو حالت کې چې افغانان راگیر دي او نړیوال استخبارات لکه لېوان له هرې خوا سپین‌ږیري افغانستان ته خوله وراچوي او نور یې هم له ټپونو وینې بهوي، څه کول په‌کار دي، شکایت او حکایت هېڅ گټه نه‌کوي؛ پوهه ترلاسه کول په کار دي د پوهې د څراغ په رڼا کې په سیاسي هوښیارئ سره له دې حالت نه ځان ایستل په کار دي، که‌نه ټول عمر به همداسې ټپي ـ ټپي یو او څو نور نسلونه به مو هم قرباني وي.

د گاونډیانو د جفا او په یادو ستونزو پورې اړوند د څونورو لنډیو بېلگې:

یو زخم نه دی چې به جوړ شي

ما د ایران دُرې خوړلي مړ به شمه

 

یوازې خدای به پرې خبر وي

چې په ایران کې پرچا، چا وکړل ظلمونه

 

خدایه ایران کړې شنه لوخړه

چې ځوانان ورشي په نشو یې روږدي کړینه

 

چې ای‌اس‌ای راغی عالمه

زموږ پرمُلک باندې یې جال وغوړاونه

 

پرېـږده ایران کې مې بندي کړي

که بېرته درشم په دُرو به مې وهینه

 

اوښکې مې شپه او ورځ بهـیـږي

د ایراني زندان کې پروت یم مړ به شمه

 

هغه ساعت به کله راشي

چې مهاجر مو ټول راوزي له جیلونه

 

اختر کې هم جانان رانغی

هغه تهران زندان کې شپې سبا کوینه

 

زموږ له هیڅ‌چا گیله نه‌شته

جِهاد مو کړی، اوس یې گورو ثمرونه

 

گاونډ کډوال له مُلکه باسي

چې کله راشي، دوی به چېرې اړوینه

 

موږ او اختر سره پردي یو

کور کې ډوډۍ، ماشوم ته نه‌شته مکتبونه

 

د پردي مُلک اختر به څه وي

اختر هغه دی چې واپس وطن ته ځوونه

 

اختره موږ کره رانشې

گاونډ شړلي یو، په خوړ کې ژوند کوونه

 

‍له سفر بېرته راشه یاره

ټول خوشحالي کړي، زموږ کور کې دي ویرونه

 

زلمکی زوی ایران بندي کړ

لوږه او تنده په زندان کې تېروینه

 

د پنجابي تورمخ دې تور شي

چې په ناکړې گناه خلک زوروینه

 

نه ښځې گوري نه ماشوم ته

چې په مخ ورشي، زندانو ته یې لېـږینه

 

د پنجاب ظلم به ترڅو وي

خوار مهاجر ته یې جوړ کړي دوزخونه

 

گوزران نه شي په ایران کې

اشغال مو بولي راکوي ډېر پېغورونه

 

په پردیسۍ کې ژوندون داسې

چې کله کار وي، سپکاوی او زندانونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.