د ځینو کلماتو ناسم استعمال

شاه محمود میاخېل

1,730

په ورځنې محاوره کې ډیرې/اکثره کسان او په خاصه توګه سیاسیون او ژورنالستان داسې  کلمات استعمالوي چې هغه ناسم دي او یا د علمي تحقیق او سروې په بنیاد نه وي. البته دا هم ستونځمنه ده چې دا کلمات دې په سمه توګه د تحقیقي معیارونو په نظر کې نیولو سره په ښه توګه استعمال شي ځکه د هرې مسلې او موضوع لپاره تحقیق او کافي شواهد نشي راټولېدلې چې په علمي معیارونو سره سم خپلې خبرې او لیکنې عیارې کړو. د دې لیکنې نه هدف دا دی چې لا اقل دغه تیروتنو ته باید ځیر اوسو او خپلو خبرو او لیکنو کې زیاته مبالغه ونه کړو.

د بیلګې په توګه که همدې پورته یو پرګراف لیکنې ته وګورئ نو دې کې د علمي میتودونو له امله واضحه نیمګړتیاوې شته دی. پورته لیکل شوي چې په ورځنې محاوره کې ډیرې/اکثره کسان او په خاصه توګه سیاسیون او ژورنالستان داسې کلمات استعمالوي چې هغه ناسم دي او یا د علمي تحقیق او سروې په بنیاد نه وي. په دې لیکنه کې یوه ادعا ده چې هغه د سروې او تحقیق په بنیاد نه ده لیکل شوې. دلته د ډیرې/اکثره کلمه استعمال شوی او په دې موضوع سروې او تحقیق نه دی شوې چې ایا دا ډیرې/اکثره کلمه چې مقدار دی، تاید کړي. که د سلو کسانو په خبرو کې د پنځسو نه زیات کسان دا الفاظ استعمال کړي وي، نو مونږ ورته د ډیرې/اکثره کلمه استعمالولې شو. د سیاسیونو او ژورنالستان تعداد معلوم نه دی او مونږ ورته د ډیرې/اکثره کلمه استعمال کړیده. په حقیقت کې دا یوه ادعا ده.

یا لیکو چې اکثره کسان او سیاسیون وایي چې مونږ د ولس او خلکو استازولي کوو. بیا هم کومه سروې نه ده شوې چې څومره کسان مخالف او څومره موافق دي.‌ زما ادعا هم ناسمه ده ځکه ما هم کومه سروې نه ده کړې چې اکثریت مې معلوم کړې وي. اکثره (دا همه اټکلي ده کلمه ده) په خپلو خبرو او لیکنو کې وایي چې ټول افغانان د طالبانو حمایت کوي یا ټول افغانان د طالبانو مخالف دي. بیا هم کومه میتودیکه سروې نشته. یا طالبان وایي چې د دوی سره د ولس حمایت دی او دوی د ولس د بطن نه راجګ شویدي. د ولس سروې نشته او نه ټاکنې شویدي چې معلومه شوي وي چې طالبان څومره مخالف او موافق لري. یو شمیر کسان بیلابیل نظریات لري خو بیا هم ارقام او نظرونه سره پرتله شوي نه دي.

اکثره کسان په خپلو لیکنو او خبرو کې وایي چې نړیواله ټولنه او یا د سیمې هیوادونه نه غواړي چې د افغانستان نیابتي جنګونو ته داخل شي. دلته بیا هم واقعیت په نظر کې نه دی نیول شوې ځکه دلته نړیواله ټولنه نه ده تعریف شوي چې هدف مو کوم کوم هیوادونه دي. د نړۍ د هیوادونو او زبرځواکونو ترمنځ د نظریاتو او ګټو خورا زیات توپیرونه موجود دي. یا وایو چې د سیمې هیوادونه. بیا هم سیمه نه ده تعریف شوې چې منځنې اسیا، سهیلي اسیا، منځني ختیځ، ګاونډیان، او نور ذیدخله هیوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي. ایا روسیه، هند، ترکیه، قطر، متحده امارات، عربستان، اندونیزیا او مالیزیا هم په سیمه کې راځي که نه ځکه دا ټول هیوادونه د افغانستان په مسایلو کې په یو ډول نه یو ډول دخیل دي. ایا د دې ټولو هیوادونو اهداف سره یو دي او که د هر هیواد اهداف سره توپير لري؟

یا کله وایو چې طالبان، ایا ټول طالبان یو ډول فکر لري او که نه د دوې تر منځ هم د فکرونو توپير شته دی. یا د طالبانو مخالفین ټول هم نظره دي او یا دهر یوې ډلې د نظریاتو او تګلارو ترمنځ اختلاف او توپیرونه شته دی. همدا عموي کلمې د قومونو او سیمو لپاره هم استعمالیږي. وایو چې پښتانه، تاجک، هزاره، ازبیک، ترکم، پشه یي، نورستاني او نور دا او هغه غواړي. حال دا چې کومه سروې وجود نه لري چې د هغې په معیار وویل شي چې یوشمیر، اکثره او ټول دغه قومونه واقعا ټول یو شانته فکر کوي. یا ځینې وایي چې زه د دغه او هغه قوم په استازولې خبرې کوم. حال دا چې هغه قوم به دې ته نه رایه ورکړي وي، نه به یې ورته صلاحیت او حجت د استازولې ورکړې وي خو بیا هم به د یو قوم او یا یوې سیمې په استازولې خبرې کوي. البته دا ادعاوې هغه کسان زیات کوي چې پپولستان دي. د خلکو د اذهانو نه سؤ استفاده کوي او یو څو کسه پلویان په قومي او سمتي شعارونو په ورکولو سره په خپلو ځانونو راټولوي.

حتی په ولسواکه ټولنه کې هم منتخب جمهور رئیس ادعا کوي چې دی د ولس لخوا ټاکل شویدی خو په حقیقت کې اکثره مشران د ولسواکه ټولنو په دیرش یا پنځه دیرش سلنه وټ باندې ټاکل کیږي. د بیلګې په توګه په ۲۰۲۰زکال کې د امریکې متحده ایالتونو جمهوري ریاست په ټاکنو د خلکو برخه اخستنه د پخوا په پرتله زیاته وه بیا هم ۶۶.۶ سلنه رایه ورکونو برخه اخستې وه. جمهور رئیس بایډن په ۵۱.۳ سلنه عمومي وټ باندې ګټونکې شو[1]. په حقیقت کې بایډن د درې دیرش سلنه وټ اچونکو په رایه جمهور رئیس شویدی ځکه نیمایي یې مخالف و او ۳۴ سلنه خلکو په ټاکنو کې برخه نه وه اخستې. همدا علت دی چې چرچل وایي:

democracy is the worst form of Government except for all those other forms that have been tried from time to time”[2]

دیموکراسې د حکومتولې د ټولو نه خرابه طریقه ده خو د دې نه بهتره بله لاره هم نشته ځکه نورې طریقې ازمویل شویدي.

که دا بحث راخلاصه کړو، دا مهمه ده چې هر څوک د خپل ځان او د خپلې هغه سیاسي ډلې په استازولې خبرې وکړي چې دی یې غړی دی. دلته د ټول، اکثره، یو شمیر او نور داسې کلمات باید په سنجیده ډول استعمال شي او د مبالغې نه د امکان تر سرحده ډه ډه وشي.

[1] https://www.cookpolitical.com/2020-national-popular-vote-tracker

[2] https://winstonchurchill.org/resources/quotes/the-worst-form-of-government/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.