کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده سره لیدلي دي.
د پاکستان جیو تلویزیون د مرغومي په ۲۰مه، خبر ورکړی چې دا لیدنه په کندهار کې شوې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
بلخوا یوې باوري سرچینې طلوع نیوز ته هم تایید کړې، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د اسلامي امارت له مشر مولوي هبتالله اخندزاده سره کتلي دي.
د سرچیني د معلوماتو پر بنسټ دغه لیدنه نن (چهارشنبې ) په کندهار کې یوازې د مولانا فضلالرحمن او د اسلامي امارت د مشر ترمنځ دوه په دوه شوې ده.
خو د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نهدي ویلي.
مولانافضلالرحمن د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د سرپرست حکومت له جګپوړو چارواکو له هغې ډلې د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند او د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.