پاکستان کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو د قتلونو شالید

شاه محمود میاخېل

4,896

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د وخت د حکومتونو د ظلم، بې عدالتۍ او یا د وخت د جبر له امله زیات افغانان له پادشاهانو نیولې تر علماو، پوهانو او هم عادي خلکو پورې مجبوره شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د بېلګې په توګه د سید جمال الدین افغان څخه نیولې تر غازي امان الله خانه پورې ډېری افغانان له هېواد څخه وتلي او حتا په پردېسۍ کې مړه شوي هم دي.

که د نورو هېوادونو استخباراتو یو شمېر افغانان په خوښه یا د مجبوریتونو له امله بېرته استخدام کړي؛ خو ډېری افغانان که هر چېرته وو او یا دي، د خپلو خلکو او وطن سره یې خپله مینه ساتلې ده.

همدغه افغاني مینې ډېري افغانان دې ته اړ کړي دي، چې د څو نسلونو څخه وروسته هم خپل تړاو د افغانستان سره وساتي.

ښه بیلګه یې په استرالیا کې د اوښبه ډلې یو تن غړی محمد علم خان چې په کندهار کې پېدا شوې و؛ خو تر اخره یې خپلې اړیکې له کندهار سره ساتلې وې.

په دې لیکنه کې زما فوکس یوازې په پاکستان کې د افغانانو د قتلونو د شالید په هکله دی.

د پاکستان د جوړېدو څخه راپه دې خوا که څه هم د قدرت واګي د پوځیانو په لاس کې دي؛ خو د افغانستان، کشمیر او د پاکستان د اټومي سلاو د انکشاف او ساتلو مسایل مستقیماً د پوځ له خوا کنترول او اداره کیږي.

د پاکستان د جوړېدو څخه مخکې او وروسته ډېری افغانان چې برېتانیوي هند او یا پاکستان ته تللي، اکثره یې د ملي فکر او یا ملي احساس خاوندان وو. له بده مرغه د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان پوځیانو او هغوي ته پلويو ډلو همېشه کوښښ کړی، چې د ملي احساس خاوندان ووژني، بندیان یې کړي او یا یې مجبوره کړي، چې د پاکستان خاوره پرېږدي او کومې بلې خواته لاړ شي.

افغانان که هر څومره له ستونزو سره په هېواد کې دننه او یا بهر مخامخ شوي؛ خو دا ناممکنه وه او ده چې څوک دې د دوی احساسات او فکر ووژني. تېرو پنځو لسیزو تحولاتو دا ثابته کړله، چې د هرې دورې د راتګ سره د پاکستان پر ضد کرکه زیاته شوې او کمه شوې نه ده.

بله دا چې د هېواد څخه چې څومره څوک لرې کیږي او د هویت د بحران سره مخامخ کیږي، هماغومره یې د خپل وطن او خلکو سره مینه زیاتيږي. یعنې افغاني حس او غرور همېشه د اکثرو افغانانو سره شته او تر اوسه هم ژوندې دی.

خدای دی وبښي ګل پاچا الفت (رح) وایي:

زه پټې سترگې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم

په خلاصو سترگو باندې ما جهان ليدلی دی

له دامه که دې خلاص کړم په قفس کې دې ايسار کړم

صياده! ما خو څو رنگه زندان ليدلی دی

عمل چې وي ازاد او انتقاد په کې بندي وي

ما هلته د ظلمونو سخت طوفان ليدلی دی

که هر يو رانه وژنې خيال او فکر مو مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی

دا چې ولې د پاکستان په ضد کرکه ورځ تر بلې زیاتیږي، ډېر دلایل لري او په دې هکله هم زیات تحقیق او لیکنو ته اړتیا ده. په دې لیکنه کې یوازې د شالید په توګه د یو څو بیلګو یادونه کوم.

د پکتیا د ببرک خان زوی سید اکبر او بل ورور یې د پاکستان د جوړېدو نه د مخه برېتانیوي هند ته د سردار محمد هاشم د حکومت د ظلم له امله پناه وړې وه. برېتانیوي هند هغوي ته سیاسي پناه ورکړې وه او په ایبټ اباد کې اوسېدل، کله چې لیاقت علي خان په ۱۹۵۱زکال کې راولپنډۍ کې خبرې کولې نو سید اکبر د خپل زوی سره په لومړنیو قطارونو کې ناست و. لیاقت علي خان د افغانستان نوم په سپکه یاد کړې و؛ نو په دغه وخت کې سید اکبر خپله تفنګچه راوکاږي او په لیاقت علي خان ډزې کوي او هغه د ډزو په پایله کې وژل کیږي. د امنیتي قواو په متقابلو ډزو کې سید اکبر هم شهید کیږي.البته د پورته روایت په وړاندې متضاد روایتونه هم شته چې د پاکستان د صدراعظم په وژلو کې د افغانستان حکومت لاس درلود. هر دلیل چې وي، د پاکستان صدراعظم د یو افغان له خوا چې د خپل هېواد او خلکو سره یې مینه درلودله ووژل شو او خپل ځان یې هم قرباني کړ.

د یادونې وړ ده، چې د هاشم خان په دوره کې یو شمېر نور افغانان هم پاکستان ته تللي وو، چې د هغوی د ډلې څخه د پروفیسر رسول امین نوم هم یادولې شو ،چې پاکستان کې تحصیل وکړ او بیا د ډېموکراسې د لسیزې څخه وروسته بېرته افغانستان ته ستون شو.

د سردار داود خان د کودتاه څخه وروسته هم یو شمېر افغانان د جوان مسلمان یا په عامه اصطلاح اخوانیان پاکستان ته لاړل. د دغه ګروپ د غړو سره هم د مور مېرې سلوک هلته کېده. لومړی یې د دوی په منځ کې د تاجک او پښتون په نوم بېلابېلې ډلې جوړې او بیا یې دا ډلې په خپلو منځو کې سره وجنګولې. د اسلامي احزابو او تنظیمونو ترمنځ د قتل او قتال تهداب هلته کېښودل شو. د دې تضادونو د رقابت له امله په افغانستان کې داخلي جګړې پيل او تر اوسه افغانان د دغه رقابتونو قرباني دي.

پاکستان یو شمېر کسان د اخوانیانو د لومړۍ ډلې څخه تربیه او افغانستان ته ولېږل چې د داود خان د حکومت په ضد قیام وکړي او دوی ته وفاداره کسان یې وساتل. په دغه ډله کې د لغمان مولوي حبیب الرحمن او ملګري یې شامل وو، چې هغه د جوانان مسلمان د رهبرې شورا غړی و.

د دغه کسانو لومړنی قرباني، د کونړ د پیچ درې انجینر جان محمد و، چې په پېښور کې د اسلامي حزب له خوا ووژل شو. د ډېرو کسانو سره چې ما خبرې کړي دي، انجینر جان محمد ته دوی توطیه جوړه کړله چې ګوندې د کابل حکومت ته جاسوسي کوي حال دا چې د هغه سره ملي احساس موجود و او په داخل کې د جنګ مخالف و. ویل کیږي چې استاد رباني هم مخالف و؛ خو بیا احمد شاه مسعود په هغه جنګ کې برخه واخستله.

د ثور د کودتاه نه وروسته پاکستان ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر زیات شو. په اکثره تنظیمونو کې د هغه افغانانو لپاره ځای نه و، چې د ملي فکر خاوندان وو. که ځینو به د کومو روابطو په اساس ځای هم پېدا کړ؛ خو وروسته به په نښه او له منځه وړل کېدل.

پاکستان د تنظیمونو تشکیلات یې دا رنګه جوړ کړل، چې د افغانانو بېلا بېلې طبقې پکې وکړې شي چې کنترول کړي. د اخوانیانو نه یې (حزب اسلامي او جمعیت اسلامي)، ملایانو نه یې (حرکت انقلاب اسلامي او د مولوي خالص اسلامي‌حزب) او پیرانو نه یې (جبهه نجات ملي او محاذ ملي) په ډلو تقسیم کړل. وروستي دوه ګروپونه یې په دې خاطر تشکیل کړي وو، چې د افغانستان یو شمېر مشران، ملکان او تعلیمیافته کسانو ته پکې ځای ورکړي؛ ځکه د اخوانیانو او ملایانو په ګروپونو کې دوی ته ځای نه و. د جنرال ضیاء الحق له وخت څخه دا فرموله وه، چې افغانان باید متحد پاتې نه شي او دوی په بېلا بېلو تنظیمونو وویشل شي. که یو ګروپ د پاکستان د نفوذ څخه سرکشي کوي؛ نو بله ډله به د هغه په ضد تقویه کوي.

هر تنظیم د استخباراتو څانګې هم درلودلې او د پاکستان د استخباراتو سره یې له نېږدې څخه کار کوه؛ ترڅو هغه کسان چې د پاکستان په خلاف او یا د ملي حس درلودنکي وي، تهدید، بندي او ووژني.

پاکستان به د همدغه ډلو د استخباراتو په لاس افغانان وژل؛ خو بیا به یې پړه بېرته په افغانانو اچوله او لاس به یې په افغانانو پاکوه. د دغه ډلو نه بهر یې هم د افغانانو په منځ کې یو شمېر مستقل کسان د هدفي وژنو لپاره تربیه کړي وو.

جګړن نصرالله ساپی چې د کماندو مسلکي صاحب منصب و، د ملي محاذ د تنظیم سره یې هم اړیکې درلودې. هغه به همېشه د ازاد افغانستان د لیکوالانو د ټولنې په دفتر کې د پاکستان د رول په هکله چې ولې غیرملي تنظیمونه تقویه کوي، بحثونه اوکله کله لیکنې هم کولې. یو‌ ځلې د افغانانو د یو ګروپ له خوا د پېښور د ګوره قبرستان د سیمې سره ونیول شو او هغوي بیا ای اس ای ته تسلیم کړې و.

تقریبا دوه – درې میاشتې د ای اس ای په بند کې و. دی یې ډېر شکنجه کړې و، چې بیا د پیر ګیلاني او یو شمېر نورو مشرانو د نفوذ په اساس راخوشې شو. هغه هم خوشبخته و، چې د نیولو په وخت کې کوم کس یې هلته پېژندلې و، چې کور ته یې خبر ورکړی و، چې دی ونیول شو؛ که نه مړی او ژوندی به یې ورک وی.

جګړن ساپي راته قصه کوله چې د دې یوازینۍ ګناه دا وه، چې ملي فکر یې درلود او د ای ایس ای مشرانو ورته ویلې وو، چې نور به د پاکستان په ضد څه نه وایي او نه څه لیکي که نه انجام به دې غیر له مرګه بل څه نه وي.

هغه وخت زه د امریکا غږ محلي خبریال وم او زیاتو قوماندانانو سره چې ما مرکې کولې، راته ویل به یې چې دوی د جنګ په محاذ کې ویره نه لري؛ خو دا ویره ورسره شته چې په پېښور کې ونه وژل شي. ډېری قوماندانانو کوښښ کاوه، چې پېښور ته لاړ نه شي؛ ځکه یو شمېر زیات قوماناندان په پېښور کې ترور هم شول. د پاکستان د ای ایس ای د تبلیغاتو ادارې به دا وژنې د افغانانو تر منځ خپلمنځي شخړې ګڼلې او ځینو به یې په نورو اخلاقي تورونو هم بدنامول.

هغو کسانو چې د تنظیمونو سره یې چندان اړیکي نه درلودې او پاکستان کې ترور شول، د یو څو مهمو کسانو نومونه دلته یادوم لکه: پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح، جنت ګل خان غروال، جنرال عبدالحکیم خان کټوازی، عزیزالرحمان الفت، ډاکتر نسیم لودین، عبدالاحد خان کرزی، ظاهر خان کړوخیل، ډاکتر سعادت شګیوال، عبدالرحیم چینزايي، معلم ذاکر او په لسګونو او سل ګونو نور لا درکه او وژل شوي دي، چې زما دوه ورونه هم په دې لړۍ کې شامل دي. د زیات تفصیل لپاره زما کتاب:د واقعیتونو په بهیر کې؛ لوستلې شئ.

د شوروي اتحاد د وتلو نه وروسته پاکستان کوښښ کاوه، چې د مجاهدینو مشران شاته او قوماندانان مستقیماً تقویه کړي؛ تر څو د دوی واک نور هم په افغانانو زیات شي. په دغه ډله کې به چې چا د پاکستان مخالفت کاوه او یا به یې ملي‌ فکر درلوده، هغه به په نښه او له منځه وړل کېدل. د بېلګې په توګه په پېښور کې فضل حق مجاهد چې د اسلامي حزب برجسته غړی و، قوماندان عارف خان د کندوز چې د اسلامي جمعیت غړی و، د حرکت انقلاب اسلامي مهم قوماندان، محمد نسیم اخونزاده د هلمند، مولوي نصرالله منصور او ګڼ شمېر نور ووژل شول.

په داخلي‌جنګونو کې پاکستان به د حکمتیار اسلامي حزب او هم د جمعیت اسلامي تنظیم ته همزمانه مرسته ورکوله؛ تر څو افغانان نور هم سره وجنګوي. د همدې جنګونو په لړ کې به یې قومي، سمتي او ژبني او حتا د شیعه، سني او وهابي په نومونو اختلاف ته لمن وهله.

د انګلیس د ستراتیژۍ په اساس چې تفرقه واچوه او حکومت وکړه، د پاکستان د تفرقې اچولو ستراتیژي دومره د افغانانو په منځ کې ریښې پېدا کړې، چې دا ریښې د کابل حکومت په منځ کې هم خپرې شوې. که څه هم روسانو د خلق او پرچم ګوندونو تر منځ د تفرقې اچولو او نورو لږه کیو د ګروپونو جوړوله سلسله سابقه درلوده؛ خو دا اختلافات د کابل خلق او پرچم ډلو په منځ کې هغه وخت نور هم قوي شول، چې د مجاهدینو ګروپونو د قوم او سمت په نوم د دوی په منځ کې رخنه پېدا کړله.

د شهنواز ټڼي کودتاه او د پرچم د ګروپ په مشرۍ د ډاکتر وکیل سره د احمدشاه مسعود اړیکې د دې سبب شولې چې داخلي جنګونه په کابل کې پیل شول. اکثره خلقیان د ژبې په اساس د حکمتیار اسلامي حزب سره او پرچمیان د مارشال دوستم په شمول د احمد شاه مسعود سره ودرېدل.

د جمهوریت په وخت کې د حکومت په منځ کې صف ګیري د هماغه پخوانیو تنظیمي او حزبي اختلافونو په اساس وه، چې بالاخره د نورو عواملو تر څنګ یې دا مهم داخلي ابعاد وو چې جمهوریت سقوط وکړ. کله چې د نظام څخه حمایت په قومي، ژبني او سمتي مصلحتونو په بنیاد تر سره کیږي، فساد او بې اعتمادي پخپله رشد کوي او بالاخره جمهوریت هم د ډاکتر نجیب الله د رژیم غوندې له داخل څخه سقوط وکړ.

د طالبانو سره د پاکستان برخورد د ابتدا نه هماغه د مجاهدینو د ګروپونو پشان دی او پاکستان د افغانستان په وړاندې د هماغه پخوانیو جنګي ستراتیژۍ، رواني او تبلیغاتي تاکتیکونو څخه کار اخیست. په دې اړه یوه مقاله ما په ۲۰۱۲زکال کې ولیکله، چې په امریکا کې د منځني ختیځ د انستیتوت له خوا نشر شوه، چې پاکستان د هماغه پخواني ستراتیژۍ څخه کار اخلي، چې د مجاهدنیو نه د حمایت په دور کې استفاده کوله. پاکستان د هغه ستراتیژۍ نه ځکه استفاده کوله چې هغه ستراتیژي د هغوي لپاره کامیابه وه.

د طالبانو په لومړي دور کې پاکستان هم د طالبانو قوماندانانو او مهمو څېرو لپاره لکه؛ د مجاهدینو په شان مستعار نومونه ایښودلي وو. د افغانستان حکومت نه پخوا او نه د جمهوریت په وخت داسې ډیټابس یا د شناخت سیستم درلود چې ټول افغانان پکې ثبت وي. هر چا په بېلابېلو نومونو تذکرې اخستلی شوې. همدا علت و، چې د کوېټې یو دوکاندار د ملا منصور په نوم تر ارګه ورسید. که څه هم د افغانستان استخباراتي او امنیتي سکتور په زرګونو طالبان نیولې وو؛ خو بیا هم د استخباراتو دستګاه د پاکستان د دسیسو په وړاندې ډېره ضعیفه وه.

د الیکترونیکي تذکرو د وېش په لړ کې چې کوم اختلافونه وو، هغې ته پاکستان د خپلو پلویانو له خوا چې په پارلمان، د حکومت په دستګاه او یا رسنیو کې نفوذ درلود، د مخالف او موافق په نومونو پرداز ورکاوه؛ تر څو دا اختلاف دومره ژور وښایي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش مخه ونیول شي.

ځکه کله چې الیکترونیکي تذکرې وویشل شي؛ نو یو کس دوه تذکرې نه شي اخستلی. د پاکستان د ستراتیژۍ بله مخینه دا وه، چې په کابل او ولایتونو کې به کله هدفي‌ وژنې طالبانو یا نورو ګروپونو وکړلې، بیا به یې په حکومت فشار راوړ چې ولې یې مخه نه نیسي او یا حکومت په دغه هدفي‌ وژنو کې لاس درلود. د جمهوریت په وخت کې هېڅ خبره پټه نه وه او په داسې یو حکومت کې چې هرڅه میډیایي وي، کله حکومت پټې هدفي وژنې د خپلو مخالفینو کولی شي.

پاکستان د لومړیو شپو څخه د طالبانو ډېر هغه مشران چې د دوی په خوښه نه وو او یا یې د دوی امرونه نه منل، په نښه، له صحنې نه لرې، بندي او ووژل. بیلګې زیاتې دي؛ خو د یو څو کسانو نومونه دلته اخلم. د طالبانو لومړی مشر ملا محمد عمر چې د کراچې په یو روغتون کې مړ شوی و، ویل کیږي چې پاکستان د هغه په مرګ کې لاس درلود. که څه هم طالبان دا نه مني؛ خو د هغه د مرګ نه وروسته هم تر دوه کلونو پورې د طالبانو جګړه روانه وه او د ملا محمد عمر فرمانونه خپرېدل.

سوال دا دی، چې دا جګړه چا رهبري کوله؟ د ډایریکټوریټ اس کتاب چې Steve Coll لیکلې دی، د پاکستان د ای ایس ایس او سي ای له خوا د افغانستان د جګړې په هکله ښه وضاحت ورکړی دی، چې څنګه د ای ایس ای یو مشخص ریاست د افغانستان جګړه په مخ بیوله.

د طالبانو دویم مشر ملا منصور چې کله غوښتل خپل مستقل روابط د ایران او نورو هېوادونو سره جوړ کړي، هغه یې د ایران څخه په ګرځېدو سره په نښه او دامریکې د ډرون په وسیله ووژاه. پاکستان امریکایانو ته داسې وښودله چې ګوندې هغه د سولې مخالف او د ایران سره یې اړیکې ټینګې کړې دي.

د ملا منصور د مرګ نه وروسته د قدرت په سر جنجالونه روان وو، چې څوک د هغه ځای ونیسي چې ملا یعقوب هم یو له کاندیدانو څخه و. پاکستان بیا مداخله وکړله او ملاهبت الله یې مشر وټاکه. تر اوسه دا معلومه نه ده، چې ملاهبت الله د کچلاغ د ځانمرګي حملې نه ژوندی وتلې او کنه؟ حتا خپلو وزیرانو یې هم نه دی لیدلې؛ خو په افغانستان حکمراني کوي.

ویره دا ده، چې څو کاله پس به خبر شو چې د پاکستان په مرسته د ملاهبت الله اروا د افغانستان په ملت باندې حکمراني کوله ځکه تېر شواهد همداسې ښیي. سلیم عقل دا نه مني، چې ملا هبت الله دې د خلکو څخه باید پټ اوسي.

د طالبانو نور مشران هم په پاکستان کې وشرمول شول، بندي کړی شول او ووژل شول. د بیلګې په توګه د ملا برادر اخوند نیول او زنداني کول، د ملاعبدالسلام ضعیف نیول او ګوانتانامو ته لېږل، د ملا محمد عمر خاص سکرتر او په لومړۍ دوره کې د طالبانو د مالي وزیر، معتصم اغاجان ویشتل او زخمي کېدل، د طالبانو د پخواني دفاع وزیر، ملاعبیدالله اخوند له منځه وړل، د استاد یاسر نیول او ورکېدل، د صدر ابراهیم او قیوم ذاکر، عبدالصمد ثاني، صلاح الدین او اکبر اغا نیول او بېرته خوشې کېدل او داسې نور د طالبانو د موجوده کابینې غړي د پاکستان له خوا امریکایانو ته ورکړل شول او ګوانتانامو ته ولیږدول شول. د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، ملا خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، ملا فاضل، نورالله نوری هم په دې ډله کې دی.

د دې لیکنې موخه، کولی شو چې په لاندې څو ټکو کې خلاصه کړو:

که د افرادو لېست ته وګورو، په پاکستان کې د تېرو پالیسیو قربانیان اکثره پښتانه وو. په زرګونو د پښتنو مشران ووژل شول، بې کوره شول او خپل روایتي رول یې له لاسه ورکړ. کله چې ټوپک حاکم شي؛ نو د تعلیمیافته کسانو رول په خپله کمیږي او زمینه افراطي ډلو او ګروپونو ته مساعدیږي. همداشان په تېرو څو لسیزو کې د غېر پښتنو مشران هم د دې غلطو پالیسیو قرباني شول. افغانان باید د ژبني، سمتي، قومي او مذهبي مسایلو باندې ځانونه ونه وېشي. که افغانان د ملي وحدت په چوکاټ کې سره که راټول نه شي، عاقبت د ټولو قومونو به خراب وي.

د تېر پنځو لسیزو راپه دې خوا پاکستان په افغانانو کې او هم په افغانستان کې ژور نفوذ پېدا کړی او ویې کولی شول، چې دوه نظامونو ته سقوط ورکړي؛ خو که په نظامي لحاظ پاکستان برلاسی شوی اما د رواني جنګ له امله پاکستان برلاسی نه دی؛ ځکه د اکثره افغانانو نفرت ورځ تر بلې د پاکستان ه زیاتیږي. د افغان کډوالو سره چې پاکستان کوم ظلم په تیر کال کې وکړ، دا د دنیا د هیڅ کډوالو سره نه و شوي چې هم ښځې، ماشومان، ځوانان او سپين ږیري بندیان او بې عزته کړي، مالونه ترې لوټ کړي او بیا یې په زور افغانستان ته ولیږي. که پاکستان هر څه وکړي، دافغانانو احساس نه شي وژلې او د خپلو مجبوریتونو پوښتنه به خامخا یوه ورځ‌ کوي.

زما تړلی لاس او ستا درنې درنې څپېړې

‏یو وخت خو به جانانه دا حساب کې راولم

ټول افغانان باید د پاکستان او نړۍوالو د دې لوبو نه عبرت واخلي او هغه اشتباوې بیا تکرار نه کړي، چې پخوا تر سره شوي دي. وخت د افغانانو په خوا نه دی. جنګونو نه پخوا د افغانانو لپاره ګټه درلوده او نه یې په راتلونکې کې لري.

کاذب غرور انسان ړندوي. د افغانستان د جنګونو تر شا ډېرې پیچلې توطیې او ستراتیژې پرتې وې. د هرې توطیې او ستراتیژۍ د تطبیق لپاره د سیمې او نړۍ کافي امکانات هم موجود وو؛ خو څه ښه پایله یې نه درلوده. که ټول افغانان په شریکه د تېر پيچلي تاریخ څخه عبرت وانه خلي؛ نو د افغانستان سرنوشت به بیا د تېر په څېر وي.

اوس هم پاکستان په افغانستان کې مغلقه لوبه پيل کړې او فکر نه کوم چې طالبان دې د دې جوګه وي، چې د پاکستان له لومو څخه ځانونه خلاص کړي شي او یا د پاکستان د مغلقو لوبو په وړاندې ودریږي، ځکه طالبان د تېر ځل په پرتله د ډېرو نورو سیمه ییزو، نړۍوالو او داخلي چلینجونو سره مخامخ دي.

یوازینۍ لار ملت ته رجوع کول دي؛ تر څو یو مشروع او قانونمند حکومت د ولس په خوښه رامنځته شي. غیر مشروع او غیرقانونمند حکومت هیڅکله نه شي کولی، چې د دغه پيچلو لوبو مخه ونیسي بلکې د سیمې او نړۍ نفوذ به ورځ تر بلې په افغانانو کې اضافه کیږي، ډلې او ډلګې به جوړیږي او د دې ټولو اختلافونو قرباني به افغانان وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.