پښتو کې هندی سبک له زنکدنه بېرته راګرځوونکی پسرلی

2,186
ادبیات که په ژبو، قومونو او جغرافې و نه وېشو، ښايي تر ټولو لوی علم وي؛ چې ګڼ فورمونه، ښکلي ژانرونه، زرګونه سبکونه او بې شماره ځلیدلي نومونه لري.
که پښتو د نورې نړۍ په څير سیال ویوونکي لرلی، نن به یې محمد صدیق پسرلی تر خپلې لمنې منحصر نه و او د ډېرو نورو ژبو ادیبانو به هم پرې ویاړ کاوه. لکه څنګه چې په چکي کافکا باندې ټول اروپايان، فلسطیني محمود دروېش باندې ایرانیان، په عربي جبران خلیل ګڼ انګریزان، په اردو ژبي میرزا غالب دری ژبي، په فارسي ژبي بېدل ټول هند او افغان مولانا رومي باندې ترکان ویاړي.
تېره ورځ مې له صوفي شاعر (عبدالهادي عطايي ملا) سره په علومو او زده کړو بحث راغی. په موسکا یې راته وویل: سمسوره ګله! زړګو! جانانه!
دنیا کې دوه شیان دي، یو علوم او بل انفارمېشن یعنې معلومات. له لویې هستې (الله تعالی)، د هغه له پیدا کړیو څو سترو تخلیقاتو او ګردو کایناتو پرته نور واړه شیان همدا معلومات دي او علم ورته نشو ویلی.
بېا یې د یو قراني آیت او حدیث شریف تر امر لاندې راته وویل چې: انسان د الله تعالی لوړ شان او د هغه پيدا کړې نړۍ کې سوچ ته بلل شوی، خو د دوی علم ډیر کم دی.
وَيَسْـَٔلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّى وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا [سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 85]
ژباړه: دوى ستا څخه د روح په باب پوښتنه كوي، ورته ووايه: “روح زما د رب په حكم راځي، خو تاسي له علم څخه لږه برخه موندلې ده.”
بابک ویل: که انسان یو مشین وبولو؛ نو لمونځ، روژه، ښېګڼه او هره نیکي یې د وړاندې تګ وسایل دي؛ لکه څنګه چې یو موټر د وړاندې تلو له پاره تېل او د مرمت له پاره موبلاین غواړي؛ همداسې انسان هم الله تعالی ته د ور رسېدو له پاره د ښه لمونځ، روژې او احکامو پابندۍ ته اړ دی. خو اصلاً د انسان او خدای اړیکه هغه پناه او دروني اړیکه ده، چې څوک یې ویني نه؛ بالکل لکه: انساني روح، چې موږ یې په سترګو نه وینو، خو د شتون دلایل یې د همدې انسان حرکات ګڼو. همدا پټه روحاني اړیکه الله تعالی ته تر ټولو منلې ده؛ ځکه په دې څوک خبر دي چې یو ښه حاجي او لمونځ ګزاره انسان په داخل کې پټ غل، زاني او سودخور وي.
ملا صیب ته مې وریاده کړه، چې داسې ده؛ نو بېا خو ادبیات معلومات نه دي او د علومو په ډله کې دی.
لنډ یې وویل: هو!
په ادبي بحث کې موضوع، عرفان، تصوف او زهد ته لاړه او بېا په سبکونو را وګرځېدو، هندی سبک مو سره وشاربه او د ډاکټر احسان الله درمل د یوې لیکنې په ځواب کې مې د ده لیکنه ور یاده کړه. ورو یې وویل: شاعري د هر چا د وس کار نه دی. یو ځل به خوشحال پیدا کیږي، یو ځل به غني ملنګ راځي او یو وارې به خدای پسرلی پیدا کوي.
ما وویل: هو؛ پسرلی یو ځل وي، چې د ټول خزان او سوړ ژمي خمیازه په تنها ځان کوي.
ادبیات له لویه سره د شاهي دربار ګاڼه وه. که د نیمې نړۍ نیونکي سکندر مقدوني له خپل عالم استاذ (ارسطو) مشورې اخیستې؛ نو د مکې مشرکانو هم خپلې جګړې په شاعرانو ګرمولې. که لرغون بودا او سپینتمان زردشت په اروايي، فلسفي او ادبي خبرو د خلکو زړونه خپل کړي وو؛ نو د سوریانو، لودیانو، هوتکو او ابدالیانو دربارونه هم کله له ادبپالو خالي نشول. ان تر دې چې د مغولو وروستي جنګیالي پاچاهان هم په شاعري مین وو؛ ځکه خو په ایران کې پیدا شوی ادبي سبک په هند کې تر هغه ځایه ډېر وپالل شو او د بېدل غوندې ستر شاعر یې نړۍ ته ورکړ.
هوکې یارانو! هندي سبک یادوم. چې فارسي ژبه کې یې سرخېل بېدل، اردو کې غالب او پښتو کې شیدا بللی شو؛ خو له ستر شیدا او نازکخیال حمید وروسته دغه سبک یو څه ورک شو؛ تر دې چې خبره حنان بارکزي ته را ورسېده، هغه په هندي سبک کې ښه ډېره شاعري وکړه؛ خو حیف دا چې زیات شعرونه یې د فارسي ژبو شاعرانو منظمومه ژباړه ده او د دې ادعا د ثبوت له پاره پکار ده چې د هندي سبک څو نور مخکښ شاعران ولولئ؛ دا لیکنه ورته ځانګړې نه ده.
له بارکزي وروسته هندی سبک او شاعري له درباره وغورځېده، تر دې چې افغانستان کې څو انقلابونه راغلل او شاعري له غربي، عربي او اردو ادب نه څو نوي رنګونه واخیستل. اوس نو روانه شاعري د پښتو شعر لویه برخه جوړوله او هندی سبک چندانې چا نه یادوو. خو په دې منځ کې د کندوز په زرخېزه ځمکه یو داسې ځوان راپيدا شو، چې خزان وهلی هندی سبک یې بېرته د پسرلي وږمو ته ورکړ.
ستر پسرلی یادوم. هغه پسرلي چې نن یې موږ په ادبي کور (افغان ادبي بهیر) کې ناست یو.
غزلستوری استاذ محمد صدیق پسرلی په لومړیو کې د هندي سبک ستر دری ژبي شاعران ولوستل، لامل یې دا و چې کندوز کې تر ډېره دری ژبه وه. تر همدې اثر لاندې یې په دری ژبه شاعري پيل کړه؛ خو وروسته یې خپلې پلرنۍ او مورنۍ ژبې (پښتو) ته مخه کړه او داسې شاهکار شاعري یې وکړه چې دا دی د هغه له ۹ تلین وروسته یې هم د ادب مینه وال په شوق ګوري. لیکنې، تاثرونه او شرحې پرې لیکي.
پسرلی صیب چا چې له تللو وړاندې یوه لویه ادبي کورنۍ پښتنو ته په میراث پرېښوده، نه یوازې دا چې ټول اولادونه یې د پښتو ژبي مخکښ لیکوالان شول، ډېر نور داسې ګلالي زلمیان یې هم په خپلو ځانګړو تجربو ورزل چې نن ورځ پرې پښتو ژبه ویاړي. اسدالله غضنفر، پير کاروان، شاه سعود، اجمل اند، نورالحبیب نثار، مصطفی سالک، مولانا بسمل، راشدخټک، علم ګل سحر، محب زخم، ډاکټر درمل او ګڼ نور ستر ادیبان هغه څوک دي، چې یو مهال به خپل پسرلي استاذ ته د پېښور تنګو کوڅو او د کابل واورین چاپېریال کې غوږ غوږ ول. دوی یې لکه خپل اولادونه داسې را لوی کړل. ښايي هماغه اثر او د بهیر خوږلنتیا به وه چې تر ننه پورې ګڼ ځوانان هڅه کوي؛ هندی سبک وپالي او نوې شاعري وکړي.
پسرلي صیب دې ته اړتېا پرېنښوده چې نور مو ځوانان د هندي سبک ځانګړتېاوو، تعریفونو او تشریحاتو پسې وګرځي؛ ځکه د هغه مستنده شاعري ټولو سوالونو ته ځواب ده. غزلستوری وایي:
چې ننه ازار یم او نه بازار یم
د ژوند په بڼ کې نه ګل نه خار یم
د بې هنرو په تاخ کې ایښی
له سرودونو لبریز ستار یم
زه په همدې پار د ځان په څير ټولو ځوانو لوستونکو ته وایم چې یو ځل حتماً د دې نوښتګر او منفرد انداز شاعر بیتونه له نظره تېر کړي او د سرودونو ستار ته ځان بې هنره او خجالته نه کړي.
دا شو شاعر پسرلی اوس. که پسرلی صیب د یو کېسه لیکوونکي په څير وګورو، نو له هغه ښه لیکوال نه وینو. که کوچی ملا یې وکتل شي؛ وینو چې یو ملا له دودیزو رواجونو راباسي، مین یې کړي او هغه خبرې پرې وکړي، چې ډير ملایان یې ناروا او حرامې بولي. که د پسرلي صیب په قلم کې زور نه وی، دغه ناول به ولې اوس هم د خلکو ترمنځ عام وای. بخملي صحرا، سره غالۍ او نورې نثري پنځونې یې هم همداسې درواخلئ! که شعر یې مضمون افریني لرله؛ نو نثر یې روانتیا، د کلیمو پراخه زخیره او ډېر نور خواږه لرل.
د پسرلي صیب نقد، په شعر پوهېدنه او نثر هم دومره زورور و، چې ښايي د نویو لوستونکو له پاره حیرانونکې او نوې خبرې ولري. که لږ هم ولوستل شي؛ نو دومره مو له ځان سره وړلی شي چې بېا راګرځېدنه به مو د لیکنې تر ختمېدو وړاندې سخته وي.
نو که د مرحوم له هغه سمسور بڼ چې د نوې شاعري، ښکلو ترکیبونو، عجیبو سمبولونو او ښاېسته تشبیهاتو، استعارو، کنایو او نوښتونو خزانه وه؛ هم تېر شو؛ پر موږ یې دا احسان بس دی چې دومره نومیالي شاعران او لیکوالان یې پښتنو ته ورکړل.
که د پسرلي صیب په هر اړخیزې شاعري او نثر څېړنیزې خبرې کوو؛ په شان کې به یې ګستاخي شي؛ دا کار به لویو استاذانو او څېړونکو ته پرېږدو؛ زه به یې په یوې څلوریزې خپله لیکنه له لویو ادیبانو د ګیلې په شکل راونغاړم، چې ولې دوی د پسرلي صیب یادغونډې ته رانغلل.
دا چې له چا نه د چا کسات وو
چې د مغان کور هسې میرات وو
وچه خوله پروت و، ساقي په خپله
جامونه تش او خمونه مات وو
ارواه یې ښاده
په ګور یې نور
یادونه: دا تأثر ډوله لیکنه مې تېر کال نشر کړې وه، نن چې د پسرلي صیب لسم تلین دی، بیا نشر یې بې ګټې نه بولم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.