ما ته په ادبياتو کې تر ټولو سخت کار بې پرې نقد دی؛ ځکه چې اوس د ګوتو په شمار خلک سم ادبي نقد کوي، ځینې یې فقط ستاینې لیکي او بعضې د انتقاد په نامه خپله شخصي کینه پالي.
دا کیسه خو هغه مهال سخته شي، چې د یو اشنا کس د کتاب په ځانګړنو او بدګڼو کرښې لیکې، که ادبي جرأت کوې او د پنځونې نیمګړې خواوې یې ور په ګوته کوې، نو ویره وي، چې یار خفه نشي او که یوازې ستاینو ته زور ورکوې، نو خلک له لرې پوهیږي چې انډیوالي یې سره پاللې ده.
خواخوږی ادیب او ژورنالیست (محمد طارق بزګر) هغه څوک دی چې تل یې زه هڅولی یم، د وطن په تیارو حالاتو کې یې راڼه څراغونه راښودلي او د یو نیږدې ملګري په څېر یې زما د ټولې کورنۍ په اړه راته نیکې هیلې وړاندې کړې.
که له ده سره زما شخصي اړیکې څخه را ووځم، نو ښاغلی بزګر تکړه ژورنالیست او لیکوال دی، چې په تنها ځان له کلونو کلونو راهیسې د دعوت په نوم مجله او د دعوت میډیا په نوم ویبپاڼه چلوي.
د دې ترڅنګ خپله هم ښه لیکل کوي او ځينې وختونه یې د لنډو سیاسي تبصرو په خوا کې د بعضو ادبي لیکنو خبر هم راشي.
د کییف افغانه ښاپېرۍ هغه ناول دی، چې د انګلیسي او دری ژباړو ترڅنګ ښاغلي بزګر دوه ځله په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو کې پښتو ژبه باندې چاپ کړ.
لومړی ځل له هېواده بهر چاپ شو، چې دلته پیدا کول یې د (مرغۍ پۍ) شوې؛ خو سږ کال په وطن کې هم چاپ او نشر شو، چې دا دی زما تر لاسونو را ورسېده او ښه په نخرو مې ولوست. په نخرو ځکه چې د کور سرپرست یم؛ پوهنتون، کورس، وظیفه، غم، ښادي، یو درجن نور مصروفیتونه او په اخیره کې بې برقي هغه څه وو، چې څو ځله یې د کتاب په اړه نقد لیکلو کې پاتې راوستم.
نو وړاندې له دې چې تمهید ډېر اوږد کړم، د ناول په اړه به ځینې نقد ډوله کرښې در وړاندې کړم، چې زه یې د نقد پرځای خپل تاثر بولم؛ ځکه نقد خپل ځانګړی چوکاټ لري او د ادبي چوکاټونو محدودیت زما ساه بندوي.
که څه هم لیکوال ویلي چې دا ناول یې د یوې رښتینې کیسې پر اساس لیکلی، چې دا خبره یې ناول له نقده ازادوي؛ ځکه د حقیقي پېښې او کیسې په اړه څوک دا نشي ویلی چې ولې داسې وشول؟ خو مشهور ناول لیکوال (ګبریل ګارشیا مارکیز) به ویل چې ما هره کیسه د یوې رښتینې پېښې پر بنسټ لیکلې چې له همدې امله موږ ته په دا ډول ناولونو هم د نقد جواز راکوي، ځکه خو به یې زه هم د پښتۍ له انځور او د ناول نوم څخه را پيل کړم:
سره له دې چې (د کییف افغان ښاپېرۍ) ناول د یوې بدبختې ښځې کیسه ده او موږ ته د خپلې ټولنې سپېره اړخونه راښيي، بیا هم د پښتۍ انځور کې له ګڼو ژورو او تازه رنګونو کار اخیستل شوی.
د پښتۍ ډېره برخه رنګ ابي، زرغون او سور دی، چې له یوه اړخه پرې نیوکه کېدلی شي، ځکه ابي رنګ تر ډېره د ژوند، ارام او زرغون د سمسورتیا رنګ دی. ښه به وای که د ابي رنګ ترڅنګ تور او خړ رنګونه کارول شوي وای؛ خو که لیکوال دا په نظر کې نیولي وي، چې ځان پلورونکې نجلۍ تل خندانه وي او حسن یې ټوله نړۍ ویني، یعنې ظاهراً یې ژوند رنګین وي، بیا سم دی. دا بېله خبره ده چې د هغې اوښلنې سترګې د یو وحشي ماحول ترجماني کوي.
د پښتۍ انځور کې د یوې نجلۍ نیم مخ وینو، چې پخه سرخي یې وهلې او په ابي ډوله سترګو کې یې اوښکې ځلیږي. همدې دوو ځانګړنو ما ته د مشهور اردو ژبي لیکوال (سعادت حسن منټو) د طوایفو په اړه لنډې کیسې را یادې کړې چې له مجبورې ورځې به یې څنګه سپېرې شونډې د پردیو هوسونو سړولو لپاره په سرخي رنګینې کړې؛ مګر چې کله به شپه شوه او دې به د ورځې په ستومانۍ سوچ وکړ، نو سترګو کې به یې ډنډ اوښکې وځلېدې.
ترڅنګ یې د خپلې مور یوه شین سترګې خپلوانه را یاده شوه، چې ټول کلي کې ورسره چا خپلوي نه کوله، ځکه چې هغه خواره د سره انقلاب پر مهال کابل کې پیدا شوې وه او کورنۍ یې هجرت نه و کړی. ټولو نجسو خلکو به ورپسې خولې خلاصې کړې وې او د شورويانو لور به یې ورته ویل.
که د پښتۍ انځور کې د ابي سترګو پرځای زرغون رنګ کارول شوی وای، نو فکر کوم چې لا زیات ښه به راتللی.
دوهم بحث د ناول پر نوم کوو. زه تل د داسې نومونو خلاف یم چې د ناول پوره یا نیمه منځپانګه ترې معلومه شي. هر وخت مې مثبت ابهام ایجادونکي نومونه خوښ دي.
د (کییف افغانه ښاپېرۍ) داسې نوم دی چې یو عادي لوستونکي ته وار له واره پوښتنې زېږوي. مثلاً: کییف لا څه بلا ده؟ که ځای دی نه کوم ځای دی؟ که شی دی نو څه شی دی؟ ښه بیا ښاپېرۍ څوک ده؟ نوم دی که صفت یې کړی!
حتی ځيرک لوستونکی هم حیرانولی شي چې ښه نو په کییف کې افغانه نجلۍ څه کوي؟ څه ورسره شوي او څنګه کیسه به لري؟
په دې معامله کې د ارواښاد نصیر احمد احمدي نوم د یادولو وړ دی، چې ناولونو ته یې تل ښه او پارونکي نومونه ټاکلي وو.
په دوهم قدم کې د ناول پر متن، نثر او د لیکلو ژبې غږیږو:
پښتو ادب ته د نړیوالو ژباړو راتلو یو تاوان دا وکړ چې زموږ له لیکوالانو یې خپله سوچه ژبه واخیسته او اوس هغوی د نړیوالو ادیبانو پېښې کوي، چې دغه پېښې ورته ډیرې ګرانې تمامې شوې، ځکه نه یې د هغوی ادیبانه روح خپل کړ او نه یې خپلې کرښې خپلې پاتې شوې.
تېره ورځ مې یو ناول لوسته، بیخي داسې مې احساسوله لکه په ګوګل ټرانسلېټ ژباړل شوې ټکي په ټکي ژباړه چې لولم.
خو دا ناول بالکل داسې نه دی، د پښتو ځينې داسې عام، کره او سیمه ییز الفاظ پکې کارول شوي، چې ما ډېر وخت وروسته ولوستل او له هر ځل ویلو سره مې یو ډول خوند ترې اخیسته. ترڅنګ یې بعضې ښه ترکیبي لغتونه هم سره یوځای شوي، چې د ناول ژبې ته یې ښکلا وربښلې.
د ناول متن راټول، په برابرو پراګرافونو وېشل شوی او تر ډېره د محاورې په بڼه دی. جملې پکې لنډې او برابرې را اخیستل شوې، چې داسې ترې محسوسیږي، لکه لیکوال چې بېړه کې وي؛ خو دا خبره ګوندې دا معنا نلري چې یادې جملې بې ګټې او پرې پرې دي! بالکل داسې نه ده او هره جمله په ځان کې پوره دنیا لري.
نثر یې له ښایسته لغتونو او جملو مالامال دی؛ خو ښېګڼه یې دا ده چې تکراري جملې نه لري، یوازې څو ځایه د ځينو ضمیرونو او ربطي تورو تکرار ستړی کوونکی دی، چې له هغې ډلې په یوه جمله کې درې درې ځله زه، او، په ډیرو نورو مخونو کې د هغه، هغو، همدغه او… تکرار یادولی شو.
د لیکلو ژبه یې له ناوله زیات یو راپور تاژ او راپور لیکنې ته ورته دی، چې د دې اغېز لامل هم ممکن د لیکوال ژورنالیست اړخ وي. بله دا چې ناول هم تر ډېره د سوال او ځواب شکل کې دی، نو حتماً به یو څه راپورتاژ ډوله بوی ترې راځي.
په ټوله کې د ناول املا ښه ده، خو ځینې ځایونه د ټایپینګ واضحې ستونزې لیدل کیږي او بعضې ځایونه پنځه ګونې یاګانې سمې نه دي کارول شوې. همداراز څو داسې کرښې هم شته چې د فاعل لپاره پکې د یو (و) پر ځای (وو) کارول شوي، چې درست نه راځي.
د ناول په هر اړین ځای کې د پښتو ژبې اکثره لیکنښې په خورا مهارت سره استعمال شوې دي، خو زه تر اوسه نه پوهېږم چې د محاورو پر مهال ولې د ډش (ــ) پر ځای د جمع علامه (+) کارول شوې؟
همدا راز د ناول له پيله تر پای د صفحې په پای کې ځينې وضاحتونه را ته اضافه او لوستونکی له اصلي موخې (ناول لوستنې) څخه غافله کوونکي راته وبرېښېدل. که دا یو معلوماتي، جغرافیوي او یا تاریخي ناول وای، بیا یې باک نه کاوه.
د ناول سوژه خورا نوې او سوچه ده، داسې نه ښکاري لکه بل ځای نه چې اخیستل شوې وي. یو نیږدې ملګري مې په ناول پیل کړی و، چې نیمايي مې ولوسته، نو مالې عزیزه! خفه نشې خو دا ناول دې د (پاڼه ورژېده) ناول کاپي ده!
(د کییف افغانه ښاپېرۍ) یوه داسې کیسه ده چې پښتو ادب کې کله نه ده تکرار شوې او د همدې نوښت اعزاز یې بس دی!
د ناول پلاټ لنډ، محدود، له څو کرکټرونو، جغرافیو او محاورو جوړ دی. د افغانستان د څو ولایتونو لنډه یادونه پکې شوې او د کییف یو کافي شاپ پکې انځوریز شوی.
لیکوال خپل ټول هنري زور او د منظر کشۍ طاقت د مرکزي کرکټرونو په لومړۍ لیدنه کې ازمایلی او بیا یې دا اړتیا نه ده لیدلې چې په دې لنډ ناول کې کومه اوږده منظر کشي وکړي.
ناول که څه هم د خبرو اترو په بڼه دی او ډېر دار و مدار یې په دوو کرکټرونو دی، مګر دوه داسې صحنې هم پکې شته چې مرکزي کرکټر د دریمګړي رول لوبوي او خپل نظر راته وړاندې کوي، چې ښه بېلګه یې د (د داخلي جګړو یادونه ده) پکار خو دا وه چې دغه کرښې هم د یو کرکټر له خولې هوبهو لیکل شوې وای. ځکه دې ناول کې د دریمګړي بیان ته اړتیا نشته.
ناول له ځينو لنډو غوټو جوړ دی، دا چې: نجلۍ ولې فاحشه شوې، اولاد یې له کومه شو، واده یې کله وکړ، کییف ته څنګه راغله، کورنۍ یې چیرې او اصل نوم یې څه شی دی؟! دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې لوستونکی پسې اخلي او دې ته یې نه پریږدي چې ناول بند کړي.
د ناول په لنډو کرښو او خبرو کې لوستونکي ته لېوالتیا پيدا کیږي او دا یوه پوښتنه یې چې (ښاغلیه ته خو به افغان او مسلمان نه یې؟) تر اخیره ځان سره وړي.
په ناول کې ځای ځای د بدو رواجونو، ټولنیزو ستونزو او لویې ناخوالې (جګړې) په اړه لنډ لنډ پېغامونه هم تر سترګو کیږي او د همدغو صحنو یادونه سړي ته خپله ماضي وریادوي. وریادوي چې ګلورین افغانستان ولې په اور وسوځېده او څنګه یو لوی افغان نسل د تباهي تر خولې ورسېده؟!
د ناول په پيل، پای او اوج که خبره وشي، نو پیل یې د روایتي ناولونو په څېر له منظر کشي کیږي، خو د مرکزي کرکټرونو لومړۍ لیدنه یو څه ډېره ډرامايي ښکاري. په پیل کې د کرکټرونو د ځانګړنو بیانول، منځ کې محاورې او پای کې د وروستیو سوالونو ځوابېدل د یو بشپړ ناول خصوصیت دی، چې دې ازموینه کې ښاغلی بزګر بریالی وتلی دی.
یوه نقطه چې زما پام یې ځانته واړاوه دا ده چې ولې لیکوال د ناول په لومړي سر کې څو بیتونه مسلسله بڼه باندې راوړي؛ خو وروسته یې درک هم نشته؟!
دوهمه دا چې ټول کتاب ۱۲۷ مخونه لري، چې ۳۱ مخونه یې ۵ سریزو او وروستۍ صفحه بیا د کتاب ځانګړنو نیولې ده، یعنې ټوله کیسه په ۹۵ مخونو کې لیکل شوې. ما ته دا معقوله ښکاره نشوه چې د یو دومره وړوکي ناول لپاره چې اصلاً ناول نشو ورته ویلی او باید د ادبي تعریفونو له مخې یې ناولټ وبولو؛ ۵ سریزې ولیکل شي!!
د سریزو ډېره اړتیا ځوانو لیکوالانو او څېړنیزو اثرونو ته وي، چې باید له وروستۍ غوټې پرته یې نچوړ ولیکل شي، څو کتاب لوستونکو ته لا زیات جالب او له تلوسې ډک شي.
په دې کتاب باندې یوازې د اغلې درخانۍ سریزه هم بس وه او که هغه هم نه وای باک یې نه کاوه، یوازې د لیکلوال یوې سریزې چې د خپلو کرښو د لیکلو په اړتیا، ګټې او شالید غږېدلی وای، بسنه کوله.
د دې کار ګټه به دا وای چې د ناول حجم به له ۱۰۰ مخونو نه ډېرېده او بیه به یې نوره هم کمه شوې وای، چې اخیستل به یې هر چا ته نور هم اسانه وو.
زموږ د سریزو دود زما هیڅ نه خوښيږي، لامل یې هماغه د نقد په څېر له حده زیاتې ستاینې دي. ما د کتاب په دوهمه سریزه کې د ژبه ور ادیب (عبدالمالک بېکسیار) لیکل ولیدل، چې پیل یې داسې کړی و: «لاندې څو کرښې ما د خپل دوست، ملګري او ورور ټولمنلي ژورنالیست او لیکوال د دعوت رسنیز مرکز مشر ښاغلي محمد طارق بزګر پر لیکلي کتاب…»
اوس په دې متن کې د بزګر صیب ۸ ځانګړنې بیان شوې، چې له هغه نه د یو ناخبره او نا اشنا لوستونکي لپاره حتماً ستړې تمامیږي. زه بزګر صیب پېژنم، ښېګڼې او ما سره کړې/ کېدونکې خواخوږۍ یې هم را معلومې دي، خو په یوې سریزې کې دومره اوږدې ستاینې ته څه اړتیا؟ دا خو څه د فیسبوک تحلیل یا د خاطرو ټولګه نه ده!
بله خبره زموږ د ناولونو د حجم په اړه کېدلی شي، زه تر ننه حیران یم چې ولې مو ادبي فورمونه او ژانرونه ورځ تر بلې د لنډون خوا ته روان دي؟ که خبره دا وي، چې: خلکو سره وخت نشته او هر تن اوس له ۱۰ کرښو زیات څه نشي لوستلی، نو بیا څنګه ۱۰۰ قسطه بهرني سیریالونه ګورو؟!
زما په فکر که لیکوال قلم کې زور ولري، نو حتماً په یو لوی قالب کې هم کیسه په خورا هنریت سره وړاندې کولی شي، چې هیڅوک به ورسره خسته نشي او د لا غځېدا هیله به یې ولري.
د ښاغلي بزګر صیب کیسه ډېره نوې، له پیغامونو او هدفه ډکه ده؛ خو کاش لږ نوره هم اوږده وای، چې د ناولټ پر ځای مو ناول ورته ویلی شوای.
زه دی نه ګرموم چې ولې یې ناول ژر خلاص کړی، ممکن د ده کیسه تر همدې ځایه وه او په لوی لاس اوږدوالي یې بېخوندي رامنځته کړې وای، خو دا اوس زموږه یوه عمومي ستونزه جوړه شوې، رومان او داستان خو هیڅوک نه لیکي، سیریال او ډرامه هم ټولو څخه هېره ده، ناول مو د ناولټ تر کچې لنډ کړی او لنډې کیسې ته خو مو قسم کړی چې له یو مخ به یې وا نه ړوو! ډارېږم چې لنډ وخت کې دوه او درې کرښې کیسې را و نه وځي!!
خلاصه دا چې (د کییف افغانه ښاپېرۍ) له ښکلو الفاظو، هنري جملو، ډيرې تلوسې، د ماضي له ترخو، د رنګینیو شاته پټ سپېره بخت او د یو رسالت پرست ژورنالیست له اوښکو ډک ناول دی، چې لوستل یې هر افغان ته لازمي او ګټور بولم.
له ښاغلي بزګر څخه د همداسې غوره پنځونو تمه کیږي.
لاس په دعا یم چې رب دې ښاد او هوسا لري!
په پښتني مینه!
سمسور ودان
کابل/ کرايي کور (احمدشاه بابا مېنه)
کتاب د لاندې ادرس څخه تر لاسه کولی شئ:
سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې،
میرویس میدان (کوټه سنګي)، کابل-افغانستان.
0785200212
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.