کولیسټرول یا د وینی غوړ څه شی دی؟

ډاکټر عنایت الله همت

469

کولیسټرول Cholestrole

⭕ کولیسټرول Cholestrole یا د وینی غوړ څه شی دی ؟

🩺 تعریف : کولیسټرول د وینی د غوړو څخه عبارت دی چې د ینی ( liver ) په واسط تولیدېږی ، او د بدن د نورمالو وظایفو د پرمخ بیولو لپاره ضروری دی . کولیسټرول په وینه کی د پروټینو سره په ترکیبی ډول موجود وی چې د دواړو ترکیب د لیپوپروتینو Lipo protien په نوم یادېږی .

 د کولیسټرول وظیفی
1 : د بدن د حُجراتو د باندنی طبقی جوړښت .
2 :  حُجراتو ته د قابل جذب موادو مشخص کول چې کومو ته اجازه ورکړی او کومو ته یی ورنکړی چې حُجری ته داخل شی .
3 : د جنسی هورمونونو په تولید کی هم دخیل دی .
4 : همدا رنګه د ادرنال غدی د هومونو ( کورټیزول ، کورټیکوسټیرون ، الدوستیرون او نورو ) په تولید کی هم مهم رول لری .
5 : د صفرا په تولید کی هم مرسته کوی .
6 :  د لمر د وړانګو په واسطه د ویټامن ډی په اخیستلو کی هم مرسته کوی .
7 : د هغه ویټامنونو په جذب او میتابولیزم کی هم مرسته کوی کوم چهګې په غوړو کی د حل کیدو قابلیت لری لکه :
Vitamin A , D , E & K .
8 :  همدا رنګه د عصبی ریښو پوښل .

🩺 د کولیسټرول یا لیپوپروټینو ډولونه :

1 : ټیټ غلظت درلودونکی لیپوپروټین یا Low density lipoprotein ( LDL ) : دا ډول لیپوپروتین یا کولیسټرول د بدو يا مُضِره لیپوپروتینو په نامه هم یادېږی ، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسټرول د ینی (liver ) څخه حُجراتو ته اِنتقالوی چې په نتیجه کی په حُجراتو او د هغه په شاوخوا کی د هغوی ډېروالی د وینی د رګونو د تنګوالی او د هغه د دیوالونو د سختوالی سبب ګرځی چې په نتیجه کی لوړ فشار ، د رګونو شکیدل او داسی نورو مُشکلاتو سبب کیدای شی .

2 :  لوړ غلظت درلودونکی لیپوپروتین یا High density Lipoprotein ( HDL : دا ډول لیپوپروتین د ښه يا مفيده لیپوپروتینو په نوم هم یادېږی ، دا ډول لیپوپروتین ، کولیسترول د بدن د حجراتو څخه ینی ته انتقالوی او په ینه کی ټوټی کیږی او د بدن څخه خارجیږی چې په نتیجه کی د رنګو د تنګوالی څخه مخنیوی کیږی .

3 :  ترایګلایسرایډ Triglycerides : ترایګلایسرایډ یو کیمیاوی ترکیب دی په کوم کی چې په ډیر مقدار غوړ موجود دی . دا ترکیب د وینی په پلازما کی موجود وی ، نوموړی غوړ زموږ د غوړو غذایی موادو څخه کوم چې موږ یی په ورځنیو خوړ کی اخلو منشه اخلی او همدا رنګه په بدن کی د نورو غذایی مواد لکه قندی مواد او داسی نورو څخه هم جوړېږی کوم چې زموږ د بدن د مصرف څخه زیات شی . نوموړی مواد د بدن په شحمی حُجرو کی ذخیره کېږی .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.