د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۲مه‌ برخه

آصف بهاند

269

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۲مه برخه

 

د ای‌اس‌ای استازي گرځي

افغانان یوتربل په جنگ اخته کوینه

 پنجابه کور دې خدای دروران که

د مهاجرو ورانوې ودان کورونه

 پاکستان څو رنگ قلنگ اخلي

مهاجر لوټ کړي او تور هم پرې‌لگوینه

له پاکستان څخه د افغانانو د راشړلو په برخه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ظلم او ناروا میډیا د ټولې نړۍ ترخلکو پورې ورساوه او  له هېڅ‌چا نه دا ظلم پټ نه دی، خو ملا فضل‌الرحمن د یوه کرایي ملا په رول کې په سپین‌سترگۍ سره ویلي دي چې ښایي له افغانانو سره د ایستلو پرمهال یوه سلنه چلن به ناوړه وه. د تاند په یوه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:

تاند (یکشنبه، د جدې ۲۴ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمن چې افغانستان ته په یوه سفر راغلی و، له ملي تلویزون سره د مرکې پر مهال ادعا کړې چې له افغان کډوالو سره د دوی د ایستو پر مهال به د پاکستان یو فیصد چلند ناوړه وي.

نوموړي دا خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه، چې ورڅخه د ایستل کیدونکو افغان کډوالو د شتمنیو د ضبط او ناوړه چلند په اړه وه.

هغه ادعا وکړه، چې هېواد یې څلوېښت کاله د افغان کډوالو ښه مېلمه پالنه کړې او د دوی رخصتول هم باید له ښو خاطرو سره وي.

فضل الرحمن د دې ترڅنګ، له افغان کډوالو سره د پاکستاني ځواکونو د ناوړه چلند د راپورونو توجیه هم وکړه او ویې ویل، چې په دې برخه کې به د دوی ځواکونه او استخبارات ځینې راپورونه ولري.

دغه پاکستاني سیاستوال په افغانستان کې د طالبانو له واکمن رژیم څخه خوښي وښوده او له نړیوالو یې د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه، خو د پاکستان له لوري یې نه په رسمیت پېژندل د خپل هېواد د «مصالحو» په نظر کې نیول یاد کړل.

فضل الرحمن له طالب چارواکو څخه د ده د ښې مېلمنه پالنې مننه وکړه او ویې ویل، چې خورا درناوی یې ورته کړی.

هغه له نورو جزیاتو پرته ټینګار وکړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل هڅې یې پيل کړي او د ښو پایلو تمه لري.»

ملافضل‌الرحمن ته د کرایي‌توب دنده له پلاره ورپاتې ده او دی یې اوس په امانتدارۍ سره خپل زوی ته ورزده کوي او یو وخت به یې په بشپـړه توگه ورسپاري. دا لاندې د نیکه ـ پلار او زوی عکسونه دي، دا هغه درې نسلونه دي چې په خپلو فتواوو سره یې زموږ شپـږ نسلونه او ټول وطن راتباه کړی دی او که هوښیار نه شو، نور به مو هم د خپلو فتواوو په اور وسېځي:

     مفتي محمود             فضل‌الرحمن         د فضل‌الرحمن زوی

ښاغلي قاضي لودین د ملافضل‌الرحمن په باب په یوه مقاله کې داسې لیکي دي:

«مرحوم مفتی صاحب محمود و پسرش مولانا صاحب فضل الرحمن – وپسر مولانا صاحب فضل الرحمن اسعد محمود – چنان بر مرکب تکفیر به پیش تاخته اند که در یک کلام زنده و مردهٔ مردم مسلمان افغانستان را تکفیر کرده اند وعلیه امت واحد و مسلمان افغانستان فتواها ی جهاد را دادند و دو میلون شهید – دو میلو معلول و میلون ها مهاجر – و کشور ما را به مخروبه تبدیل کردند.

که متاسفانه به فتوا آخیر مولانا صاحب فضل الرحمن به اولیاء امور کشور ما مسدود شدن مکاتب دختران را نیز کار شرعی واسلامی تلقی کرده اند به اسناد وشواهد و گفتار های مولانا صاحب در چینل های یوتیوب مراجعه فرماید . این خانواده روحانی ومذهبی جز مجادله ومخاصمت چیزی دیگری از خود به امت مسلمان به جا نه گذاشته اند – ایشان کوچکترین آمادگی در جهت تعدیل وتنقیص آرا و نظریات خویشرا در مورد بربادی افغانستان ندارند بلکه همیشه میخواهند تا اولیاء امور کشور ما هم رهبران جهادی وهم رهبران طالبی از اینها پیروی نمایند . که پیروی هم نموده اند…»

اوس حقایق نه پتېـږي، خو زموږ په هېواد کې اوس هم داسې کسان پیدا کېـږي چې له ښکاره حقایقو سره، سره بیا هم د دروغجنو او دوښمنو مولاناگانو فتواوې مني او خپل خلک د بربادۍ کندې ته ورټېل‌وهي.

دا هم د کډوالۍ ستونزو پورې اړوند څولنډۍ:

 

تهرانه زور دې خدای اوبه کړه

چې افغانان شي لږ بې‌غم او درنه ځینه

 

د ای‌اس‌ای استازي گرځي

افغانان یوتربل په جنگ اخته کوینه

 

سر به بالښت باندې کېنږدم

اول به خپل وطن ځم، بیا خوب کومه

 

پرکومه‌لار وطن ته تېرشم

پرهرسرحد راته پولیس ودرېدنه

 

په زارۍ ځان خلاصوی نه‌شې

یا دې شکوي، یا درنه غواړي پاسپورتونه

 

پنجابه کور دې خدای دروران که

د مهاجرو ورانوې ودان کورونه

 

راځه وطن ته راروان شه

نور زغمی نه شې د پردیو دا ظلمونه

 

په تاویزونو چاره نه‌شي

جانانه کډې باروه چې کور ته ځونه

 

جُرمانه لوټ خو یې عادت دی

لوی ظلم دا دی چې کوډلې ورانوینه

 

ودې ځپلو پنجابیه

چې دا مې یاد وي، نور دې مُلک ته نه راځونه

 

د لوټ پوځونه دې را مرش کړل

نور توان نه لرو، موږ هم له مُلکه ځونه

 

نور ناروا زغملی نه شو

په توره شپه کې یو روان او درنه ځونه

 

جانانه خپل وطن ته راشه

که ته رانغلې گوره ځان زندۍ کومه

 

پاکستان نوی بازار جوړ کړ

چېرته چې بم چوي دوی افغان تورنوینه

 

پاکستان څو رنگ قلنگ اخلي

مهاجر لوټ کړي او تور هم پرې‌لگوینه

 

نور دې تورونه زغمی نه شم

بهتره دا ده چې وطن ته کډه شوونه

 

ظلم پرهرچا باندې شوی

خو پرافغان باندې راځي جوړه ظلمونه

 

پنجابه زړه دې پـړق وچوه

چې درکې وچوي هره ورځ سل‌زر بمونه

 

نه‌جوړېدونکیه سرطانه

وپاکستانه موږ دې هم لیوني کړونه

 

دوښمنه وسوځې ایرې شې

کومه غیبي سیلۍ دې ورک کا له مُلکونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.