د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/ ۴۵مه‌ برخه

آصف بهاند

233

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۵مه برخه

 

ځواب یې راکړ چې ځه‌وزه

نه د اسلام، نه د گاونډ لحاظ کوینه

 

بخت به مې هله بېدار بولم

چې له احتیاج د ایراني نه راخلاص شمه

 

مهاجر سرووینو کې رنگ شي

چې پنجابی یې په ډنډو باندې وهینه

 

خبرې ډېرې، سر یې یو دی

چې پاکستان به مو دوست نه شي په کلونه

 

زموږ له دوو گاونډیو هېوادونو (ایران ــ پاکستان) څخه د کډوالو د راشړلو، زورولو او ترفشار لاندې نیولو کیسه روانه ده او نوروه هم پېچلې شوې ده.

ستونزه دا ده چې پاکستاني سیاسیون او نظامیان د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانو ناندریو خبره د عامو خلکو د زورولو، سوداگریزو کاروانونو بندولو، له ناروغانو نه د ویزې او پاسپورت غوښتلو په وسیله، مقابل لوري یعنې طالبانو ته وایي او پوه کوي یې چې د دوی سناریو ومني.

پاکستان ته د فضل الرحمن له ستنېدو سره سم، د تورخم په دروازه کې هرڅه په ټپه ولاړ دي. د تاند یوه رپوټ کې دې موضوع ته داسې اشاره شوې ده:

«تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) د پاکستان او کابل رژیم له اړیکو ځینو با خبرو سرچینو ویلي، چې اسلام اباد ته د ملا فضل الرحمن سفر، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ښې پایلې نه لرلې.

د دغو سرچینو له قوله، پاکستان له دې امله اوس د کابل پر طالب رژیم د فشار زیاتولو په هڅه کې دی.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو څارونکی ژورنالېست او شنونکی سمیع یوسفزی په دې اړه وایي: «

د طالبانو د مشر شیخ هبت الله لخوا د فضل الرحمن په لاس د ټي ټي پي په اړه د طالبانو سخت ځواب نه وروسته نن څلورمه ورځ ده پاکستان افغانانو ته ویزو ورکول او تجارت په تپه درولې . پاکستان پدې فکر کوي چې د افغانستان سره تجارتي ، ديپلوماتیک او د خلکو تګ راتګ روابط د تی ټي پی نه د طالبانو د ملاتړ لامله په ټپه ودروي .»

بل لور ته، کابل کې باخبره سرچینو تاند ته ویلي چې د طالبانو رژیم له اسلام اباد څخه خپل سفیر سردار احمد شکېب د ځینو مشورو لپاره ور غوښتی او طالب مشران له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې اترې لري.

د طالبانو د رژیم رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی د رژیم او پاکستان ترمنځ بیا- بیا اړیکې ترینګلې شوې دي.

که څه هم، دغو اړیکو ته ځینې څارونکي د شک په سترګه ګوري، خو یو شمېر نور بیا باور لري چې د طالبانو په لیکو کې د پاکستان له پراخ نفوذ سره- سره اوس دواړه لوري په عمومي ډول ښې اړیکې نه لري او افغانان له دغه وضعیت څخه زیانمن شوي دي.

طالب چارواکي د پاکستان په ګډون ټولو سیمه ییزو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګار کوي، خو څارونکي باور لري چې دوی له دغه هېواد سره د مخکینیو مرموزو اړیکو، د ملي مشروعیت نه لرلو او ناکامې دیپلوماسۍ له امله د پاکستان او نورو هېوادونو پر وړاندې تش لاسي دي.»

په دغسې حالاتو کې د مجبورو خلکو ستونزې هېڅ‌څوک په پام کې نه‌نیسي، خلک څه وکړي، له چا څخه چا ته شکایت وکړي. په همدې ستونزو او کډوالۍ پورې اړوند د څو نویو لنډیو بېلگې دا دي:

د بل وطن په مَيرو ورکه

وطن ته راشه ځواني بېرته نه راځينه

 

د شین‌کافر گاونډ له لاسه

‏گټې خو لاړې، راروان دي تاوانونه

 

غمونه ډير پر تا اوږده شول
هېواده جوړ شې، چې خوشحال دې ووينمه

 

مهاجر ځي نه‌را‌ستنېـږي

ورسره شوي‌دي بې‌شمېره ډېر ظلمونه

 

ځواب یې راکړ چې ځه‌وزه

نه د اسلام، نه د گاونډ لحاظ کوینه

 

شونډې یې وچې رنگ یې تور دی

احوال راغلی نور دې دلته نه‌پرېـږدینه

 

بخت به مې هله بېدار بولم

چې له احتیاج د ایراني نه راخلاص شمه

 

مهاجر سرووینو کې رنگ شي

چې پنجابی یې په ډنډو باندې وهینه

 

د مهاجر خواره نصیبه

چې چا ته مخ کړې، هغه ټگ راوخېـږینه

 

خبرې ډېرې، سر یې یو دی

چې پاکستان به مو دوست نه شي په کلونه

 

عام خلک ښه دي، ښه دې اوسي

د پاکستان ټول‌واکداران ټگ شوي‌دینه

 

د پیر کمال به دې کمال شی

چې مهاجر له ملیشوو وژغورینه

 

مورجانې ستا وې دوعاگانې

چې له سرحد نه په خیریت راواوښتمه

 

بېگاه مې داسې خوب لیدلی

چې کډې بار دي، موږه ټول وطن ته ځونه

 

خدای به دې بیا لاس راته اوږد کړي

پــاکستـانــیــه درپـه‌یـاد کـړه احـتـیـاجـونـه

 

خدای به دې پړمخې غوزار کړي

تـا تـه د کلي مـاشـومـان ښـېـرې کـویـنـه

 

راځئ چې مرستې ته یې ورشو

ښه ورته ځیرشئ چې گډوال راغلي‌دینه

 

ملیشه نه دي ښاماران دي

چې یوځل راشي پرهرڅه حمله کوینه

 

خدای دې سفر راته په‌خیر کړي

چې په خیریت له ملیشوو نه خلاص شونه

 

پولیسان واړه دوزخیان دي

چې لوټوي د مهاجرو کاروانونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.