د یوناما مشره: له زده کړو د نجونو محرومیت به افغانستان منزوي کړي

199

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.

اغلې اتونبایوا د زده کړو نړۍوالې ورځې په مناسبت یو ویډیويي پیغام کې ویلي، له زده کړو به د افغان نجونو محرومیت نه یوازې په ټولو افغانانو اغیز پرېږدي بلکې افغانستان به په نړۍواله کچه او اسلامي نړۍ په کچه منزوي کړي.

روزا اتونبایوا ویلي چې له اقتصادي پلوه پرمختللي افغانستان او هوسا افغان ټولنې لپاره مساوي زده کړې اړینې دي.

هغې زیاته کړې چې د نجونو زده کړې یوازې د لویدیځو هېوادونو غوښتنه نه بلکې د اسلامي هېوادونو غوښتنه هم ده او پر اسلامي امارت یې غږی کړی چې زده کړې یوازې د اخلاقي الزام په توګه نه بلکې د سولې او هوساینې لپاره د حیاتي امر په توګه په رسمیت وپیژني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.