نوی تعلیمي نصاب (درېیمه او وروستۍ برخه)

بریال حبیبي

235
اوس چې د نصاب په اړه په ګڼو عمومیاتو، د استادانو په استخدام او د زده کوونکو په فعالیتونو وپوهېدو، د نصاب درېیمي او وروستۍ برخې ته رسېږو؛ په دې برخه کې د دولتي نصاب هغه ټولې نیمګړتیاوې او خرافات (د دوی په آند) ټکي په ټکي ښودل شوي، چې باید یا یې تدریس ونه شي، یا یې پر ځای بدیلونه وړاندې او یا هم له کتابونو نه محوه (لرې) کړلي شي؛
دوی کښلي:
((کومې نیمګړتیاوې او خرافات چې په موجوده د ۱۳۸۶ او ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ هـ.ش کالو چاپ شوي نصاب کې موجود دي په لاندې ډول دي:
[له اول صنف څخه تر دوولسم صنف پورې]
الف ـ پښتو صنف اول (پښتو زبان):
۱ـ د کتاب د وقایې د لومړي مخ تصویر چې استاذ او شاګردان په خارجي یونیفورم او لباس کې په درس لګیا دي باید لغوه او محوه شي تر څو په شاګردانو کې یو منفي ذهنیت پیدا نه کړي.
۲ـ ددغو صفحو (ح، ط، ی، ک، ل، م) تصویرونه هم د ملاحظې وړ دي باید محوه شي.
۳ـ صفحه (۵) د رباب تصویر او ورسره هغه جمله چې رباب ته تشویق په کې ذکر دی باید لغوه شي.
۴ـ صفحه (۷) د سپورت په حالت کې د شاګردانو تصویر په خارجي او غیر شرعي لباس کې لیدل کېږي باید محوه کړل شي.
۵ـ صفحه (۲۵) دغه جمله چې ښځې د زده کړې حق لري باید توضیح شي چې کومه زده کړه او په کوم ترتیب.
۶ـ صفحه (۲۹) د ډول کلمه او تصویر باید محوه شي.
۷ـ صفحه (۳۰) دغه جمله چې شپون د موسیقۍ کومه آله غږوي د موسیقۍ طرف ته د شاګردانو تشویق دی باید لغوه شي.
۸ـ صفحه (۳۵) په دغه مخ کې د ړانده تصویر دی خو په لنګوټه او شرعي لباس کې چې دا هم یو منفي ذهنیت پیدا کوي باید لغوه شي.
۹ـ صفحه (۴۵) دغه جمله آیا ستاسي شپېلۍ یا د موسقۍ… د موسیقۍ خواته تشویق دی باید لغوه شي.
۱۰ـ صفحه (۵۳) دغه جمله له (طبلې څخه پرته د موسیقۍ…) د موسیقۍ خواته تشویق دی باید لغوه شي.
۱۱ـ صفحه (۶۹) په دغه مخ کې هم یو سړی د ږیرې او لنګوټې والا په (لو) کولو اخته دی چې دا هم یو غلط ذهنیت شاګرد ته ورکوي.
۱۲ـ صفحه (۷۵) ددې مخ ټول مضمون او تصویر غیر شرعي دی باید لغوه شي.
۱۳ـ صفحه (۱۲۳) په دغه مخ کې یو تصویر دی چرس وهي خو په ږیره او لنګوټه کې دا هم یو منفي تصویر دی باید محوه شي.
۱۴ـ صفحه (۱۳۱) ددې مخ تصویر هم په خارجي لباس کې دی باید لغوه شي.
۱۵ـ صفحه (۱۳۷) د نجلۍ تصویر باید محوه شي.
۱۶ـ د کتاب د هرې صفحې د لوړې برخې په کنجونو کې د نجونو تصویرونه باید محوه شي.
ب ـ پښتو صنف دوهم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۸) علم پر هر نارینه او ښځه فرض دی؛ دغه جمله باید د شریعت له پلوه تشریح شي چې کوم علم او په کوم ترتیب.
۲ـ صفحه (۱۰) عنوان دی (ځای ټولول) په دې مضمون کې د کور او ځای ټولولو آداب ذکر شوي دي له دې مضمون ویلو سره دې د اودس او لمانځه او د خوب نه د راپورته کېدو د وخت دعاګانو ته شاګردان تشویق کړل شي، چې شاګردان د خپلو دیني آدابو سره آشنا شي.
۳ـ صفحه (۱۸) عین ملاحظه چې پورته ذکر شوه دلته هم شته.
۴ـ صفحه (۲۰) د زنانه معلمې تصویر باید ختم شي.
۵ـ صفحه (۶۵) دغه جمله (زه د تلویزیون ټولې خپرونې اورم.) استاذ باید تشریح ورکړي چې شاګردان باید د غیر مفیدو او ناروا پروګرامونو څخه ځان وساتي.
ج ـ پښتو صنف دریم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۹) د یو زنانه تصویر چې د استاذ په حیث درس ورکوي باید لغوه شي.
۲ـ صفحه (۴۸) د جرګې نوم چې دوی ورڅخه غلطه استفاده کوي باید د شرعي اصولو په رڼا کې تشریح کړل شي.
۳ـ صفحه (۱۳۸) دغه جمله (انځر ګل ښه هنرمند دی.) باید تبدیل شي ځکه هنرمند په اوسنۍ اصطلاح کې (ډم) ته ویل کېږي.
۴ـ صفحه (۱۴۳) دغه جمله (نجونې او هلکان په ښوونځي کې…) باید اصلاح شي یعني نابالغه نجونې.
د ـ پښتو صنف پنځم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۵۵) د تلویزیون طرف ته شاګردان تشویق شوي دي باید د استاذ له خوا د غلطو، فاحشو او بې فائدې پروګرامونو څخه شاګردان منع شي.
۲ـ صفحه (۲۹/ ۹) سطر د بشردوستۍ په مضمون کې د (مینې) لفظ راغلی دی یعني موږ د ټول بشر سره مینه لرو باید په دې اړه د استاذانو له خوا د مسلمانانو او کفارو سره د روابطو تشریح وشي تر څو غلط ذهنیت ورته پیدا نه شي.
هـ ـ پښتو صنف اووم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۵) د سولې ترانه د استاذ له خوا سوله د شریعت له پلوه تشریح شي او هم د جنګ او (جهاد) فرق ورته تشریح شي.
۲ـ صفحه (۹۳) بشري حقونه مضمون باید د شریعت په رڼا کې توضیح شي.
۳ـ صفحه (۹۴/۹۵) یوه جلا ورقه ده چې د ښځو حقوقو ته اشاره شوې ده دغه موضوع هم باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تشریح شي.
و ـ پښتو صنف لسم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۲۱/۲۲) د ښځو د بیان د آزداۍ په اړه یې د حضرت ام سلمه رضی الله عنها حدیث راوړی دغه موضوع هم باید د شرعي اصولو په بناء تشریح شي حدود او شرائط یې بیان شي.
ز ـ پښتو صنف یوولسم (پښتو زبان):
۱ـ (۲۳) صفحه د سولې ترانه ده عیني ملاحظه چې د صنف اووم پښتو صفحه ۵ کې لیکل شوې ده دلته هم مراعات شي.
ح ـ پښتو صنف دوولسم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۷۰) د موسیقۍ مضمون دی باید لغوه شي
۲ـ صفحه (۹۹) د انسان دوستۍ موضوع باید د اسلامي شریعت له مخې تشریح شي.
ط ـ دیني ښوونه صنف دوهم:
په دغه کتاب کې د اهل السنة د فقهې سره جعفریه فقه هم تشریح شوې ده باید د اهل السنة په مناطقو کې هغه ترې لیرې شي ځکه ضرور نه ده.
ی ـ دیني زده کړه صنف اتم:
۱ـ صفحه (۱۱) د سود مسئله باید د استاذ له خوا د سود او قرض صورتونه شاګردانو ته تشریح شي د جواز او عدم جواز صورتونه دې تفکیک شي.
ک ـ دری مضمون صنف ۶ (پښتو زبان):
۱ـ د وقایې د لمړۍ صفحې تصویر باید محوه شي.
۲ـ صفحه (۷) د نوروز د ورځې د تجلیل په اړه چې کوم معمول دي باید د استاذ له خوا د تجلیل د ورځو تعین او تشریح د شریعت په رڼا کې وشي.
۳ـ صفحه (۹) د دانشمندانو د ذکر په وخت کې دې استاذ د مشهورو دیني علماء کرامو ذکر هم وکړي.
۴ـ صفحه (۱۵) درس (۸) ددې ددې مخ تصویر باید محوه شي او د والدینو حقوق تشریح شي.
۵ـ صفحه (۱۷) دغه مضمون او جمله چې (زرغونه دوست دارد تا در کتابخانه مطالعه کنند) د هغې په عوض (خانه) ولیکل شي.
۶ـ صفحه (۲۱) مضمون (آداب غذا خوردن) استاذ باید د غذا د شروع او ختم مسنون دوعاوې شاګردانو ته یادې کړي.
۷ـ صفحه (۳۹) ددې مخ تصویر باید محوه شي.
۸ـ صفحه (۵۷) د غم او اندوه مضمون دی استاذ باید د فقر فضائل تشریح کړي تر څو د شاګردانو همت لوړ شي.
۹ـ صفحه (۶۹) ددې مخ تصویر باید ختم شي.
۱۰ـ صفحه (۷۷) موضوع ابدات تاریخی استاذ باید د بُت مذمت شاګردانو ته تشریح کړي.
ل ـ دری صنف اتم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۴۴) مضمون تساوی از لحاظ حیثیت و حقوق: په دې ځای کې یو حدیث شریف د یهودي د جنازې په اړه رانقل شوی چې نبي علیه الصلوة والسلام ورته ولاړ شو چې له دې څخه د ټول بشر د حقوقو په تساوي استدلال شوی ددې حدیث تشریح د فتح الباري ج ۳ صفحه ۲۰۷ کې ذکر ده د نبي علیه الصلوة و السلام د درېدلو وجوهات تشریح شوي دي باید هغه بیان شي.
۲ـ له پورتني مضمون څخه وروسته د ملګرو ملتونو او د افغانستان د حقوق بشر اعلامیې ذکر شوې دي هغه باید لغوه شي.
م ـ دری صنف نهم (پښتو زبان):
۱ـ صفحه (۳۴) مضمون صلح و تفاهم: په دې مضمون کې د وطن دوستۍ څخه تعبیر په صلح شوی دی دغه مضمون باید اصلاح شي.
۲ـ صفحه (۳۵) مضمون آزادی بیان: په استدلال کې د حضرت زینب رضی الله عنها حدیث رانقل شوی دی ددې باید صحیح تشریح وشي.
۳ـ صفحه (۳۶) په دې مضمون کې د کفري اساسي قانون څو مادې ذکر شوې دي باید د شریعت په رڼا کې تشریح شي.
۴ـ صفحه (۳۶) مضمون زن و عصر حاضر: په دې مضمون کې ښځې د بې حیایۍ طرف ته تشویق شوې دي باید لغوه شي.
۵ـ صفحه (۳۸) مضمون تروریزم تروریزم باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تشریح شي چې تروریست څوک دی؟
همداسې په (دری صنف یازدهم)،(دری صنف دوازدهم) ـ (پشتو زبان) او (تاریخ صنف اووم) مضامینو کې د (تساوی از لحاظ حیثیت)، (آزادی بیان) او (بُتان) موضوعات.
ن ـ تاریخ، صنف نهم:
۱ـ صفحه (۹۵) د امان الله خان د دورې ځنې غربي اصلاحات لکه د ښځو بې حجابي او خارج ته استول او همدارنګه د ظاهر شاه د دورې د ښځو د حقوقو مسئله چې د بشري حقوقو له پلوه لویه مسئله ده او د شریعت سره په ټکر کې ده او همدارنګه داسې ټول مسائل چې منفي اړخونه لري باید مثبت توجیه نه شي او د حقائقو په رڼا کې تشریح شي.
س ـ ساینس، روغتیا او د ژوند چاپېریال:
په ټولو هغو ساینسي علومو کې چې د طبیعت تشریح نه ده شوې هغه باید د یو مخلوق په حیث تشریح شي.
ع ـ د رسامۍ هنر:
په دغه ټولو مضامینو کې د تصویر مسئله ده چې باید غیرمشروع تصویرونه رسم نه کړل شي.
همداسې په (حدیث شریف صنف اووم)، (تعلیم و تربیه صنف اووم) او (اخلاق صنف اووم) مضامینو کې د (په وسلې اشاره کول منع دي.)، (ناحق قتل) او (د ولسونو ترمېنځ اړیکې، د باتور پوځ پر ځای باتور مجاهدین، د هېواد په خدمت کې قرباني پوځ پر ځای قرباني مجاهدین او په ټاکنو کې د رای ورکولو) موضوعات.
ف ـ ریاضي صنف اول (پښتو زبان):
په اکثرو صفحاتو کې د ذي روح تصویرونه دي چې باید لغوه شي.
په (دری صنف اول ـ دری زبان)، (دری صنف سوم ـ دری زبان)، (دری صنف چهارم ـ دری زبان)، دری صنف ششم ـ دری زبان) او (دری صنف هشتم ـ دری زبان) مضمونونو کې د (تجلیل نوروز)، (ابدات تاریخی، تلویزیون، تصویر زن و حقوق زن)، (موسیقی و رادیو و رسامی)، (تلویزیون، موسیقی و تصاویر) او د (حقوق بشر) موضوعات.
ص ـ پښتو صنف اتم:
۱ـ صفحه (۲۱-۲۴) د بشري حقوقو موضوع… .
۲ـ صفحه (۲۶) دلته یو مضمون دی (عادل قاضي) دغه مضمون د قضائیه لوړ منصب یو تمسخر او د قضاء د مقام سپکاوی دی باید لغوه شي.
۳ـ صفحه (۸۶) دلته د سید شمس الدین مجروح یو شعر دی چې له یو غربي اثر څخه رانقل شوی دی سره له دې چې محتوی یې هسې اوهام دي ځنې کلمات یې هم غیر اسلامي بڼه لري لکه (پر ما ګرانه یې له دینه له ایمانه) یا دا چې (طبیعت ورته په قار شو) باید له داسې اوهامو څخه ډډه وشي او یو منفي ذهنیت پیدا نه کړي.
ق ـ تاریخ:
صفحه (۶۶ تر صفحې ۶۸) د غفار خان بیان شوی ده د هند د آزادۍ په ارتباط له انګریزانو څخه او هغه علماء، مشائخ او مجاهدین چې د هند په آزادۍ کې یې زیات رول لوبولی ده او زیاتې قربانۍ یې ورکړې دي هغوی له پام غورځول شوي دي دا مضمون باید بالکل ونه ویل شي… .))

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.