د م.م پراختيايي اداره: د افغانستان اقتصادي بيا رغونې لپاره کار کوو

494

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر عبدالله ال الدرداري د خلیج د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې وویل، د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي. هغه وويل، یاده اداره د وړو کاروبارونو او په سیمه‌ييزه کچه د ښځو او نارينه وو له کاروباره په ملاتړ سره د افغانستان اقتصادي وضعيت د ودې په لټه کې دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي عبدالله الدرداري خلیجي هېوادونو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې له ستونزو او ننګونو سره سره دغه هېواد په ناهیلي حالت کې نه دی. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هغه څه دي چې د دوی د کاري اجنډا په سر کې ځای لري. نوموړي د غونډې برخه والو ته په خپل پيغام کې وويل، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره غواړي له دوى سره په ګډه کار وکړي او په خبره يې د يادو هېوادونو خصوصي مرستو ته اړتيا لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.