د «د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د نوښت» کنفرانس پای ته رسېدل؛ بحثونه او پایلې یې څه وې؟

131

په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري رابلل شوی پرونی یو ورځنی کنفرانس پای ته ورسېد، خو له دې غونډې څخه د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي له وینا پرته نور د پام وړ معلومات ترلاسه نه شول.

په پرونۍ غونډه کې د بهرنیوچارو د وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د شاوخوا یوولسو هېوادونو استازو یا سفیرانو ګډون کړی و.

د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ د نوښت په نوم په دې غونډه کې د ښاغلي متقي وینا ترډېره په سیمه کې د افغانستان په ګټه د تعامل پر اهمیت متمرکزه وه.

هغه د خپلې وینا په پیل کې د دې کنفرانس له جوړولو څخه د خپل حکومت پر هدفونو رڼا واچوله او ویې ویل:

” د سیمه ییزو ګډو ګټو پربنسټ د سیمې په کچه د تعامل او همکارۍ د لارو چارو ارزونه، په سیمه کې له بالفعلو او باالقوې ګواښونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان له حکومت سره د مثبت او رغنده تعامل رامنځ ته کول، د نرم او سخت اتصال لپاره هڅې چې د سیمې د ټولو خلکو لپاره د سیمه ایزې اقتصادي پراختیا باعث شي، پر سیمه، په تېره پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو د لمنې د ټولولو لپاره همغږي او د یوبل د بومي او دودیز پرمختګ او د حکومتولۍ د بڼو انتخاب ته درناوی کول.”

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي

د نړۍ د نورو هېوادو ترڅنګ د افغانستان ګاونډیانو په تېره ایران او روسیې بیا بیا له طالبانو غوښتي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

خو طالبان ټینګار کوي چې دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او نور هېوادونه دې په دې چاره کې لاسوهنه نه کوي.

د پرونۍ غونډې له جریانه ډېر جزییات رسنیو ته نه دي راوتلي خو د ایران ایرنا خبري آژانس د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي له قوله خبر ورکړی چې نوموړي ویلي، سیمه ایزه کتنه افغانستان په یوه اغېزمن نړیوال لوبغاړي بدلولای شي او وبه کولای شي چې د موثرو نړیوالو اړیکو په مدار کې ځای ونیسي.

مخکې ویل شوي و، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د ګاونډیانو او روسیې استازي برخه واخلي خو د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمدتکل پر خپله ایکس پاڼه د لیکنو په یوه لړۍ کې د هند او اندونیزیا د استازو د ګډون یادونه هم وکړه.

هغه د هند د استازي له قوله لیکلي چې هند د افغانستان په باب په نړیوالو او سیمه ایزو ابتکارونو کې فعال ګډون کوي او د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې نتیجه یې ‎په افغانستان کې ثبات او پرمختګ وي.

د سیمې هېوادونه او له هغې ډلې پاکستان او ایران په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او داعش ډلې د موجودیت په اړه اندېښمن دي
د سیمې هېوادونه او له هغې ډلې پاکستان او ایران په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او داعش ډلې د موجودیت په اړه اندېښمن دي

ضیا احمدتکل همداراز د اندونیزیا د استازي له قوله لیکلي چې اندونیزیا غواړي د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.

د طالبانو حکومت پر افغانستان له نژدې دوه نیم کلنې واکمنۍ وروسته هم د نجونو او ښځو د کار او تعلیم او د بشري حقونو د ستونزو له کبله د نړیوالو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت په نوښت کنفرانس داسې مهال پای ته رسېږي چې ټاکل شوې د راروانې فبروري میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه یوه بله غونډه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک ویلي په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځینو هېوادونو ځانګړي استازي او د افغان مېرمنو په ګډون د مدني ټولنو یوشمېر استازي ګډون وکړي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.