محمد اشرف غني: افغانستان د الماسو په خزانه پروت، خو وږئ

295
ولسمشر محمد اشرف غني په خپل نوبتي پودکاست کې د افغانستان پر اقتصاد غږېدلی او هغه یې د هغه چا له حالت سره تشبیه کړی چې «د الماسو په خزانه پروت و، خو وږی و».
ښاغلي غني په دې خپرونه کې چې د هغه پر ټولنیزو پاڼو خپره شوې، یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان بېوزلي نه ازلي وه او نه ابدي کېدلی شي، ځکه چې خدای «دومره امکانات راکړي چې په لسیزو نه، په پېړیو» ټولو ته بس کېدلی شي.
ډاکتر غني وویل: د افغانستان رسمي اقتصاد اوس له نړۍ نه جلا شوی دی، په داسې حال کې چې جرمي برخه یې د هغه په وینا، د امفیتامینو نشه یي مادې د صادراتو په ډېرېدو لا پراخه شوې ده.
هغه وویل، سره له دې چې ددغو تورو پیسو وروستی منزل سم روښانه نه دی چې چېرته ځي، خو د اقتصاد په چلېدو او د افغانیو په ثبات کې یې ونډه ردرلودلې ده.
ښاغلي غني رد نه کړه چې د اقتصاد د جرمي برخې ونډه په جمهوري حکومت کې هم پراخه وه او د پیسو کلنی دوران یې لسګونو میلیاردو ‌ډالرو ته رسېده، چې تر ډېره په کې زورواکي او د کورنیو چارو وزارت چارواکي ښکېل وو.
ښاغلي غني وویل: د کورنیو چارو وزارت یوه برخه هغه مهال له جرمي شبکو سره نښتې وه او د ګډ حکومت د ماهیت له امله یې تر پایه اصلاح کول ممکن نه شول. خو د جنګسالارانو له شوکمارۍ او د طالبانو له ورانکارۍ سره سره، بیا هم قانوني ملي عواید ۷۳ سلنه ډېر شول، کورنۍ خالصه ګټه په بیساري ډول پورته ولاړه او په بهرنیو بانکو کې د هېواد اسعاري زېرمه تر نهو میلیاردو ډالرو واوښته.
ښاغلي غني یادونه وکړه، چې اقتصادي وده په بنسټیزو پروژو راځي او یوازې د ګمرکي عوایدو ډېرېدل د اقتصادۍ ښېرازۍ نښه نه شي بلل کېدای. د هغه په وینا، د ګمرکي عوایدو ټولېدل اوس ښایي یو لاس شوي او ښه شوي وي، خو د تېرو جنګسالارانو غوندې چې دغه عواید یې خوړل او تښتول، اوس بیا ځینې زورواکي په راپورته کېدو دي چې چاته غاړه نه ږدي او له عوایدو نه خپله برخه غواړي.
ولسمشر غني وایي چې د ریښتیني ودې له پاره باید د دولت مشروع عواید ډېر شي او بېرته د ولس په لومړیتوبونو ولګېږي. په دې برخه کې د هېواد لویه تکیه په معدنو او نورو زېرمو، لکه اوبو راځي، په دې شرط چې د سپړنې او کارونې بڼه یې شفافه وي، ځکه چې دا د ټول ولس مال دی او په توره شپه کې د پردې ترشا معاملو کې یې پلورل قانونیت نه شي درلودلی.
ښاغلي غني د افغانستان په کاني سکتور کې د بهرنۍ پانګونې امکان ته په اشاره وویل، چې په دې برخه کې احتیاط په کار دی، ځکه ډېرئ شرکتونه، د تړونو د لاسلیک پر مهال ښه شرطونه وړاندې کوي، خو وروسته په مختلفو پلمو له عملي کار نه سرغړوي.
هغه په دې برخه کې د بېلګې په ډول چینایي شرکتونه یاد کړل چې تر پایه یې د عینکو مس او د شمال تېل په همدغو چلونو ونه سپړل او په پلمو یې ورځې واړولې.
ښاغلی غني وایي پانګوونکي ټول خپلو ګټو ته ګوري، خو د پانګې جذبوونکی «دولت او ملت باید دغه ظرفیت ولري چې پوه شي چې کوم یو یې ګټور دی، کوم یو یې د اعتبار وړ دی او کوم یو یې [تش] ددې له پاره دی چې دغه منابع راخپل کړي».
ولسمشر غني وایي چې نور هغه وخت تېر شوی چې ولسونه د یوه سړک یا یوه روغتون په جوړېدو حکومتونو ته دوعا کوي؛ ولس نور هغه پخوانی ولس نه دی؛ ولس د خدمتونو له پاره په بیړه کې دی او د هغوی د خدمت ښه لار داده چې پخپله هغوی ته مخامخ ونډه ورکړ شي بې له دې چې ترې ډار وشي، ځکه د افغان ولس جمعي عقل ډېر پیاوړی او سلیم دی.
ولسمشر محمد اشرف غني ددې پودکاست په پای کې چې د پوښتنو او ځوابو بڼه یې درلوده وویل: «دلته دا په کار ده چې موږ ټول یو بل ته لاس ورکړو او عامه شتمني خپله شتمني وګڼو، نه دا چې [ووایو] اوبه زما نه دي، نه دا چې خاوره زما نه ده، نه دا چې ځنګل زما نه دی، نه دا چې معادن زما نه دي، نه دا چې لمر زما نه ده؛ دا ټول زموږ د ټولو دي. یا دا چې ووايي: نیمروز زما دی، بدخشان زما نه دی؛ یا فاریاب زما دی، پکتیکا زما نه ده؛ هره برخه ددې خاورې زموږ [د ټولو] ده.»

ABN Pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.