خوشحال خټک د پوهانو له نظره

نسیم ځواک

256

په پښتنو کې ډېر شاعران تېر شوي دي، مګر کوم مقبوليت چې خوشحال خان پيدا کړى دى، بل يو شاعر دا مرتبه نه ده حاصله کړې او ددې وجه داده، چې دده شاعري فقط د ګل او بورا شاعري نه ده، بلکې دده شاعري د پښتون قوم يو ژوندى تاريخ دى، چې د هغه نه د پښتنو اصليت، شجاعت او قومي خصوصيات په ښه شان معلومېدى شي، مګر د بې علمۍ له وجې پښتنو دده هېڅ قدر کړى نه دى.خوشحال يو عجيبه انسان و، که اثارو ته يې يو ځلې سر ورښکاره کړو دا به معلومه شي چې خوشحال د وخت يو ستر نابغه و او يو جهاني شخصيت و.
مولانا پروفېسر عبدالمجيد افغاني:« د خوشحال بابا شعر او معنو په لحاظ دومره جامع دى، چې مونږ يې د جامع ادب يو کامل استاد او امام ګڼلى شو.خوشحال خان د عشقيه او بزميه شاعرۍ پوخ فليسوف دى.د حب الوطني په هکله دده شعرونه دومره خوږوالى لري، چې د افغانيت په خوږو کې اخښلي شوي ښکاري.د هغه اخلاقي او اجتماعي شعرونه هم د اوچتې درجې دي.په رزميه او حماسي شاعرۍ کې څوک دده په جواب نشته.»
پوهاند عبدالحى حبيبي:« خوشحال خان خټک د خپل عصر نابغه او عقبري شخصيت و، چې هم د جنګ او هم د سياست په ډګر کې غښتلى او هم د ادب او فصاحت.لکه څومره چې دده ژوند لوړې او ژورې لري او لکه څومره چې دده د زمانې له توندو څپو سره پنجه نرمه کړې، همداسې دده شعر او هنر هم له شور زور، ځوږ او ځوښه ډک دى.په ده چې څه تېر شوي هغه يې په پوره بلاغت قلمبند کړي او ده چې څه ويل غوښتل هغه يې په پوره صراحت بيان کړي دي، څومره چې يې ژوند کې يې سړې تودې زياتې وې، همدومره يې په ژوند کې تجربې هم زياتې وې.خصوصأ د يو مبتکر انسان مشاهده تر عادي انسانانو ډېره ژوره او د خيال ونه يې تر نورو ډېره لوړه او دنګه وي.»
پروفېسر محمد نواز طاٸر:« د مضامينو د تنوع وسعت او همه ګيرۍ په لحاظ د خان دېوان د فردوسي او د شاهنامې نه په هېڅ حساب کم نه دى.که يو اړخ ته د خان د پېژندګلۍ دپاره دده د دېوان مطالعه ضروري ده، نو بل اړخ ته د پښتنو فطرت او خصوصأ ډېره ژوره مشاهده وړاندې کړې ده.ورسره يې د مغلو فطري او خصوصياتو څېړنه هم کړې ده، نو ددنيا بلې ژبې په شاعرۍ کې به د خوشحال د شاعرۍ په شان خواږه واره مضامين په مشکله پيدا شي.په دې کې ادبي، اخلاقي، علمي، نفسياتي، فلسفانه، معاشرتي او مذهبي مضامين موندى شي.»
پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم:« خوشحال خان خټک د موجوده اثارو مطالعه را ښيي، چې دى د پښتو ژبې په ډېرو سترو او لويو شاعرانو کې شامل سړى دى، پښتو ادب دده د فرهنګي او ادبي هڅو مرهون دى.دده آثار نه يوازې د کميت په لحاظ د يادونې او مننې وړ دي، بلکې په کيفي لحاظ هم د آثارو کيفيت ډېر لوړ دى.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.