په پاکستان کې ټولټاکنې: مخکښ کانديدان څوک دي؟

161

په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ تر يوې کمرنګه ټاکنیزې مبارزې وروسته چې د حقوقي لانجو او د فعالانو د دې تورونو تر سيوري لاندې راغلې چې د ټاکنو شرائط مساوي نه دي، رایې اچول کيږي. خو د دې ټاکنو اصلي لوبغاړي څوک دي؟

داسې انګیرل کیږي چې د پاکستان په راروانو ټاکنو کې به د نواز شريف چې د «پنجاب د شير» لقب یې هم خپل کړی دی، د پاکستان مسلم ليګ – نواز ګوند د کافي څوکيو په ګټلو سره په دې وتوانيږي چې په يوازې سر او يا د يوه ائتلاف په رامنځته کولو سره حکومت جوړ کړي او په دې توګه نواز شريف په څلورم ځل د هېواد لومړی وزير شي.

نوموړي هیڅکله هم خپل د لومړي وزارت دوره بشپړه کړې نه ده او د واک د دورو ترمنځ او يا د اپوزيسيون د غړي په توګه یې د فساد د يو شمیر قضيو په ترڅ کې ډېره موده زندان او يا له هېواده دباندې په تبعيد کې تيره کړې ده.

۷۴ کلن نواز شريف، د هېواد له شتمنو کسانو څخه يو دی او له داسې يوې کورنۍ سره تړاو لري چې د فولادو تجارت له لارې شتمنه شوې ده او له لسیزو راهېسې په واک کې شريکه ده.

نواز شريف چې تل یې د ګوچي ليبل دسمال په غاړه کې وي، د خپلو مينه والو له خوا له دې کبله هم ستايل کيږي چې لاس رسی ورته آسان دی.

هغه ته د يوه مالي محافظه کار، د اقتصادي آزادۍ او آزاد بازار د اتل په سترګه کتل کیږي. نوموړي همدا راز له هند سره هم اړيکو ته ليوال دی.

په پاکستان کې د پوځ ځواک

د پاکستان پوځ چې د دغه هېواد تر ټولو قوي بنسټ بلل کیږي، د پاکستان د ۷۶ کلن تاريخ شا او خوا نیمايي موده یې پر دغه هېواد حکومت کړی دی او پراخه انګیرنه دا ده چې حتی د ملکي حکومتونو په دوره کې هم د هېواد بهرنۍ او دفاعي پاليسي کنترولوي.

پوځ د پاکستان د اتومي وسلو د زېرمو ساتونکی هم بلل کیږي. پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې تر هغه څو اونۍ وروسته چې هند د اتومي ځواک کيدو اعلان وکړ، د خپلې کاميابې اتومي آزموينې خبر ورکړ.

د ستراتيژيکي مطالعاتو د انستيتويت په حواله د پاکستان پوځ چې کابو ۱،۵ميليونه فعال خدمت کوونکي او د ذخیرې عسکر لري، د نړۍ لسم ستر پوځي ځواک دی.

سياسي ګوندونه او د هغوی مشران د جنرالانو په لاس کښته پورته کیږي، خو دا په داسې حال کې ده چې پوځ تل په ټاکنو کې د لاس درلودو تورونه ردوي.

پوځ د دغه هېواد ستر ملکيت لرونکی دی، مشر یې د پانګونې په برخه کې د آسانتياوو برابرولو د شورا مشر دی چې د مهمو اقتصادي پريکړو صلاحيت لري، او د خیر ښېګنو د سازمانونو د شورا، دولتي شرکتونو او يو شمیر نورو ادارو او شرکتونو په راس کې یې متقاعد افسران ناست دي.

د عمران خان محبوبيت

پخوانی لومړی وزير عمران خان، په ۲۰۲۲م کال کې د باور د رایو يوې پروسې په ترڅ کې له واکه ګوښه کړل شو. نوموړی اوس په ټاکنو کې له ګډونه منع کړل شوی دی او په بېلا بيلو قضيو کې د څو کلونو بند په سزا محکوم شوی دی. نوموړی همدا راز د څو لسیزو له پاره نااهل هم ګرځول شوی دی.

خو هغه اوس هم پر دې سربیره چې د پاکستان تحريک انصاف په نامه ګوند یې د پوځ له خوا ځپل شوی دی، ډېر نفوذ لري او ښايي د دې اونۍ په ټاکنو کې ښې پايلې ولري.

عمران خان، په ۲۰۱۸م کال کې د لومړي وزير په توګه د کار تر پيلولو وروسته په خلکو کې ډېر محبوب وو، خو د پوځ سره تر لانجې او اختلافاتو وروسته له دندې ګوښه کړل شو.

نوموړي هغه وخت د پوځ پر ضد يو خطرناک او بې مثاله کمپاين پېل کړ خو کله چې د نوموړي تر نیول کیدو وروسته یې پلویانو د پوځ پر يوه مرکز هجوم وروړ او هغه یې زيانمن کړ، نو د پوځ د صبر کاسه ډکه شوه.

شهباز شريف څومره چانس لري؟

د نواز شريف، کشر ورور شهباز شريف، په ۲۰۲۲م کال کې د خان تر ګوښه کيدو وروسته لومړی وزير شو.

شنونکو به تل ويل چې نوموړی يوه مهمه پريکړه هم هغه وخت په لندن کې د ميشت خپل مشر ورور [نواز شريف] له مشورې پرته نه کوي. خو ښايي دوی هم پر ځينو مسئلو چې پوځ هم پکې شامل دی، د نظر اختلافات ولري.

شهباز شريف چې ويل کيږي په اصطلاح «په کار کولو معتاد» دی، د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې چې ډېره کمرنګه بلل کیږي، د خپل ورور په غير حاضرۍ کې تل د مسلم ليګ – نواز ګوند د سترو غونډو د مشرۍ په حال کې ليدل کيږي.

شنونکي وايي چې نوموړي ته به د ورور له خوا په جوړ شوي حکومت کې يوه معتبره څوکۍ ورکړل شي، ښايي د يوه وزارت مشرتوب.

آيا بلاول بوټو زرداري به چانس ولري؟

د بوټو – زرداري کورنۍ يو وخت د پاکستان په سیاست کې مهم نقش درلود. نوموړی د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو، چې د اسلامی نړۍ اوله لومړۍ وزيره وه، زوی دی. بېنظير بوټو چې دوه وارې د لومړۍ وزیرې په توګه انتخاب شوې وه، په ۲۰۰۷م کال کې ووژل شوه.

د هغه نیکه ذوالفقار علي بوټو، چې هغه هم د پاکستان لومړی وزير وو، د يوې کودتا په پايله کې له واکه ګوښه او په ۱۹۷۹م کال کې اعدام شو.

د بلاول بوټو زرداري پلار هم د پاکستان د ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړې ده. خو زرداري هم د فساد د يو شمير تورونو سره مخامخ شوی دی او دېره موده زندان یې تېر کړی دی.

۳۵ کلن بلاول چې په ۲۰۲۲م کال کې د عمران خان، تر ګوښه کیدو وروسته یې په ائتلافي حکومت کې د بهرنیو چارو د وزير دنده هم ترسره کړې ده، د يوه دولتي کس په توګه لومړۍ ټاکنې تجربه کوي.

په داسې حال کې چې د هغه د پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي) به احتمالاً دومره ملاتړ ترلاسه نه کړای شي چې په يوازې سر حکومت جوړ کړي خو په سيند ایالت کې د ائتلافي حکومت په جوړولو کې به ډېر نفوذ ولري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.