واورینې لنډۍ

223

آسمان ورېځ ده، ځمکه واوره

پل دې معلوم دی یاره مه خوره قسمونه

باران که اوري و دې اوري

واوره دې نه اوري چې لارې بندوینه

پاس په ګوربت مې د یار کور دی

د پسرلي ډالۍ به واوره را لېږینه

پردېسیان ټوله را ایله شول

لالی را نغی واورې پرېوتې په غرونه

پسرلی راغی ونې شنې شوې

زما ناښاد زړګوټی واورې اوروینه

په اشارو باندې مې پوه کړه

واوره ورېږي غږ دې نه راځي مینه

په آسمانو کې واوره نشته

 زما نیمګړی زړګی واورې اوروینه

په جګو غرو د خدای نظر دی

په سر یې واورې، په لمن زېړي ګلونه

په غرونو سپینې واورې وشوې

جانان مې کډه باروي له ملکه ځینه

په کابل سپينې واورې و شوې

له ساړه رېږدي نازولي صورتونه

په کابل سپینې واورې اوري

 په ننګرهار قلبې دي ګډې ګل کرینه

په کابل سپینې واورې وشوې

یخه هوا یې پېښور باندې راځینه

په کور دې متر واوره وشه

په لږ ګرمۍ کې دې له غېږې جدا کړمه

په ګودر بیا واروه شروع شوه

نجلۍ منګی په اوږو ږدي پېکی څنډینه

په ګوربت سپينې واورې و شوې

زرکې، بلبلې ترېنه کډې باروینه

په لوړو غرونو خدای مین دی

په سر یې واورې اوروي بېخ یې ګلونه

په لویو غرو د خدای نظر دی

په سر یې واورې په لمن زېړي ګلونه

په مخ دې بیا سرخي پیدا شوه

لکه په واوره چې د وینو څاڅکي وینه

په واروو پټ افغانستانه

خدای دې پخپل رحمت آباد لره مینه

په وطن سپینې واورې وشوې

لالیه چېرې یې یخنۍ نیولې یمه

په هېواد سپینې واورې وشوې

که خدای کول، کال به آباد ورسره وینه

پېغله په تور ټکري کې زېب کا

کابل په سپینو واورو ښه ښکاري مینه

پېغله چې نوی پېغلتوب کړي

د کابل جان تر واورو سپین کړي مړوندونه

تر ګلابي کمیس دې جار شم

سپینه سینه دې د غره واورې شرموینه

تر ګلالي کمیس دې جار شم

دا سپین ټټر دې د غره واوره شرموینه

ته په وردګ خوشحاله اوسه

زه په کابل کې لکه واوره ویلې شومه

ته په وطن خوشحال اوسه

زه په پردېس کې لکه واوره ویلې شومه

جانانه چېرې یې را درومه

په تورو غرونو سپینې واورې شوې دینه

جانانه نن غرمې ته راشه

واوره ورېږي، کور ښورواوې پخوینه

چې په دیدن دې مړه نه شوم

په بېلتانه دې لکه واوره ویلې شومه[1]

خاطر دې دومره په ما ګران دی

چې سپینه واوره اورېده در ووتمه

خاونده جار یې له راشپېل شم

جانان لګیا دی سپینې واورې پاکوینه

خدای به دې بیا راته محتاج کړي

زه د ګوربت له واورو سپینه خوله لرمه

خدای دې په وارو کې حصار کړه

چې درته یاد شي د تودې غېږې خوبونه

خدای دې په واورو کې مزل کړه

چې د تودې غېږې مې وکړې ارمانونه

خدای دې په واوره کې ایسار کړه

چې عاشقي مې در معلومه شي مینه

خدای دې د واورو ژمی تېر کړي

زما د یار کلي ته لارې بندوینه

خدایه ته ډېرې واورې وکړه

 جانان روان دی چې یې لارې بندې شینه

د پاسه واوره په ما اوري

جانان راځي په سر یې ګل نیولي دينه

د تندي خال دې داسې زېب کا

لکه په سپینه واوره کاغه ناسته وینه

د سپینو غاښو دې برېښنا شوه

چا وېل ږلۍ ده، چا وېل واوره اوروینه

د سپینو واورو ارمانجنه

کابل ته راشه چې ارمان دې پوره شینه

د غره په سر مې د یار کور دی

د پسرلي ډالۍ به واروې را لېږینه

د غره په سر واورې ورېږي

زړه مې خفه دی چې مې یار وطن ته ځینه

د کابل واورې سترګې برېښ کړي

د وطن ښکلې نجلۍ زړه وبرېښوینه

د ګوربت غرونه سپین په واورو

بند سلطان ته ترې روان شول لوی خوړونه

د مسافرو لویه خدایه

واوره به اوري څوک به ځای نه ورکوینه

د مینې واروه اورېدلې

ځکه خو ډېرو پکې واخیستل عکسونه

د واورو منځ کې نه سړېږي

څوک چې لمبو د بېلتانه وهلی وینه

دا ستا غمو داسې اوبه کړم

لکه د اوړي لمر چې واوره اوبوینه

زما په زړه داسې ورېږې

لکه په لوی ګوربت د واورې امبارونه

زما ټوخی شه او ستا تبه

چې په یوه واوره جوړه ډاکتر ته ځونه

زما راستي به دې ایره کړي

چې سپینې واورې اورېدې در ووتمه

زما راستي دې لېونۍ کړه

چې یخې واورې اورېدې در ووتمه

زما زړګی د ګوربت غر دی

په نورو ګرد دی په ما واورې اوروینه

زما قسمت د سالنګ غر دی

په نورو لمر دی، په ما واورې اوروینه

ژمی په واورو ښه ښکارېږي

بې واورې ژمی بدرنګي راوړي مینه

ژمی په واورو ښه ښکارېږي

د پسرلي موسم ګلونه غوړوینه

ژمی خو ولاړ واوره و نه شوه

خدای خو دې خیر کړي وچکالي نه شي مینه

ستا په دیدن خو مړه نه شوم

په بېلتانه دې لکه واوره ویلې شومه

سینه دې تخت، پاولي دې واورې

چې در نږدې شم زړه مې یخ لاندې کوینه

شونډې دې دواړې داسې سرې کړې

لکه د وینو څاڅکي واورو باندې وینه

شونډې دې سرې دي مخ دې سپین دی

لکه د وینو څاڅکي واوره باندې وینه

کابل په سپینو وارو پټ شو

یخه هوا یې ورک جانان را یادوینه

کابل په سپینو واورو پټ شو

لکه حاجیان په عرفات ختلي وینه

کابل کې بل رقم ساړه دی

په لویو غرونو سپینې واورې شوې دینه

که کله واوره کې ایسار شوې

 زما د تودې سینې به وکړې ارمانونه

که واورې پرېوتې په غرونو

نامرده یاره د هوسۍ په دود را درومه

لکه چې واروه ویلې کېږي

د جانان غم مې داسې تن اوبه کوینه

لکه د واورې ویلې کېږم

د جانان غم مې د ژوند ورځې لنډوینه

ما د کابل له وارو جار کړې

چې سپین بشر یې په زړه ګوتې لګوینه

ما د ګوربت له څوکو جار کړې

په سر یې واورې په لمن کې سره ګلونه

مخ دې آسمان، خالونه ستوري

اوږۍ دې میاشت، امېل دې واورې اوروینه

نرۍ نرۍ واوره ورېږي

سکاره بلېږي، د نغري غاړې ته ځمه

واوره به ولې نه ورېږي

د ژمي وخت یې انتظار کوو مینه

واوره په څانګو ښه ښکارېږي

هلکه مه اخله د غرو په سر عکسونه

واوره د پاک الله رحمت دی

د آبادۍ زېری له ځان سره لرینه

واوره د ځمکې آبادي ده

شېرینه یاره زه په تا آباده یمه

واوره دې لس ورځې ورېږي

نه مې جانان شته، نه د یار کوڅې ته ځمه

واوره کابل باندې ورېږي

زما په زړه باندې ورېږي ستا یادونه

واوره که اوري و دې اوري

باران  دې نه اوري چې خټې جوړوینه

واوره که اوري ودې اوري

په تا دې اوري په ما ونیسه لاسونه

واوره ورېږې ته رانغلې

په دروازه کې سترګې سرې ولاړه یمه

واوره ورېږي توره شپه ده

جانانه چېرې یې په ډار کې ناسته یمه

واوره ورېږي غرونه سپین شول

ګلان یې پټ کړل کارغان بل وطن ته ځینه

واوره ورېږي مرغان نشته

ونې ویدې دي، څانګې یخ نیولې دینه

واوره ورېږي نیمه شپه ده

پل دې معلوم دی وړکیه مه خوره قسمونه

واوره ورېږي، انګړ سپین دی

پل دې معلوم دی، نجلۍ مه خوره قسمونه

واوره ورېږي، زړه مې رېږدي

خدایه جانان به مې په کومه ځمکه وینه

واوره ورېږي، یخ مې کېږي

 خود به ارمان زه د جانان د غېږې کړمه

واورې د خدای روی مې دروړی

زما په تږو باغچو واړوه لاسونه

واورې دې اوري پروا نشته

باران دې نه اوري بلۍ را څڅوینه

واورې رسوا کړمه عالمه

زه د اوبو په نوم دیدن ته تللې ومه

واورې که اوري ودې اوري

باران دې نه اوري چیکړې جوړوینه

واورې ورېږي زړه مې لوېږي

چې خوږ آشنا به مې په کومه ځمکه ځینه

ورشه د یار خبر دې واخله

په یخ کې ناست دی په سر واوره بادوینه

وطن د واورو شال په سر کړ

په سمه غر کې یې شملې مزه کوینه

هغه دې هېر دي که په زړه دي

چې سپینه واوره اورېده در ووتمه

هلته باران او دلته واورې

که غږ مې اورې په بلۍ ولاړه یمه

هلک باران، نجلۍ ده واوره

 واوره، باران د آبادۍ پيغام لرینه

هلکه خدای که به دې هېر شي

که د کابل په وارو موړ شولې مینه

 

[1] پښتو لنډۍ کتاب، د علومو اکاډمي، کابلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.