۴/د فتوا په باره کی مختصر بحث

عبدالباري جهاني

262

د فتوا په باره کی مختصر بحث

( دوهمه او دریمه برخه یو ځايي خپره سوې ده )

 څلورمه برخه ( لومړني جنګونه د مسلمانانو د اختلافاتو پیل)

سباب المسلم فسوقٌ والقِتالُهُ کفر.

مسلمان ته ښکنخل کول تېری یا فسق او له هغه سره جنګ کول کفر دی. صحیح مسلم، کتاب الایمان نهه ویشتم فصل حدیث ۱۲۲

چي مسلمان پر مخ په څپېړه ووهي او یا یې ګرېوان ورڅیري کړي زما په امت کي نه دی. هغه کتاب، پنځه څلوېښتم فصل حدیث ۱۸۴

و من یقتُل مومناً متعمداً فجزآؤُهُ جهنمَّمَ خلداً فیها وغضب الله علیه و لعنهُ و أَعدَّ لهُ عذاباً عظیماً . سورة نساء آیة ۹۳

ترجمه: او څوک چي یو مومن په قصد سره قتل کړي د هغه جزا دایمي دوږخ دی. د خدای په غضب به ګرفتار وي، لعنت به ورباندي اوري او ستر عذاب ورته ګوري.

د دې معتبرو احادیثو او آیة مبارک حکمونه عام دي او له هغه څخه هیڅوک مستثنی کېدلای  نه سي. خو موږ ګورو چي د اسلام په صدر کي، په لس هاوو زره مسلمانان، له یوه بل سره په جنګونو کي وژل سوي دي او د هغو خونړیو او تباه کوونکو جنګونو عاملین د حضرت رسول ص یاران او صحابه ول.

د حضرت رسول اکرم دریم یار او دریم خلیفه حضرت عثمان بن عفان په ۳۶ هـ ق کي شهید سو او دا د اسلام په تاریخ کي لومړنۍ فتنه بلله سوې او په حقیقت کي وروسته  د ډیرو لویو فتنو سرچینه وه. د شام والي معاویه بن ابی صفیان، چي د عثمان بن عفان په څېر، د قریشو د بن امیه له ښاخ څخه وو، د هغه د وینو د کسات اخیستلو لپاره تیار سو او ځان یې خلیفه وباله. حضرت علی رض هم، په مدینه کي، ځان خلیفه اعلان کړ او داسي ښکارېدله چي د دواړو خواوو ترمنځ به حتماً مقابله کیږي. له بلي خوا اُمُّ المومنین عایشه هم د عثمان بن عفان د انتقام اخیستلو لپاره د طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام سره، چي دواړه په هغو لسو معتبرو صحابه وو کي ول چي د جنت زېری ورباندي سوی وو او عشره مبشره بلل کېدل جنګ ته روانه سوه. د یادولو وړ ده چي طلحه او زبیر، په مدینه کي د علی رض د خلافت له اعلان سره سم له هغه سره بیعت کړی وو خو څلور میاشتي وروسته یې خپل بیعت بیرته واخیست او مکې معظمې ته روان سول او له عایشې سره په ښورښ کي ملګري سول.

عایشه او طلحه او زبیر، د حضرت علي له قواوو سره د جنګ په منظور، د بصرې خواته روان سول. څرنګه چي عایشه په دغه جنګ کي د عسکر په نوم یوه اوښ باندي سپره وه نو دا جنګ د جمل یا نر اوښ په نامه یاد سو. د جمل جنګ، چي په بصره کي وسو، یوه ورځ له سهاره تر ماښامه دوام وکړ. طلحه او زبیر دواړه ووژل سول او تاریخ طبري، په یوه روایت، د دې جنګ تلفات ۱۰ زره او په بل روایت ۱۵ زره تنه ښيي. عایشه په جنګ کي ونیوله سوه خو علي هغه په احترام د مدینې خواته رخصت کړه.

علي خپلو افرادو ته هدایت وکړ چي له زخمیانو سره ښه سلوک وکړي. څوک چي اسلحه تسلیموي له هغوی سره نور غرض ونه کړي او رخصت ورکړي. له مخالفینو څخه یوازي اسلحه او آسونه واخلي او نور د هغوی له مالونو سره غرض ونه کړي او ښځي یې کنیزي او ماشومان یې غلامان نه کړي. د هغه له دې هدایت سره چا په ښکاره او چا په پټه ځکه مخالفت وکړ چي ویل یې د چا چي وینه مباح وي نو مال یې ولي حرام دی؟ د دې کسانو دغه عقیده له علي سره د راتلونکو اختلافاتو یو اساس وو.

لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی او طبیعي خبره هم وه چي دوه پاچاهان په یوه قلمرو کي نه ځاییږي نو د حضرت علي او معاویه ترمنځ هم جنګونه پیل سول او بالاخره د دواړو قواوو ترمنخ د صفین په نوم جنګونه منځته راغلل چي شاوخوا شپږ میاشتي یې دوام وکړ. په دې شپږ میاشتنیو جنګونو کي له دواړو خواوو څخه ۷۵ زره تنه ووژل سول.

داسي اټکل کیږي چي په دې جنګونو کي د علي بن ابی طالب د لښکرو شمېر ۹۰ زرو او د معاویه د لښکرو شمېر ۸۵ زرو ته رسېدی. په زړه پوري خبره دا ده چي د جنګونو په یوه مرحله کي دواړو خواوو ځکه متارکه سره وکړه چي د ذوالحجة میاشت را رسېدلې وه او په دې میاشت کي او ورپسې د محرم په میاشت کي جنګ حرام وي نو دواړو خواوو موافقه وکړه چي د صفر د میاشتي تر لومړۍ نېټې پوري به متارکه سره کوي. میرخوند، روضة الصفا ص ۳۱۱

په زړه پوري خبره دا ده چي د لس هاوو زرو مسلمانانو ویني تویول حرام نه ګڼل کېدل او د حرام په میاشتو کي جنګونه حرام بلل کېدل. په داسي حال کي چي حق متعال د یوه مسلمان د قصدي وژلو سزا دایمي دوږخ ټاکلی او پر قاتل باندي یې لعنت ویلی دی.

دا جنګونه ټول د مسلمانانو ترمنځ وه او یوازي مسلمانان پکښي قتل او زیانمن سول. که معتبرو احادیثو ته مراجعه وکړو نو نه یوازي د دې جنګونو محرکین او مشران له مسوولیته نه خلاصیږي بلکه د هغوی پیروان هم له خپلو مشرانو سر ه مساوي مسوولیت لري. د احنف بن قیس له خولې یو روایت دی چي وايی ما غوښتل چي له علي بن ابي طالب سره په جنګ کي مرسته وکړم او په لاره کي مي ابوبکرة ولیدی. هغه پوښتنه راڅخه وکړه چي چیري ځې؟ ما ورته وویل چي ځم له علي سره مرسته کوم. ابوبکرة راته وویل بیرته وګرځه. ما له پیغمبرص څخه اورېدلي دي چي که دوه مسلمانان له یوه بل سره په تورو جنګیږي نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځي. ما سوال وکړ چي اې د الله پیغمبره! قاتل خو باید دوږخ ته ولاړ سي؛ نو مقتول ولي دوږخ  ته ځي؟ هغه راته وویل چي مقتول هم د خپل مسلمان ورور د قتلولو نیت درلود. بخاري، کتاب الایمان حدیث ۲۴

په یوه جنګ کي چي عبیدالله بن عمر بن خطاب پکښي ووژل سو، یوازي له عبیدالله سره څلور زره قاریان یا د قرآن شریف حافظان ملګري ول، چي د معاویه په لښکرو کي جنګېدل. په دې جنګونو کي د سعد بن ابی وقاص، عبدالله بن عمر او ابوموسی اشعري په څېر پرهېزګارو صحابه وو له سره برخه وانه خیستله او ابوموسی اشعري یوه صحابي ته چي ده ته یې، د علي په طرفداري، د صفین په جنګونو کي د برخي اخیستلو بلنه ورکړه وویل چي له حضرت رسول ص څخه یې اورېدلي دي چي ویل یې کله چي فتنه پیل سي نو تر ولاړ سړي ناست او تر روان سړي ولاړ سړی بهتر دی.

د حضرت علي لښکرو بالاخره د معاویه پر پوځیانو باندي فشار زیات کړ او نیژدې وو چي حتی معاویه پکښي قتل سي. د معاویه سلاکار عمروبن عاص هغه ته مشوره ورکړه چي پر نېزو باندي د قرآن پاڼي او نسخې پورته کړي او له مقابل لوري څخه وغواړي چي حکمیت خدای تعالی او د هغه کلام ته وسپاري. علي خپلو عسکرو ته وویل چي حمله مه پرېږدی؛ دا یو جنګی چال دی او هغوی غواړي فرصت ترلاسه کړي او موږ وغولوي. عسکرو یې قبوله نه کړه او چنداني چا دې ته زړه نه ښه کاووه چي د قرآن شریف پر پاڼو او نسخو باندي هجوم وروړي. له دواړو خواو څخه یې د حکم پر تاکلو باندي موافقه سره وکړه. د علي له خوا ابوموسی اشعري او د معاویه له خوا عمرو بن عاص وټاکل سو.

د حضرت علي له لښکرو څخه د خوارجو په نوم یوه لویه ډله، چي مخکي یې هم له هغه سره اختلاف درلود، بېله سوه او شعار یې ورکړ چي  حکم کول پرته له خدایه بل څوک نه سي کولای « لا حکم الالله ». علي چي هر څونه  کوښښ وکړ هغوی ته یې قناعت ورنه کړای سوای. خوارجو خپل مشر عبدالله بن وهب تعیین کړ او د علي او معاویه دواړو پر ضد یې جنګ پیل کړ.

خوارج، چي ځانونه یې « الشُراة » یا سوداګر بلل؛ او مطلب یې له حق متعال سره تجارت وو چي د دې دنیا له نعمتونو څخه د تېرېدلو په بدل کي یې له خدای څخه د آخرت ښې وښادۍ غوښتلې، یوه توندروه ډله وه خو د جنګ او ښورښونو طرفداران نه ول او یوازي د اسلام له دین او عقیدې څخه د دفاع لپاره یې جنګ کاوه. خوارج په دې عقیده ول چي هر مسلمان، پرته له دې چي په کوم قوم پوري اړه لري، د خلافت حق لري. دوی په دې عقیده ول چي مسلمانان د ګناه کارو خلیفه ګانو پر ضد د پاڅون او د هغه د لیري کولو حق لري. د خوارجو اکثرو ډلو هغه مسلمانان کافران بلل چي کبیره ګناه به یې کړې وه او ځینو ډیرو توندرو کسانو یې د دغو کسانو قتل روا باله او یوازي د توبې ایستلو په صورت کي یې له وژلو څخه تېرېدل. د هغوی شعار تقوا او شهادت وو.( انټرنیټ)

طبري د عبدالملک بن ابی حره له قوله لیکي: « کله چي علی، ابوموسی د حکمیت لپاره واستاوه نو خوارجو له یوه بل سره ولیدل او د عبدالله بن وهب راسبي په کورکي یې غونډه وکړه. عبدالله د خدای حمد او ثنا وویله او وروسته یې وویل: په خدای مي دی قسم وي چي هغه کسان چي پر رحمان باندي ایمان لري او د قرآن د احکامو تابع دي باید چي دې دنیا ته، چي په هغې باندي زړه تړل او خوشالي کول عذاب او هلاکت راولي، پر امر بالمعروف و نهی عن المنکر باندي ترجیح ورنه کړي. باید چي حق ویلو ته ترجیح ورکړي او دا قبوله کړي چي هر څوک چي په دې دنیا کي ستونزي او تاوانونه وویني هغه به په آخرت کي د حق متعال رضا ترلاسه کړي او په جنت کي به یې دایمي ژوند په نصیب سي. راسی پر دې بدعتونو باندي چي ګمراهي راولي د اعتراض په نوم له دې کلي څخه، چي خلک یې ظالمان دي، کوچ وکړو او یا غرنیو ولایاتو او نورو ښارونو ته ولاړ سو» طبري، ص ۲۵۹۶

طبري لیکي چي ټولو عبدالله بن وهب خپل مشر وټاکی او هغه ته یې بیعت وکړ. بن وهب په خلکو کي په ذوالثفنات مشهور وو. طبري لیکي چي ثفنة پینې ته وايی او احتمال لري دا لقب یې ځکه هغه ته ورکړی وو چي پر تندي باندي یې د ډیرو لمونځونو او سجدو له امله پینې درلودلې. هغه کتاب ۲۵۹۶- ۹۷

خوارج له بغداد سره نیژدې د نهروان په علاقه کي میشت سول او هلته یې د پوځي مقاومت مرکز جوړ کړ. علي له خپلو لښکرو سره نهروان ته ولاړ او له هغوی سره یې د جنګ او جهاد له اعلانولو څخه مخکي هغوی ته، د معاویه پر ضد د همکاری لپاره، بلنه ورکړه او لیک یې ور واستاوه:

بسم الله الرحمن الرحیم

« د خدای له بنده علی، د مومنانو امیر له خوا زید بن حصین، عبدالله بن وهب او د هغه ملګرو ته.

هغه دوه تنه چي موږ د هغوی حکمیت خوښ کړ ( ابوموسی اشعري، د علی وکیل او عمرو بن عاص د معاویه وکیل، جهاني) هغوی د خدای د کتاب مخالفت وکړ او د خدای له هدایت پرته د خپلو هوسونو تابع سول او د سنت سره سم یې عمل ونه کړ او د قرآن حکم یې ونه چلاوه او خدای او پیغمبر او مومنان له هغوی څخه بېزاره دي. کله چي دغه لیک تاسی ته ورسیږي نو راسی چي موږ خپل او ستاسي د دښمن ( معاویه، جهاني ) خواته روان یو او هغه کار کوو چي له لویه سره مو موافقه ورباندي کړې وه»

خوارجو په جواب کي ورته ولیکل:

« اما بعد، ته د خپل پروردګار په خاطر په قهر سوی نه یې بلکه د خپل ځان په خاطر په غوسه سوی یې. که ته پر خپل کفر باندي شهادت ورکړې او توبه وباسې نو موږ به ستا سره پر همکاری کولو باندي غور وکړو او کنه نو ستاسره، د انصاف له مخي، جنګ اعلانوو ځکه چي خدای خاینان نه خوښوي» هغه کتاب ص ص ۲۶۰۰ـ۲۶۰۱

په نتیجه کي د حضرت علي او خوارجو ترمنځ جنګ پیل سو چي د نهروان په جنګ مشهور دی. په هغه جنګ کي له خوارجو سره څلور زره تنه، چي اکثریت یې پیاده وه، او له علي سره ۱۵ زره تنه سپاره او پیاده عسکر ملګري ول. په دې جنګ کي د خوارجو د مشر عبدالله بن وهب په شمول ۲۸۰۰ تنه قتل سول او ۱۲۰۰ تنه له علي سره ملګري سول او ویل کیږي چي د علي له پوځیانو څخه تر ۷ تنه زیات ونه وژل سول.

خوارج ډېر توندرو مسلمانان ول او د نني ورځي د داعش، د سومالیې د الشباب او د نایجیریا د بوکو حرام او نورو توندرو ډلو په څېر ظالمان او بې رحمه ول مګر د شهادت کلمه یې ویله او قرآن ته یې حتی تر نورو عادي مسلمانانو ټینګه عقیده درلوده او مرګ یې چاته روا نه وو او د هغوی پر ضد د جهاد فتوا یوازي د علي خپل شخصي حکم وو.

له بلي خوا موږ ګورو چي علي همدغو خوارجو ته، د جنګ له پیل کولو څخه لږ مخکي، د معاویه پر ضد، چي هغه هم صحابي وو او په پوځ او کابینه کي صحابه ورسره وه، د همکارۍ بلنه ورکوي او معاویه د خوارجو او خپل ځان مشترک دښمن بولي.

علي د نهروان له جنګ او د خوارجو له ځپلو څخه وروسته یو ځل بیا د معاویه خواته متوجه سو او له هغه سره جګړه یې جهاد اعلان کړ او خلکو ته یې وویل:

« اې خلکو! د هغه دښمن پر لور د حرکت لپاره تیار سی چي له هغه سره جنګ خدای تعالی او د هغه لاري ته د نيژدې کېدلو سبب کیږي. د هغو کسانو پر ضد د جنګېدلو لپاره تیار سی چي د حق لاره یې پرې ایښې او له کتاب څخه لیري سوي او دین یې پرې ایښي دی او په پټو سترګو یې د بغات لاره نیولې ده او په ګمراهي کي ډوب دي. هر څه قوت، وسله او آسونه چي لری هغه تیار کړی آو پر خدای باندي تکیه وکړی چي خدای تعالی د باور او اعتماد وړ تکیه ګاه ده» هغه کتاب ص ص ۲۶۱۵-۱۶

د کوفې خلکو د علی له وینا څخه وروسته هم چنداني حرکت ونه کړ او هغه په یوه بله وینا کي هغوی ته وویل:

« اې د خدای بنده ګانو څه پېښه ده  چي هرکله د حرکت ږغ درباندي کوم تاسي له ځایه نه خوځېږی. آیا تاسي تر آخرت په دې دنیا پوري زړه تړلی دی؟ او د عزت پر ځای مو د پستۍ او ذلت لاره خوښه کړې ده. ولي چي زه تاسي جهاد ته رابولم تاسي رډ رډ راته ګوری ته وا ټول د مرګ پر حال یاست. ته وا زړونه مو مشوش دي او نه پوهېږی او سترګي مو تړلي دي او نه وینی! تاسي دي خدای ښه کړي. تاسي چي بېغمه ناست یاست هر یو لکه زمری داسي غړومبېږی او کله چي جنګ ته بلل کیږی نو له ټولو څخه ګیدړان جوړ سي او تښتی. زه پر تاسی باندي اعتماد نه لرم. تاسي د عیش او عشرت لپاره جوړ یاست. نه ښه سپاره یاست چي په حمله کي په کار سی او نه زړه وریاست چي سړی ستاسي پر قوت باندي حساب وکړي. . . . » هغه کتاب ص ۲۶۱۶

حضرت علي او د هغه مخالف معاویه بن ابوصفیان دواړو د مسلمانانو د رهبری ادعا کوله. دواړو د اسلام ټول فرایض پر ځای کول او دواړو د یوه بل پر ضد د قرآن مجید په احکامو استناد کاوه. علي د سهار د لمانځه څخه وروسته دعا کي ویل: الهی معاویه او عمروبن عاص او ابوالعورسلمي او حبیب او عبدالرحمن بن خالد او ضحاک بن قیس او ولید لعنت کړه. کله چي دا خبر معاویه ته ورسېدی نو هغه به هم د سهار له لمانځه څخه وروسته دعا کي پر علی او ابن عباس او اشتر او حسن او حسین باندي لعنت وایه. هغه کتاب ص ۲۵۹۲

موږ د دې ټولو پورته ذکر سویو کسانو له نومونو سره رضی الله عنه وایو او درناوی یې کوو. آیا علي او معاویه دواړه پر حق ول؟ دا مهم سوال دی چي هیڅوک جواب نه ورته وايی؛ په داسي حال کي چي د الله متعال په نزد ټول بنده ګان د ګناه او ثواب او خطا او صواب په مسایلو کي یو ډول او مساوي مقام لري.

محمدبن ابوبکر، د ټولو مهمو تاریخي کتابونو په استناد، د عثمان بن عفان قاتل او د هغه د قتلولو له محرکینو څخه بلل سوی دی؛ مګر علي، د دې پرځای چي له هغه څخه د اسلام د دریم خلیفه د قتلولو بازخواست او تحقیقات وکړي؛ او په سزا یې ورسوی، هغه د مصر په څېر یوه مهم ولایت حاکم کړ. معاویه له محمدبن ابوبکر څخه د مصر د نیولو لپاره عمرو بن عاص واستاوه. د یادولو وړ ده چي د محمد ورور عبدالرحمن بن ابوبکر د عمرو بن عاص په لښکرو کي وو. کله چي محمدبن ابوبکر ته خبر ورسېدی نو له خلکو څخه یې وغوښتل چي د دښمن سره مقاومت وکړي او بیا یې هم د اسلام د دین په نوم ږغ پورته کړ:

« اې مسلمانانو او مومنانو! دغه قوم چي حُرمت یې ماتاوه او  ګمراهي او ضلالت یې رواجاوه او د فتنې اور یې بلاوه او غوښتل یې چي په زور پر تاسي باندي حکومت وکړي دا دی ستاسي دښمنۍ ته یې ملا تړلې ده او له عسکرو سره درته را روان دي. اې د خدای بنده ګانو! هر څوک چي جنت او د خدای رضا غواړي نو له دې قوم سره دي د خدای په لاره کي وجنګیږي. خدای دي پر تاسي ورحمیږي له کنانة بن بشر سره حرکت وکړی» هغه کتاب ص ۲۶۳۲

دواړو خواوو د قرآن شریف په آیتونو استناد کاوه. دواړو خواوو خپلو طرفدارانو او عسکرو ته ویل چي د مقابل لوري سره جګړه د خدای د رضا لپاره ده او هر څوک چي په دې جنګ کي ووژل سي هغه به جنت ته ځي. او کله چي د عمرو بن عاص د عسکرو یوه مشر معاویه بن حدیج، محمدبن ابوبکر ژوندی ونیوی او له هغه څخه یې د عثمان بن عفان د قتلولو بازخواست وکړ او د هغه د قتلولو دلیل یې ورڅخه وغوښت نو محمدبن ابوبکر، د عثمان بن عفان په برخه کي، د قرآن شریف په دې آیة مبارک تمسک وکړ:

من لم یحکُم بما انزل الله فاولاءک هم الفاسقون.

یعني څوک چي د خدای له خوا نازل سوي کتاب سره سم حکم نه کوي هغه فاسقان دي.

« او موږ د هغه پر عمل باندي اعتراض وکړ او قتل مو کړ؛ او تا او ستا په څېر نورو کسانو د هغه لاره خوښه کړه او که خدای کول موږ د هغه د قتلولو له ګناه څخه پاک یو مګر ته د عثمان په ګناه او د هغه په خطاوو کي شریک یې او خدای به تا هم د عثمان په سرنوشت اخته کړي. »

معاویه بن حدیج په قهر سو. محمدبن ابوبکر یې وواژه او وروسته یې هغه د خره په نس ننه ایست او د خره سره یو ځای یې وسوځاوه. هغه کتاب ص ص ۲۶۳۲- ۲۶۳۵

او کله چي حضرت علي د خوارجو سره د جنګ او د هغوی د وژلو په برخه کي د حضرت رسول ص په وینا استناد کوي او وايي چي ما پخپله له آنحضرت ص څخه واورېدله چي په تاسي کي به داسي کسان پیدا سي چي ځوانان به وي او عقلونه به یې خام وي خو مګر دوی به داسي ږغیږي لکه د دنیا تر ټولو انسانانو چي بهتر وي. دوی به د قرآن تلاوت کوي مګر آیتونه به یې تر ستوني هاخواته نه تیریږي او دوی به له دین څخه داسي تیریږي لکه غشی چي له ښکار څخه وزي. نو کله چي تاسي دوی ووینی ویې وژنی او د هغوی په قتلولو سره به په آخرت کي عوض ترلاسه کړی. صحیح مسلم، کتاب الزکواة حدیث ۱۹۴

عابده وايی علي خوارجو ته اشاره وکړه او وې ویل چي په دوی کي به یو سړی وي چي یو لاس به یې معیوب وي او یا به د لاس پر ځای غوښه په ځړیږي. زه به درته ووایم حق متعال هغو کسانو ته عوض ورکوي چي دغه کسان د محمدص په حکم قتل کړی. عابده وايی ما له علي څخه سوال وکړ چي تا دا خبره پخپله له محمدص څخه اورېدلې ده؟ علي وویل چي بلې زما دي د کعبې په رب قسم وي. بلې زما دي د کعبې په رب قسم وي. بلې زما دي د کعبې په رب قسم وي. عابده وايي زه یوازي هغه څه تاسي ته نقلوم چي پخپله مي له علي څخه اورېدلي دي. هغه کتاب حدیث ۱۹۷

په دغه برخه کي، په صحیح بخاري کي یو حدیث راغلی دی. په هغه کي حضرت رسول ص دې خبري ته اشاره کړې ده چي داسي کسان به راسي چي د قرآن شریف تلاوة به کوي مګر تلاوة به یې تر ستوني نه تیریږي او د اسلام له دین څخه به داسي وزي لکه غشی چي د ښکار پر لور حرکت کوي. مګر کله چي له حضرت محمدص څخه پوښتنه وسوه چي د دې خلکو نښانه به څه وي. حضرت رسول ص ورته وویل چي سرونه او ږیري به یې خریلي وي. بخاري، کتاب التوحید حدیث ۱۸۷-۱۸۸

البته خوارجو هیڅ وخت ږیري نه خریلې او لکه څرنګه چي مخکي مو وویل هغوی ځانونه تر هر چا ټینګ او معتقد مسلمانان بلل.

پر علي باندي د عابده له سوال څخه، چي پخپله یو صحابي وو، ښکاري چي دا حدیث مشکوک دی ځکه چي تر دغه وخته پوري چي د حضرت رسول ص د وفات څخه څه باندي ۲۵ کلونه تېر سوي ول خو دا حدیث چا نه وو اورېدلی. کنه نو عابده به هیڅ وخت علي دې ته مجبور کړی نه وای چي د حق متعال په نامه درې ځله سوګند یاد کړي.

په هر صورت فتواوي د اسلام له صدر څخه داسي راغلي دي چي اکثري یې ژوري څېړني ته اړتیا لري. موږ ګورو چي علي له خوارجو سره جهاد کوي او د هغوی قتلول ثواب بولي. مګر  فقط یوه ورځ مخکي چي له هغوی سره جنګ پیل کړي د معاویه پر ضد ملګرتوب ته یې رابولي او معاویه خپل  او د خوارجو مشترک دښمن بولي.  خوارج علي او معاویه دواړه کفار بولي. علي له معاویه سره جنګ د خدای په لاره کي جنګېدل بولي او معاویه هم خپلو پیروانو ته همدغه خبره کوي. په دې ټولو جنګونو کي، تر سل زره زیات یوازي مسلمان جنګیالي قتل سوي دي چي باید د اسلام په لاره کي  جنګېدلي، غازیان سوي او یا شهیدان سوي وای؛ خو د خپلو مسلمانو وروڼو په لاس قتل سول او عجیبه دا ده چي هر یوه فکر کاوه چي د خدای په لاره کي جنګیږي او جنت به یې په نصیب وي.

د عبدالله بن عمر رض څخه نقل سوی دی چي د الله پیغمبرص وویل هر څوک چي زموږ به مقابل کی وسلې ته لاس کوي هغه زموږ څخه نه دی. بخاري، کتاب الفتن، حدیث ۲۱.

عثمان بن عفان په ۳۶ هجري قمري کي ووژل سو. هغه ډله چي عثمان یې وواژه قاتلان او یاغیان بللای سو او د هغوی په حق کي د قرآن شریف او احادیثو څرګند احکام موجود دي. خو له دې لومړنۍ فتنې څخه وروسته یوې خواته علي، بلي خواته عایشه او طلحه او زبیر، بلي خواته معاویه، عمرو بن عاص او  عبیدالله بن عمر او بلی خواته خوارج ولاړ دي. ټولو د یوه بل په مقابل کي وسلې را اخیستي وې. په دې څلورو پنځو ډلو کي یوازي یوه ډله پرحق وه. دوې یا درې ډلي پر حق کیدلای نه سي. خو زموږ مفتیانو په دې تقریباً ۱۴۰۰ کاله کي د فتوا صادرولو جرأت نه دی کړی؛ په داسي حال کي چي د حق متعال د اوامرو  او پیغمبرص د هدایتونو په مقابل کي استثنی وجود نه لري او هر حکم یې عام دی.

                     پاته لري

لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ

دوهمه او دریمه برخه دلته ولولئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.