غزل

مرجان هڅاند

252
مه سر نذر کوه او مه بدن سیزا په اور
بس دا چې د وطن د پاره جوړ نه شې پېغور
څه وخت نامردي وکړه څه زما بدقسمتي
څه خلک بد ګومانه وو څه مونږ نه وو د زور
خبره چې د زړهٔ له تله کېږي د وطن
اول غزا ته ما ولیکه بیا وړوکی ورور
که دواړه وطني وای هم ساقي او هم شراب
ویل به مو څو اوس راوړه بیا نور راوړه بیا نور
مونږ کله دعوا کړې ده چې سپین یوو په لمن
مونږ کله ویریدلي یوو رقیبه ستا له تور
جانانه یوو ساړه چلند وهلي د یارانو
جانانه که کېدای شي په ګیلاس کې راوړه اور
مونږ تل له روایاتو نه جدا دریځ ساتو
ساتلي مو لستوڼي کې لړم دی که منګور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.