Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د دوحې غونډې پیل؛ غوښتنې او غبرګونونه – DawatMedia24

د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د دوحې غونډې پیل؛ غوښتنې او غبرګونونه

314
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوتریش د دې غونډې کوربه دی

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي، انتونیو ګوتریش په کوربه توب د دوحې دوه ورځنۍ غونډې، لومړنۍ ورځ، د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په سلامشورو د تړلو دروازو تر شا پیل شوه.

په دې غونډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی.

د افغانستان د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د مدني ټولنې د فعالانو په استازیتوب، لطف الله نجفي زاده او د ښځو د حقونو د فعالانو په استازیتوب محبوبه سراج، میترا مهران او شاه ګل رضايي به په دې غونډه کې ګدون وکړي.

که څه هم په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې په غونډه کې د دوی ګډون ګټور ونه بلل شو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی دغې غونډې ته پلاوی ته استوي
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې دوی دغې غونډې ته پلاوی ته استوي

د ملګرو ملتونو سیاسي او د سولې جوړونې چارو دیپارتمنت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: ” د دوحې په دوهمه ناسته کې بحثونه به د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په چوکاټ کې ترسره شي کوم چې غړي هیوادونه هڅوي چې په هیواد کې د نړیوالې ښکېلتیا د زیاتولو په اړه غور وکړي. ”

په دې اعلامیه کې راغلي د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کونکی فریدون سینیرلی اوغلو به په دوحه کې د خپلواکې ارزونې او د هغې وړاندیزونو پورې اړوند بحث کې برخه واخلي.

د دوحې په روانه غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړي استازي پر ګمارنه هم بحث وشي؛ هغه څه چې طالبان یې مخالف دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت په خپله ایکس پاڼه لیکلي: ” که څه هم په دوحه کې د ځانګرو استازو په دوهمه غونډه کې ګډون نه کوم، خو هیله لرم چې دا د کلیدي اړخونو تر منځ د معني لرونکي او ټول ګډونه خبرو اترو لامل شي چې پکې د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په اړه بحثونو ته لومړیتوب ورکړل شي.”

هیدر بار: طالبانو سره د تعامل پر ځای باید د دوی پر وړاندې پر همغږي نړیوال فشار تمرکز وشي
هیدر بار: طالبانو سره د تعامل پر ځای باید د دوی پر وړاندې پر همغږي نړیوال فشار تمرکز وشي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې، هیدر بار هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، راتلونکې تګ لاره باید د ښځو د حقونو په چارو کې د متخصص استازي ټاکل وي چې دنده یې له طالبانو سره تعامل نه؛ بلکې د طالبانو د سرغړونو پر وړاندې د همغږي نړیوال غبرګون هڅول وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت سیاسي او قونسلي استازولۍ د دوحې د غونډې په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه به په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د یوې اغېزمنې نړیوالې کړنلارې د یقیني کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ وي.

په دې اعلامیه کې دغه شان راغلي‎، تمه کیږي په دوحې او راتلونکو نورو غونډو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولو سړغړونو او په ځانګړي توګه جنسیتي اپارتاید او د نجونو او ښځو له حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره، ځانګړي ترتیبات شامل وي.

د دوحې په لومړنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۳م کال په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب جوړه شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې چې طالبانو یې له امله انتقاد کړی و.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.