دوحې دویمه غونډه کې د طالبانو نه ګډون؛ ګټه که “ستراتیژیکه” تېروتنه؟

128

bbc

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

له ۲۰۱۳ کال راهيسې، له کله نه چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو، د افغانستان په مطبوعاتو او خلکو کې دوحه ښار مشهور شوی.

خو په دنګو ودانیو مشهور دا ښار هغه وخت لا ډېر د افغانانو تر منځ یادېده چې طالبانو له امریکا سره له اوږدو مذکراتو وروسته د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړ- داسې تړون چې طالبان یې د “خپلې جګړې ثمره” او مخالفان یې “د افغانستان د تاریخ توره ورځ” یادوي.‌

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، دا مجلله کوچنۍ پلازمېنه بیا هم د افغانستان له مسایلو سره همداسې تړلې پاتې شوه.

د امریکا په ګډون ګڼو لوېدیځو دیپلوماتانو خپل ماموریتونه له کابله دوحې ته ولېږدول، امریکا او نورو ملګرو هېوادونو یې زرګونه کسان له افغانستانه لومړی دوحې او بیا خپلو هېوادونو ته ولېږدول. د ۲۰۲۳ کال د مې په پای کې د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ ناسته هم همدلته جوړه شوې وه.‌

د دوحې دویم غونډه له ډېرو سلاو مشورو وروسته، له اټکل سره سمه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شوه.‌ دا وار د تېر ځل برعکس، د ملګرو سرمنشي “د طالبانو حکومتي‌ استازو ته هم بلنه ورکړې وه چې غونډه کې ګډون وکړي.”

که څه هم اصلي بحثونه، دوه اړخیزه او څو اړخیزه خبرې د بندو دروازو تر شا وې، خو دغه دوه ورځني کنفرانس پرمهال زه لږ تر لږه د سیمې، اروپايي ټولنې او امریکا له اتو ديپلوماتو سره وغږېدم. له هغو ټولو پنځو مدني فعالانو سره مې هم خبرې وشوې چې د افغانستان په استازولۍ دې غونډې ته بلل شوي وو.

د طالبانو نه ګډون “ستراتیژیکه تېروتنه ده”

دوحه
د عکس تشریح،دوحه کې د طالبانو حکومت سفیرډاکتر نعیم وايي

طالب استازي چې دغې ناستې ته په رسمي ډول بلل شوي وو، غونډې ته را نغلل خو په دوحه کې د طالبانو له سفیر ډاکټر محمد نعیم په یوه مرکه کې د نه ګډون خپل دلیل لا نور په ډاګه کړل.

د غونډې ټول ګډنوال په دې حیران وو چې ولې طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له بلنې سره سره په نویمه دقیقه کې له ګډونه ډډه وکړه.

د یوه اروپايي ديپلومات له خولې چې څلور ورځې یې په کابل کې پر دې تېرې کړې وې چې طالبان دغه ناسته کې ګډون ته وهڅوي، “نهیلې کوونکې ده چې دوی [طالبان] را نغلل، زه فکر کوم چې فرصت ضایع شو، پخپله د دوی لپاره به هم ښه وای چې راغلي وای.”

د یوه بل لویدیځ دیپلومات په خبره، د طالبانو نه ګډون “د نړیوالو په ذهن کې دا حس پیدا کوي چې هغوی [طالبان] د دیپلوماسۍ پر اهمیت نه پوهېږي، او په نه ګډون یې ستراتيژیکه تېروتنه وکړه.”

د دغه دیپلومات له خولې، په دغه ناسته کې داسې څه نه وو چې پر طالبانو دې “تحمیل” شوي وای، خو ټینګار یې دا وه چې که د طالبانو حکومت له نړۍ سره ښکېلتیا غواړي، ښايي دغه ډول ناستو کې د ګډون فرصت یې غوره لار وي. د هغې په خبره “یو فرصت ضایع شو.”

پر ځینو مسایلو د سیمې وېشلي نظرونه

دوحه
د عکس تشریح،د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه د ‘فور سیزن’ په نوم دغه هوټل کې جوړه شوې وه

د دوحې د دویمې غونډې ټوله موخه په درېیو برخو کې رانغاړل کېدای شي. د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ د مهمو لوبغاړو همغږي کول، د طالبانو له حکومت سره د چلند په اړه د واحد دریځ پیدا کول او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له لوري د ارزونکي فریدون سینیور اوغلو پر “خپلواکو اروزونو یوه خوله کېدل.”

د یوه بل د يپلومات په وینا، افغانستان په پېچلې سیمه کې پروت دی او د طالبانو له حکومت سره د ښکېلتیا په اړه پر ځینو مسایلو نظرونه وېشلي و. په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر سر.

تر ډېره اټکل دا و چې ښايي د ملګرو ملتونو استازی په همدې ناسته کې وټاکل شي خو ظاهرآ دا پرېکړه د سیمې ځینو هېوادونو د مخالفت له امله وځنډېده.

د روسې، چین، ایران او ظاهرآ د پاکستان د استازو له خبرو مالومېده چې دوی له لویدیځ سره پر دې خبره یوه خوله نه وو او دې برخه کې یې د طالبانو د دریځ ملاتړ کاوه. کله چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی د سرمنشي له خوا وټاکل شي، بیا به هم امنیت شورا پرې رایه ورکوي.

که روسیه او چین چې په امنیت شورا کې د وېټو حق لري، پرې همغږي نه وي، ښايي هلته یې هم رد کړي.

د پاکستان دیپلوماتانو خو ان د طالبانو د نه ګډون پړه د ملګرو ملتونو په “ناسمې همغږۍ” ور اچوله او ټینګار یې دا و چې “شرطونه یې منل شوي وای.”

د روسیې او ایران استازو خو آن په هغه ناسته کې برخه هم وا نه خیسته چې افغان مدني فعالانو په کې د سیمې هېوادونو له ځانګړو استازو سره خبرې کولې. که څه هم د ایران دریځ روښانه نه شو، خو روسیې ویل چې دغه مدني فعالان د طالبانو له خوښې پرته ټاکل شوي او نه غواړي ورسره وګوري.

خو له دې هر څه سره سره، پر څو مهمو مسایلو سیمه او نړۍ یوه خوله ښکارېده.‌ نژدې ټول پر دې همغږي وو چې افغانستان دې بیا د “اورپکۍ” پر مرکز نه بدلېږي، داسې ټولګډونی حکومت دې وي چې “د ټولو استازولي” وکړای شي او تر ټولو مهمه دا چې د نجونو د زدکړو په ګډون دې د ښځو حقونه ورکړل شي.‌

“طالبانو سره د ښکېلتیا لار پرانیستې”

Doha

د عکس سرچینه،BBC

له هغې راهیسې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د دوحې دویمه ناسته د خپلې بڼې له مخې “تر ټولو مهمه نړیواله ناسته” بلل کېږي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د اروپايي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او امریکا په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازي په کې وو.

هاغسې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ښايي په دا بڼه سترې غونډې له طالبانو سره د ښکېلتیا لپاره جوړې نه شي، خو وړاندیز یې دا و چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون دې یوه کمېټه جوړه شي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي مخ ته یوسي.

د یوه دیپلومات په وینا، ملګرو ملتونو او نړۍ “ښکېلتیا دروازې پرانیستې پرېښې او بال اوس د طالبانو په لاس کې دی” چې څنګه یې کاروي.

که څه هم طالبانو د خپلې محاسبې له مخې دا ناسته “بې پایلې” بللې، خو نه ګډون یې هاغسې چې نژدې ټولو برخه والو “ناسم پرېکړه” بللې، زیان یې عادي افغانانو ته هم رسېږي. د افغانستان ۲۹ میلیونه خلک مرستو ته اړ دي، او لویه برخه یې پر نړیوالو مرستو پايي چې د دغه ډول ناستو په په پایله کې را جلبېږي.

د یوه بل دیپلومات له خولې، ” تېرو شلو کالو ته په پام، طالبان ښايي لا ډېرې سختۍ وګاللی شي، خو نور افغانان یې د پرېکړو له امله ځپل کېږي” ځکه د هغې په ټکو نړۍ غواړي د افغانانو لپاره له “افغانستان سره ښکېله پاتې شي، نه د طالبانو حکومت لپاره.”

بی بی سی/ پښتو

  • حفیظ الله معروف
  • بي‌بي‌سي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.