د نجونو د تعلیم مذهبي، فرهنګي او سیاسې اړخونه

دوکتور م، عثمان تره کی

398

  د نوي تعلیمې کال د رارسیدو په درشل کي، د جینکیو پر مخ  د ښونځیو د دروازو د خلاصون څرک نه مالومیږي.

په فرهنګې ساحه کې، افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تورې او شرمونکي دورې څخه تیریږي.

د نجونو له تعلیم سره مخالفت د اسلام دښمنانو ته د اسلام پر ضد لاسوند په لاس ورکوي .

 دوہ کاله پخوا ( ۲۰۲۲  م) په ناروې کې یو فرانسوې ژورنالیست د قرآن سوزولو د دوه پیښو پړه د طالبانو پر پوھې او معرفت ضد کړنو باندي واچوله.

طالبان د اسلامي نړۍ د علماوو د باورونو پر خلاف، دغه فرهنګې ناورین ته اسلامي پوښښ ورکوي. خو حقیقت دا دې؛ د نجونو له تعلیم سره مخالفت ھیڅ مذهبي، فرهنګې او سیاسې توجیه نلرې.

۱- د مذهبی توجیه په اړه باید و وایم : افغانستان د څه باندې پنځوسو مسلمانو هیوادونو په کتار کې یواځینی هیواد دی چې په کې نجونې د زده کړو څخه  بي برخه شوي.

د اسلام پیغمبر علیه السلام چې کله مدینې منورې ته تشریف یووړ، هلته یې د پوهي داسې ډیوه روښانه کړہ چې سړو او ښځو دواړو ور څخه ھممھاله ګټه اخیسته.

د بیلګې په توګه، ھغه مبارک د بدر له لوستو اسیرانو  څخه مرسته وغوښته چې د مسلمانانو  اولادونو ته زدکړې ورکړي.

د دینې او دنیوې علم د حصول په فرضیت کې بیشمیرہ آیاتونه، احادیث او د علماو اقوال موجود دي.

پیغمبر علیه السلام پخپله ام المومنین حضرت حفصه رضی الله تعالی عنھا ته د لیک او لوست د زده کړې لپاره معلمه مقرره کړې وہ.

له بدہ مرغه، طالبان د اسلام څخه د خپل ځانګړي تعبیر پر بڼسټ د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار د حق په اړه د افغانانو، د اسلامي همکاریو کانفرانس، اسلامي علماو، ملګرو ملتونو  او په لنډه توګه له ټولې نړۍ سره په ټکر کې قرار لري.

۲- د نجونو د تعلیم سره مخالفت فرهنګي توجیه هم نشي لرلای.

په ښارونو کې د نجونو تعلیم ستونزه نلري خو په کلیو او بانډو کې ښایي لږ شمیر کورنېو د خپلو اولادونو له تعلیم سره د امنیتې ګواښ له امله مخالفت ښو ولای وي، نه د فرهنګې ستونزې له امله چې دې ته ھم قطعاً عمومیت نشو ورکولې.

 ماته ښه یاد شي، د مرحوم ظاهر شاه په وخت کې په پښتون میشتو سیمو کې په زرګونو کورنيو خپلې شخصې ځمکي د مکتب جوړولو په پار حکومت ته ډالي کړې او خپل اولادونه یې د ښونځیو د جوړولو پر اعمار وګمارل.

۳- د نجونو له تعلیم سره مخالفت د سیاسي پلوہ هم عقلاني بنسټ نلري.

 د طالبانو اداره د اساسي قانون په چوکات کې نده جوړہ شوې. د کورني مشروعیت او بهرني پیژندني نه بي برخه دہ. نو ځکه د خلکو په استازیتوب نه ښونځۍ بندولای شي او نه هم د ښځو څخه د کار حق اخیستلای شي.

سربیره پر دې افغانستان د ملګرو ملتونو غړی هیواد دی او د بشري حقونو نړیواله اعلامیه یې ھم منلي دہ.

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په شپـږویشتمه ماده کې راغلي:

« هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زده کړې باید وړیا او اجباري وي. د حرفوي ښوونې امکانات باید د ټولو پر مخ پرانستې وي. د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ خلاص وي.

د زدکړو موخه باید د انساني شخصیت بشپړ غوړېدل، وده او د بشر د حقوقو او بنسټیزو ازادیو درناوی وي. زدکړې باید د ټولو ولسونو، نژادونو او مذهبي ډلو ترمنځ پوهاوی، زغم او دوستي رامنځته او هغه پراخه کړي او د ملګرو ملتونو د مؤسسې د سوله ایزو موخو د لا ټینګښت او پیاوړتیا له پاره لاره هواره کړي».

اعلامیی ته په کتو،  د طالبانو ادارې د نجونو د تعلیم د مخالفت له کبله، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د حکمونونه څخه سرغړونه کړیده.

په وروستیو وختو کې د علم او معرفت سره د طالبانو د دشمنۍ په وړاندي کلک او جدي غبرګون د برتیانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن بروان ښودلی.

 موږ د انګریزانو د استعماري چلن څخه ښې خاطرې نلرو، خو کله چې د حقیقت خبره مطرح کیږي باید د دوست او دشمن تر منځ توپیر یوي خوا ته پریږدو. براون وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو چلن «د بشریت ضد یو جرم دی ».

نوموړی زیاتوي، ځینې خلک دغه ډول سیستم “جنسیتي اپرتایید” ګڼي او د هغه په اند باید د بشریت ضد یو جرم وبلل شي.

د بریتانیا دغه پخواني سیاستوال د جرمونو له نړیوالې محکمي هم غوښتنه کړې چې د بشري حقونو دغه “ظالمانه” سرغړونکي محاکمه کړي. د براون د څرګندونو څخه څو ورځي وروسته د سزا نړیوال دیوان څارنوال هم د براون د خبرو په تأئید ویلي چې د تعلیم سره د طالبانو دښمني باید، بشري ضد جنایت وشمیرل شي.

په لنډہ توګه:

د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار حق سره مخالفت دا مانا لري چې :

۱- طالبان د اسلام د ستر پیغمبر علیه السلام لارښوونو ته پام نه اړوي

۲-  د اسلامي  نړۍ  علماوو مشورې نه مني

۳- د افغانستان له خطر نه ډکه دیپلوماتیکه انزوا چې د نجونو له تعلیم سره تړاو لري، پایلې ته پام نه اړوي

۴- د طالبانو د ادارې کورنیو او بهرنیو دښمنانو ته د مخالفت بیلګي په لاس ورکوې

۵-  ډیری کورنۍ دیته اړ باسي چې د خپلو اولادونو د تعلیم په خاطر هیواد خوشې کړي

۶- په لوی لاس جګړه مارانو ته د بیا راتګ او واک ته د رسېدو امکانات برابروي

او هم په ناپوهۍ د خپلې واکمنۍ بیا نسکوریدو ته زمینه برابروي او په پایله کې د امنیت او خپلواکۍ اوسنی زرین چانس ضائع کوي. 

اَللّٰھُمَّ اھْدِ قَوْمِیْ فَاِنَّھُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ( الحدیث) 

    ۲۶/۰۲/۲۰۲۴

« پاې»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.