دا ښار چېرته او د خدای رضا چېرته

195
د سړک پر غاړه ناستې انجلۍ ته مې پر خور کړي پلؤ سلګون کېښود. نجلۍ سترګې را پکې وګنډلې او پۀ سپکه لهجه یې وویل: څۀ غواړې؟
وارخطا او حیران شوم: هېڅ!
-نو دا پیسې د څۀ لپاره؟
– د الله د رضا لپاره
پۀ خندا شوه، لکه ټوکه مې ورته کړي وي.
څو ځلې یې تکرار کړه، د الله رضا، د الله رضا…!!
دا به دې هم د نفس د رضا کومه لومه وي.خو صفا یې نۀ وایې
(دا ښار چېرته او د خدای رضا چېرته!)
مور مې مړه ده او پلار مې پوډري دی
نور نو لۀ هیچا د بې غرضه مرستې هیله نۀ لرم.دا هغه زده کړه ده چې دې خلکو را کړې.
دلته هر چا یوه کوچنۍ ښېګڼه هم د خپل غرض پۀ لفافه کې را ته نېولې…
نجلۍ بیا ځل سترګې را پورته کړې؛ زما د اوښکو پۀ لېدو یې وویل: تۀ لکه ددې ښار نۀ یې؟
پۀ نیولي غږ مې بې اختیاره وویل: ای کاش نۀ وای. زۀ بېخي د دې ښار نۀ وای کاش کاش کاش.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.