د ښځو نړیوالې ورځ تاریخ

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

257

د ښځو نړیوالې ورځ تاریخ

د ښځو نړیوالې ورځ تاریخ ته یوه لنډه کتنه:

د ښځو ورځ د مساوات او برابرۍ لپاره د مبارزې یوه اوږده تاریخی لار ده. د ښځو نړیواله ورځ څنګه رامنځته شوه. د ښځو نړیواله ورځ یا په ساده الفاظو کې د ښځو ورځ دا ورځ د ښځو او نارینه وو لپاره د مساوي حقونو لپاره یوه سیمبولیکه ورځ ده. په ټوله نړۍ کې د یوې پیړۍ راهیسې میرمنې د مساوي حقونو او د ښځو ښه ژوند لپاره چې خپله خپل برخلیک وټاکې مبارزه او مظاهرې کوي.

په 1909 کال د فبرروۍ په 28 مه نېټه په متحده ایالاتو کې د سوسیالیست ګوند له لورې د ښځو لومړنۍ ملي ورځ ولمانځل شوه. د ښځو حقونو فعالانو په نیویارک کې د توکرانو کارګرانو لخوا د اعتصاب یادونه په کې وشوه، چې د ښه کاري شرایطو لپاره مبارزې کولې. دوی د ښځو لپاره د رائیو ورکولو حق غوښتنه هم کوله.

د 1911 کال راهېسې په نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کیږي. د دې ورځې بنسټېزه ډبره په 1909 کال کې د امریکې په متحده ایالاتو کې د ټوکرانو یا نساجي فابریکو ښځینه کارګرانو لخوا د لوی اعتصاب په پایله کې کېښودل شوه. ښځینه کارګرانو د زیات معاشونو، د لنډو کاري ورځو، د کار ښه شرایطو، د رائيو ورکولو حق او د ماشومانو د کار ختمولو غوښتنې کولي. دغه غوښتنې او اندېښنې په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې پر نړیوال کچ خپرې او تائید شوې. دا عمومي نړیواله نېټه د مارچ اتمه نېټه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ټاکل شوي ده.

په اروپا کې د یو سلو لسو کلونو راهیسې ډېرې ښځې د مارچ په اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د لا زیاتو حقونو او برابرۍ لپاره مبارزه او لاریونونه ترسره کوي. له دې مخکې د اروپا ښځو د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزه کوله. لکه همداوس چې په افغانستان کې د افغان میرمنې سره د جنسیتي تبعیض پر وړاندې مبارزه روانه ده.

په 1910 کال د اګسټ میاشتې په 26 مه نېټه د اروپا په تاریخ کې د ټولو اروپایې ښځو لپاره د یوې مهمې ورځې په توګه ثبت شوې ده.

د 1911 کال د مارچ په19  نېټه د لومړي ځل لپاره په ډنمارک، جرمني، اتریش، هنګري او سویس هیوادونو کې ښځې د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره د اروپا ښارونو سړکونو ته راووتي.

اصلاً دوو جرمني میرمنو د ښځو د حقونو فعالانې د دې نړیوالي ورځې بنسټ کېښودلي دی. د ښځو نړیوالې ورځې مفکوره د جرمن میرمنې کلارا ځیټکېن لخوا په (1933-1858) وړاندې شوی ده.

په 1910 کال کې دغو دوو جرمن ښځو اغلۍ کلارا ځېټکین او اغلۍ کیټ ډونکر په کوپنهاګن کې د سوسیالیستي میرمنو په دویم نړیوال کنفرانس کې یو وړاندېز وړاندې کړو، چۍ د دوی دا وړاندېز د امریکا متحدو ایالاتو کې د یوې مفکورې پر بنسټ ولاړ و. یو کال مخکې له دې د امریکا سوسیاللیسټ ګوند لخوا د ښځو ملي کمېټې له لورې د ښځو د رائیو ورکولو لپاره د ٬٬ مبارزې ملي ورځ٬٬ په نامه یوه ورځ اعلان شوه. په 1911 کال کې جرمن مېرمنې اغلۍ کلارا ځیتکین د ښځو نړیوالې ورځې اعلان وکړ.

خو حتی کله چې دا ملي ورځ په جرمني کې د لومړۍ نړیوالي جګړې ورسته خلکو ته ورمعرفي شوه. جرمن میرمنې بیا هم کرارې کینناستي یا تسلیمې نه شوې. د مارچ په اتمه نېټه دوی د ښځو ټولنیزو چارو اړوند مسائیل لکه د حرفوي خونیتوب او د مور زیږون د خوندیتوب لپاره کمپاینونه او مبارزه پیل کړه.

د نازي جرمني په دوران کې د ښځو ورځ د مور ورځې په نامه بدله شوه، چې د دوی سیاسي سیسټم سره یې سمون درلود.

په 1946 کال کې ختیځ جرمني بیرته دغه ورځ د ښځو ورځې ته واړوله. خو دوی هم دا ورځ له پیله د خپلو سوسیالیستي پروپاګنډې لپاره وکاروله.

په هرصورت په لویدیځ کې دې ورځې د وخت په تیریدو سره خپله اصلي مانا له لاسه ورکړه. دغه ورځ ورځ په ورځ د سولې ځوځښتونو او کارګري اتحادیو د راټولیدنې لپاره کارول کیدله.

دې ورځې د جرمني بیرته یووالي راورسته د 1994 کال راهیسې په درست جرمني کې د نوی وخت یا رینیسانس دورې رامنځته کیدو سره سترو ولسي لاریونونو ته لاره هواره کړه. د ښځو حقونه بشري حقونه دي.

په 1975 کال کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان پر نړیوال کچ د لومړي ځل لپاره د مارچ په اتمه  نېټه د یوه نړیوال جشن په توګه دغه ورځ ولمانځله.

په 1977 کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له ټولو غړو هیوادونو وغوښتل، څو د کال یوه ورځ ٬٬ د ښځو د حقونو او نړیوالې سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ورځې٬٬ په توګه وټاکې او ولمانځي.

ولې د مارچ اتمه:

په لومړیو کلونو کې د ښځو نړیواله ورځ کومه روښانه ټاکلي نېټه نه درلودله. دا ورځ د لومړي ځل لپاره په 19 نېټه د جرمني مارچ انقلاب (1848-1849) د قربانیانو د یادولو ورسته د یوې جنجالي سیالي ورځې په توګه یاده شوي هم ده. دغه نېټه او موخه د ښځو د نړیوالې ورځې د انقلابي اهدافو د روښانه کول دي: د ښځو لپاره د رائیو ورکولو حق دی.

یو وضاحت باید وشي، چې ولې د مارچ اتمه بالاخره د ښځو نړیوالې ورځې په نامه ومنل شوه. د 1917 کال کې په دې ورځ کې د روسیې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د کارګرانو اعتصاب او لاریون روان و، چې دغه اعتصاب یا لاریون د روسیې د انقلاب یو اصلي محرک عنصر ګڼل کیږي. د یادونې وړ ده، چې دا ورځ په 1921 کال کې په ماسکو کې د کمونیسټو میرمنو په دویم نړیوال کنفرانس کې رسماً وټاکل شوه.

ولې د ښځو نړیواله ورځ نن ورځ زموږ لپاره یوه اړینه مهمه ورځ ده.؟

نن په یویشتمه پیړۍ کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د افغان میرمنو لپاره یوه توره ورځ ده. افغان میرمنې د تاریخ په اوږدو کې لکه رابعه بلخي، ګوهرشاد بیګم، سلطان راضیه، نازو انا، زرغونه انا، عایشې دوراني د میوند ملالي او په سلګونو بې نامه بې نښانه افغان میرمنې زموږ د تاریخ ځلانده ستوري دي.

نن د کابل واکمنانو د افغان نجونو د زده کړې او پوهنتون مخه نیولي ده. نن د افغان نجونو پر زده کړه بندیز لګول شوي دی. نن د افغان نجونې پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي شوي دي. نن د کونډو میرمنو پر کار او بار باندې بندیز لګیدلي دی. دا د نړۍ په تاریخ کې یو ستر نه بښوونکی بشري ظلم دی. دا په خپله افغانستان او افغاني ټولنه بې ثباته کوي، دا په خپله د افغانانو ترمنځ بې باوري، ناامني او د ښځو کډواليو ته لاره هواروي. د ځینو طالبانو دغه بې مانا، ړون، ګونګ او کاڼه سیاستونو له امله افغانان بیا د تل لپاره د ګاونډیانو او بهیرنیو هیوادونو ته احتیاجوي، محتاجوي، خوار او ذلیلوي. افغان میرمنې د ناروغیو درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو ته روانې دي، هلته رټل کیږي او بې عزته کیږي. افغان نجونه بېسواده ساتل، دا د افغان ملت تدریجې علمي او معنوي نسل وژنه ده. له دې امله ملګرو ملتونو د طالبانو دغه ناورا، غیر انساني او غیر اسلامي سیاستونه جنګي جرمونه بولي. دا د علم او جهل ترمنځ جګړه ده. دا د تور او سپین ترمنځ جګړه ده. دا د ښه او بد ترمنځ جګړه ده. افغانان باید نن د جهالت، ناپوهې او تیارو په وړاندې پر ملي او نړیوال کچ د مارچ په اتمه نېټه خپل دریځونه څرګند کړي او خپل د رڼاګانو صفونه برابر کړي، تر څو ملګري ملتونه دغه ورځ د افغان میرمنو د بشری حقونو ورځ په نامه اعلان کړي. ځکه د افغان میرمنو څخه بشري او اسلامي حقونه په ډیره ظالمانه او ناروا توګه اخیستلي شوي او سلب شوی دي. دا بشري ضد کړنې به هم د تل لپاره په تاریخ کې ثبتي شي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.