د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د کب ۲۰مه د روان کال روژې میاشت کې د دولتي ادارو د کار مهالوېش اعلان کړ.
دغه وزارت په یوه خپور کړي مکتوب کې ویلي چې د روژې میاشتې پر مهال به په دولتي ادارو کې کار پر ۹ بجو پیل او له کومې دمې پرته به د ماسپښین تر دوو بجو دوام کوي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مکتوب کې راغلي: «د کار پیل سهار ۹ بجې او د کار پای ماسپښین ۲ بجې، د پنجشنبې ورځو په ګډون پرته له وقفې.»
یاد وزارت په پلازمېنه او ولایتونو کې له ټولو دولتي ادارو غوښتنه کړې چې خپلو کاري او اقلیمي شرایطو ته په پام د خپلو کارکوونکو د کار پیل او پای مهالوېش تنظیم کړي.
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت تراوسه په رسمي توګه اعلان نهدی کړی چې سبا دوشنبه به روژه وي او که نه، خو یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه د روژه ماتي او پېشمني مهالوېش خپور کړی چې پهکې د روژې لومړۍ، سبا دوشنبې څخه پیل شوې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.