د سولې او رڼا ګانو ښار

هاجره حرکت

228

نن مو د دغه قاچاقي سفر څلویښتم ماښام و، چې د ژوند له ملګري مې جلا له خپلو ماشومانو سره پيل کړی و او هغه راځنې د روسيې په مسکو ښار کې پاتې شو…

له روسيې څخه د رومانيې په لور د کیشنوف په ښار کې درې اونۍ مو په ډیر ناوړه حالت کې تیرې کړې ، نهه لس ځل مو په ځنګل کي مزل وکړ او بيا په بیرته راوګرزیدو. تر څو په يوه لارۍ کې د موټر چلونکي شاته لکه قبر په څير تنګ ځاي کې موږ سره نور لس کسان پاس او لاندې شپږ ښځې،زما له اولادونو سره یو بل تنکې ځوان وو سره کښينول، په دولسو ساعتونو کي، پرته له خوراک، د ډير و  ستونزو په ګاللو سره د رومانيې يو ستر ښار ته یې ورسولو.
په رومانيه کې له لسو ورځو وروسته د هغه مهال چکسلواکيا هېواد په لور له موږ سره د کابل ښار د وزیر اکبر خان روغتون يو ډاکټر له خپلې ځوانې لور سره ملګرې شو او  په اور ګاډی کې پر ټوله لار درې ځل موږ سرحدي پوليسو ودرولو چې زما زوي اکبر ورسره هر ځل ډغره وهله.
د څارنې او کنترول په لومړي او دويم ځاي کې اکبر چې لږ څه انګريزي او هم يې روسې ژبه زده وه، له پوليسو سره خبرې او لانجې وکړې. په پاې کې هغه ډاکټر اکبر ته کړه:
اکبر جانه! زموږ پاسپورتونه خو سم دي، دوی پيسو ته سترګې نيولي، ټولې پيسې زه ورکوم، خو د سرحدي کنترول مسولينو سره لانجه مه کوه!
اکبر کړه:
ډاکټر صاحب!  پوهيږم او ماته قاچاق کونکي هم ويلي، چې رشوت ورکوه، ما سره پیسې شته دی، خو راځنې وبه يې نه ګوري.
د ډاکټر، ټنډه تروه شوه، ماته يې کړه:
خورې! ستا زوي تنکې ځوان او بې تجربې دی، زه هيله کوم، چې موږ دغه پولیسو ته په لوي لاس مه ورکوئ.
خو خبره زما له واکه وتلې وه، د ریل په واګون کې د خبرو وخت نه و.. همدا و چې اکبر په دريم کنترول ځاي کې یې هم د چکسلواکيا دغه مامورین په وچ ډاګ پريښودل، يوه ټنګه يې هم ورنه کړه، په همدې ډول پراګ ته ورسیدو. هلته ډاکټر او لور چې هدف يې بل خوا و، له موږ جلا شول.

له پراگ  څخه یوه نیمه اونۍ وروسته د آلمان په لور، پر سرحدي پوله په ځنگل کې يو ساعت او پنځه څلويښت دقيقې لار وه. د روانيدلو پر مهال، قاچاق کونکي، راته داسی څرگنده کړه:
پوهيږئ، چې تاسې له دې ځایه باید په ډيره چټکه منډه لاړ شئ!

دا کس د اصلي قاچاق کونکي استاذې و، هغه له موږ څخه درې  کاله پخوا، زما د وړوکي زوي دوه نيم زره او نور له موږ هر يو تن نه پنځه زره ډالر د هواي سفر په نوم اخستې وو. دا دري کاله يې راباندي په نن او سبا کې تیر کړل، تل یې راته درواغ ویل. په دې شيبه کې زما زوي اکبر له دغه انساني قاچاق کونکي پوښتنه وکړه:
هلته به زموږ لارښوونکي څوک وي؟
دغه سړي پرته له ځنډه، زموږ د ډاډ له پاره وويل:
هغوي يوه تجربه لرونکي ډله ده، چې ټول چينايان دي.
ماته هغه پيښه را یاده  شوه، چې همدا څو ورځې وړاندې، د پراګ او آلمان په سرحد کې يوه مور له خپلو دوه بچيانو سره د ډير ورښت له امله د خوړ اوبو ته لويدلي او ډوبه شوې وه. په همدې هکله مې ورته يادونه کوله، خو هغه خپل لاس پورته کړ، په امرانه لهجه يې زياته کړه:
د ډيرو تپوسونو وخت نه دی، روانيږئ په خير او  بله سپارښتنه یې دا وه:
پام کوئ د سړک پرغاړه د برلین نوم په  ښکاره کيدلو سره دوکه نه شئ، چې موټر چلوونکي غږ وکړ، دا دی برلين او تاسي يې ومنئ. ځکه دوي ډير پناه غوښتونکي دوکه کړي، چې تر برلين پورې سل يو نيم سل کيلومتره واټن لري يې، له موټره ښکته کړي.

دا سړې په عمر  څلویښت کلن او یا ډیر و، چې خړه شپو يې په سر کړې او په خپلو لنډو بریتو کې ګوتې وهلې، هغه مهال مې را په ياد شو، چې مشر يې دري کاله پخوا  له موږ  ۲۵ زره ډالر واخیستل، په خپله مو بيا ونه لیده.اوس مو واوريدل، چې څو تنو په يو بند موټر کې ساه ورکړې، خلکو ویل، چې د دوي کسان وو…

له دې خبرو وروسته يې موږ څلور واړه تر ځنگل پورې په يوه روسې والگا کې ورسولو، کله چې له موټره ښکته شو،هلته يوه بله افغانه کورنۍ هم وه چې يوه ځوانه ښځه او ځوان سړې، له يوې بوډۍ مور او دوه و ماشومانو سره وو.
زه چې ډيرې انديښنې په سر اخيستې وم، ساه مې ډوبه ډوبه کيده، د ځنگل تر څنگ سړه او نمجنه هوا مې پر مخ ولگیده او يو څه مې حالت ښه شو. يوه نيمه مياشت کيده چې پر لار وو. په بیړه دغه پنځه کسيزي کورنۍ  ډلې ته نږدي شوم. هغوي له موږ سره ستړی مه شي وکړه، دري تنه لويانو له موږ پوښتنې وکړې، چې له کومې لارې راغلي يوو، ځوانې ښځې راته وويل:
پوهيږې! دا مو څلورم ځل دی. زما زړه بیا ولویده، بیواکه شوم او په کاواک حالت کی مې وپوښتله:
څه، دا مو څلورم ځل دی؟ ځوانې ښځې کړه:
هو څو څو ورځې مو په بندیخانه کې تیرې کړي، ځکه پولیسو نیولي وو. هغې لا خبرې کولې چې په دې شيبه يوه څلور کسیزه ډله، چې ټول په ونه ټيټکي او خنډی سړي وو له قمچينو سره مو مخې ته ودريدل، داسې چې گواکې د زمکې له تله ناببره راوځي. دوه تنه مخکې او دوه مو تر شا روان شو او  موږ ته يې په نيمه روسې او انگریزی ژبه کې په اشارې سره مخامخ او څلورو خواو ته، هغه وړې په لسګونو پوځې کوټنۍ وښودلې، چې زموږ د تګ لار يې په منځ کې تيره شوې وه او په دې يې پوه کړو چې په دغه کوټنيو کې د چک جمهوريت سرحدي پولو څارونکي ناست دي.

ځواکمنې رڼا گانې د څارنې په موخه چې له پورته هوا نه يې د تیارې زړه څيرې کوو او پر موږ شا او خوا راتاويدلې. دې کسانو موږ په داسې لارو تاو راتاوولو چې دا رڼا گانې پر موږ ونه لږيږي.

خپل حالت ته مې پام شو او بیا زموږ د لارې مل کورنۍ ته، هغوي سره دوه وړوکي ماشومان وو او  زه مې له دريو ماشومانو سره وم، چې مشر می ۱۶ او کشر مې شپږ کلن وو. ځان راته د هغوی په پرتله ځواکمن ښکاره شو او په پښو کی مې دم پیدا شو. وړوکي زويک ته مې دري پطلونه سر په سر اغوستی وو، له دی ویرې چې پر لاريې راځنې ساړه ونه وهي.
په چټکو قدمونو موږ ټول مخ په پورته روان شو، زه مې له ماشومانو سره په منډو وم، خو دغه کسانو په داسې يوې مخ پورته غوندۍ په منډه ورسم کړو، چې نږدي و زما زړه ودريږي. هغه زړه ښځه بې سده شوه او زوي يې په شا کړه.
په يوه ساه د پورته غونډۍ سر ته په بیړه ختلو چې زما ساه بنده شوه او د تلو توان مې له لاسه ورکړ.

زما زوي اکبر غوښتل چې ما په شا کړي او خپل، د ورور، خور او زما د جامو بيکونه يې هم پر اوږه اړولي وو. هغه مې مخ پر وړاندې تګ ته دیکه کړ. په دې شيبه کې ټوخي ونيولم او زه چې له څو ورځو راهيسې زکام شوی وم، قدمونه مې ورو شو، دلته نا ببره د شا له خوا يو تن خنډکي سړی په ډير زور سره په قمچينه ووهلم. دا گوزار ډير دردونکې وو، چې سریې راباندې وگرزاوه او پښې مې سستې او اړو پړ  شوې، خو په دغه اړو دوړ کې مې د خيال پر پرده  د څلور کاله پخوا حالت لکه د بريښنا جټکه راکړه. د کابل ښار په دننه کې مې د جگړې اور سترگو ته ودريده، چې دوه نيم کلن زوي به مې ټوله شپه، د خوب پر کټ په غیږ کې رپيده، د توغنديو باران کرۍ شپه زموږ د مکرویانو پر بلاک وريده. د جگړه مارو خپل منځې سيالو ډلو جګړې موږ ټولو ته له چاپيرياله د سره اور تنور جوړ کړی و. د خپل منځي جګړې د ګولیو ورولو څخه به ډير شمير توغندي زموږ په څير د کابل ښار بيوزله اوسیدونکو پر کورونو لږیدل او بيګناه وګړي به په کي لولپه کيدل…

اوس مې لیدل چې، ریدې زوي مې په ډير زور سره مخ پر وړاندې روان دی. زړه کې مې د رڼا څرک ولگیده، له ځان سره مې وويل: که خداي کول د سولې هېواد ته رسیږو.
نن مازديگر چې له پراگ څخه روانیدلو، نو وړوکي ريدي بيا وويل: مور جانې!
نور ځنگلونه خو نه شته او اوس به په موټر يا اور ګاډي کي سفر کوو. ما کړه:
نه گرانه! يو بل لا شته، دا به وروستې ځنگل وي. هغه ځنگلونه شميرلي وو. په روسيه کي د کشنيوف ښار او بيا د رومانيا په سرحد کي مو په ساعتونو په ځنگل کی منډې کړې وې. ما سره يې ځواب نه وو، سترګې مې ترې  واړولي، چې پام يې بدل شي. خو هغه پريښودو والا نه وو، بيا مې زويک په ستومانه کتلو سره وویل:
اوس خو به نور ځنگل نه وي کنه، دا څومره ډير دی، د سولي او رڼا گانو ښار ته به کله رسیږو…
ما به په همدي خوشاله ساته او تل به می، ورته ويل: د سولې او رڼا گانو ښار ته په رسیدو يوو، لږه لار پاتې ده…

موږ پر مخ تللو، د شاته کتلو وخت نه و، همداسی مخ پورته لاړو تر څو د غونډۍ سر ته په  نيم ساعت کي وختو. زموږ د ټولو ساه گانې سوي وې او د خبرو کولو توان راسره نه و. د لږ شان دمې وخت يې هم رانه کړ او دغه کسانو لا هم مخ په ښکته لار راته ښودله چې دا بیا ډيره ستونزمنه نه وه، خو په موږ کې دم نه وو پاتې.
هغه ځوان سړي خپله بې سده مور په شا کړي او پښې يې پر لاره راښکل کيدې. ځان مې وښوراوه چې اوس ډيره لار نه ده پاتې او په ډير زیار مې خپلو پښو ته زور ورکړ. ښکته چې ورسیدو، د چک له پوليسو لري شو او د جرمني ساحې ته ورنږدي شو.

د ځنگل په منځ کې د باران تیزې شيبې راغلې، د ځنگل له ونو یې تیره څاڅکی تيريدل او زموږ پر مخونو لګیدل. په چقړو کې پر لمدو واخو خويدلو. ماته د ځنګل منځ تياره او بوګنونکې  و او له ويرې مې شا او خوا مخ نه اړوه.  په دې شيبه کي مې خپل وړوکي زوي ته وکتل چې څو دا څو حوړه جامې يې  لمدي او لا نورې هم درنې شوې، خو عجيبه دا وه چې پر ټوله لار  چټک روان و.

د ځنگل له منځه  چې تير شو، دغه څلور واړه خنډه کي سړيو موږ ته اشاره وکړه،  دا دی جرمني خاوري ته ورسیدئ او په خپله  لکه پيريان زموږ له سترگو پناه شو. موږ همداسې مخکې ولاړو او د خپل پخوانې قاچاق کونکي سپارښتنه مو په ياد وه، چې د رخصتیدلو په پر مهال يې راته وويل:
پام کوئ چې د ځنگل تر څنگ يو لوي لارۍ موټر ستاسی په انتظار کې ولاړ دی. هماغه موټر ته ټول يو ځاي پورته شئ او کله چې د برلین هواي ډگر ته ورسیدئ بيا له موټره ښکته شئ.
ما تري وپوښتل:
هلته به په څو ساعته کې رسیږو؟
هغه کړه:
بايد په يو دوه ساعته کې ورسیږئ، خو په نيمه لار کي ترینه ښکته نه شئ.
اکبر ترينه پوښتنه وکړه:
دغه موټر چلوونکې خو به پوهيږی، چې موږ چیرته ورسوي؟

قاچاق کونکي په بيړه وويل: نه کنه! ډير کله داسی پيښ شوي، چې د سړک پر غاړه چې پر ولاړو تختو د برلين ښار ليکلی بڼه ښکاره شی، نو مسافر له موټره ښکته کوي او ورته وايې، چې دا دی ورسيدلئ. حال دا چې تر برلين پوري سل يو نيم سل کيلومتره لار پاتې وي…

په دی شيبه کي ستر لارۍ موټر له لري راښکاره شو او له موږ څخه زما زوي او د هغه کورنۍ سړې ورنږدي شو.
موټر چلوونکی ته يې ورکړل شوی نوم ووايه او هغه اشاره وکړه، چې موټر ته پورته شو.
موږ وختلو او موټر روان شو.

له یو دوه ساعته مزل وروسته موټر ودريده او دغه موټر چلوونکې چې په ونه تر دوه متره لوړ او  په اوږو کې پلن سړې و، له موټر نه ښکته شو او خپل غټ خريلې سر يې د موټر له شاتنۍ برخې راښکاره کړ اشاره يې وکړه، چې ښکته شئ. دغه مهال ما خپل زوي اکبر ته  هغه د قاچاق وړونکي سپارښتنه ورپه ياد کړه، نو هغه ژر ورته په روسي ژبه وویل:
موږ هيڅکله نه ښکته کيږو، هغه سړی په ستنه موټر ته پورته شو او غږ يې کړ، چې موټر به روان نه کړي، که موږ ترينه ښکته نه شو. موږ ټولو شور جوړ کړ، خو هغه زموږ خبرو ته غوږ نه ايښوده او همداسې يې ټينگار کوو، چې ښکته شئ. زما زوي له موټره ښکته شو، د موټر مخې ته ورغی تر څو ورسره مخامخ وغږيږی، چې موږ اصلي ځاي ته ورسوي.
موټر چلوونکي سره د اکبر غږ پورته شو او موږ هم په موټر کې دننه شور جوړ کړ. په دې شيبه کې په ناڅاپې ډول موټر روان شو او زما زوي اکبر يې پر سړک پريښود…

ما په زوره پرې غږ کړ چې ودروه!، خو موټر په بیړه رهي شو او زه ويري واخیستم، ماويل ځه لکه چې زوي مې لاړ پاتې شو. خو ۱۲ کلني لور ډيوې مې د خپل ورور نوم ياد کړ او په ټول توان يې نارې کړي: اکبر ورور مې پاتې شو اکبر ورور. بيا يې لا پسي په لوړ اواز غږ کړ: اکبر ورور مې، اکبر ورور، موټر ودروه! ودروه.!د غږ توان يې له ویرې او خواشینۍ دومره ډير وو، چې ټوله لارۍ وښوروله، په دی شيبه کې موټر چلوونکې هم وويريده چې دومره شور ماشور به پر سړک تيریدونکو موټرو کي خلک خبر کړي، نو موټر يې ودراوه.

اکبر  موټر ته پورته شو او ایله بيله مې زړه ولگیده، په بدن کې مې ساه وچليده. موږ وروسته له دري ساعته سفر څخه د برلین هوای ډگر څنگ کې ترینه ښکته شو. هيڅوک نه ښکاريدل، په هواي ډگر کې ټول چاپيريال روښانه و او سباوون ته لږې شيبې پاتې وې، وړوکې زوي ريدې چې د موټر په منځ کې خوب وړی و، سترگې يې پرانيستې او په ډيره خوښۍ يې غږ کړ، دا دی د سولې او د رڼا گانو ښار…

پاې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.