ړندې چاودنې

شاجان هاجره حرکت

273

نن سهار وختي مې مور د سبا ناري له پاره چاي پخولې، چې ما په پطنوس کې پيالي د دسترخوان سر ته راوړې. د کوټې دروازه پرانيستې وه او د پسرلي موسم له سهارنۍ وږمې سره په انګړ کې د سنځلې ونې ګلانو خوشبوي ټوله  فضا عطرینه کړې وه.
پلار مې د کوټې بر سر کې کړکۍ  ته مخامخ پر ايښې بالښت ډه ډه وهلې وه. نصواري سترګو کې يې پوښتنې وې. کله چې د ډګروالۍ له څوکۍ تقاعد ته تللی، ډير کله د ګل پاچا الفت صاحب اشعار، يا اخبار لولي او کله له خپل ګرزنده تليفون سره بوخت وي، خو په هېواد کې روانو حالاتو او زما د ورونو جدايي يې ويښتان ژر سپين کړي دي. ما ته يې داسې وکتل چې ګواکي بيا خو به پوهنتون ته نه ځم. هره ورځ يې انديښنه هم دا وي او له کوره وتل هغه هم  ما له پاره مناسب نه ګڼي.
مخکې له دې چې را نه وپوښتي، ژر مې وويل:
تاسې پوهيږئ پلار جانه! نن نه غواړم غيرحاضری وکړم او بايد د نړيوالو حقوقو استادې درسي ساعت ته ولاړه شم.
پلار مې لکه د تل په څير خپل ګرزنده تليفون په لاس کې او هم يې زما خبرو ته په ډير غور غوږ نيولې وو. خو کتل يې آرام نه و. که څه هم زه اوس دا دی په شپږم سمستر کې یم، خو تر اوسه مې په پوهنتون کي د علم حاصلولو له پاره نه ستړې کيدونکي مبارزه کړې ده…

زما ستره هڅونکي زموږ استاده ځلا سمندر ده، چې تل موږ ته وايې: همدا مو د علم حاصلولو وخت دی. پام کوئ چې له روانو نا آمنه حالاتو ونه ويريږئ او بايد خپل تحصيل بشپړ کړئ.

څو شيبې په کوټه کي چوپتيا خپره شوه، په زړه کې مې تير شو، پلار مې ما ته اندښنه لري او په دې زه ډيره ښه پوهيږم. تر څو چې مور مې راته له پځلنځې غږ کړ: سيلۍ لورې ژر کوه! چې چاي سړيږې. زه مې له پلار، مور او کشر ورور سره په دي پورته پوړ کي اوسیږم. زما د پلار په دې دوه پوړيزه ودانۍ لاندي پوړ کې مې د پلار کونډه خور يا زما ترور له خپلو پنځوو اولادونو سره اوسیږي. انګړ مو ستر دی، د انګورو تاکونه، د الوبالو او مڼو ونې په کې ولاړې دي. دوه ورونه او وريندارې مې له هېواده بهر دي، کشر ورو مې په نهم ټولګي کې دی. هغه نهه بجې ښوونځي ته ځي. پلار مې همدا څو شيبې مخکې زما له مشر ورورسره پر خپل ګرزنده تليفون خبرې کولې.
د چایو ډکه پياله مې د پلار مخ ته کښيوده او مور مې په خپل لاس توده پخ کړې ډوډۍ د آلوبالو مربا سره تر دسترخوانه راوړه. پوه نه شوم چې څومره ژر مې سبانارې وکړ. لږ ځنډ وروسته لکه چې د پلار زړه مې زما له زاریو ډک کتلو نرم کړ، چې راته يې غږ کړ:
راشه لورې! چې د لارې کرايه دې درکړم. خوا ته يې ورغلم، پر سر يې راته لاس کيښود او په دروند غږ يې وويل:
ځه بچې! چې ناوخته نه شی، پاک رب دې وساته، که نه له کوره د وتلو له پاره حالات سم نه دي او دا ډاډ نه شته چې بیرته به څوک کورته ژوندي راوګرزي.
ما يې ژر مۍ وريجې ګيره ښکل کړه، زه تل نازولي لور وم او ډيره ورته ګرانه يم. له ځان سره مې وويل: اوس به راته لکه د تل په څير وايې چې احتياط کوه. زه لا په دې فکر کې وم، پلار ته مې کتل چې پر تندي يې د انديښنو ګونځي ښکاره شوي.

وې ويل: په لاره کې احتياط کوه او همدغه موټر چې تر پوهنتونه ستاسی د بيولو له پاره راځې پام کوه چې په بل موټر کې سپره نه شي. ما کړه:
پلار جانه! په دغه موټر کې ټولې نجونې تر پوهنتونه ځي، يوازي شپږ تنه يې له خيرخاني مينې راځي، چې له دې ځايه زه او زما دواړه ملګرې هم ورسره يو ځاي کيږو. په دې شيبه کې مې د مور مخ ته وکتل، الوتي بڼې يې راته د ډيرو انديښنو کيسې کولې. زه چې همدا اوس له کوره وځم او هغه چې په پرديو هېوادونو کي ترينه مسافر دي، پر زړه يې څه تيریږې؟ خو هغه ډيره بهادره ده، کله هم راته نه وايې چې پوهنتون ته مه ځه، ولي پلار مې ډير کله له کوره د وتلو او په داسي حالاتو کي د تحصيل پلوې نه دی.
مور مې ځانته د چاي پياله ډکه کړه او په خپلو مهربانه کتلو يې ماته ډاډ راکړ. ژر مې خپل بوټان په پښو کړل، پرته له دې چې ډيرې خبرې وکړم، مور او پلار لاسونه مې ښکل او له دروازې ووتم.
زموږ د اوسيدلو سیمې  ته ګردنې باغ بالا وايې او زموږ کور، همدغه غونډۍ ته مخامخ دی. د کور له دروازې لا وتلې نه وم چې درخو راسره مخ شوه. دلته د کابل ښار له نورو سیمو هوا سړه وي، د پسرلي په پيل کې سهارنۍ سړه سيلۍ زموږ مخونو ته سوزونکي څپيړې راکوي. په همدې فکر کې وم، چې سړي هوا مې مخ وسوزوه، درخو ته مې وکتل، د هغې مخ هم لکه د سور باتينګړ په څير راته ښکاره شو. بې دريغه خندا راغله، درخو په حيرانۍ سره راته وکتل، وې ويل:
ولي خاندې؟ ته خو هرکله ژر خاندې او اوس هم په ځای ولاړه يې، ژر شه چې موټر راڅخه لاړ نه شی. ما ځواب ورنه کړ، په داسی حال کي چې خپل د کتابونو بيک مې شاته اچوو، ورپسې روانه شوم. په تلو تلو کي مې وويل:
زه د استاذی ځلا سمندر درس ته ځان په وخت رسوم، خو ته له ما هم مخکي شوې، دا دی لا اوه نيمې بجې نه دي، چې راورسیدلې. درخو کړه:

هو، نو ته څه فکر کوي، چې ګواکي زه به په کی سستي کوم. نن خو ډير مهم درس دی او استاده ځلا سمندر خپل لکچر داسې وړاندې کوي، چې موږ بيا د دې مجال نه لرو، چې په ساعت کي ونه اوسو او وروسته يې په درس پوه شو.

ما کړه:
اي درخانۍ ګلې! ستا خبره سل په سلو کي سمه ده، تر اوسه زموږ د حقوقو يو مضمون دومره په زړه پورې او د پوهیدلو وړ نه وو، لکه د استاذې مضمون. په دې کې خو هيڅ شک نه شته، چې ځلا سمندر رسيدلې او عالمه استاده ده، زموږ په پوهنتون کي ساری نه لري. په دومره ځوانۍ کې يې د پوهې داسې لوړه کچه، په ريښتيا چې موږ حيرانوي. درخو زیاته کړه، دا ځکه چې هغې خپلي لوړې زده کړې په جرمني کې بشپړې کړي او له خپل خاوند سره يوځاي چې هغه هم د کابل طب په پوهنځي کې استاد دی. زموږ د کابل پوهنتون په استادانو کي يوازنۍ جوړه ده، چې دواړه د پوهنتون د علمي کدرغړيتوب لري.
په داسی حال کي چې په چټکو قدمونو روانې شو،ما کړه:
هو کنه دوي دواړه دا دري څلور کاله وړاندې هېواد ته د ځوان نسل روزنې به هيله راستانه شوي.درخو په خپل له ستاینی ډک غږ کې وويل:
د وطن پالنې ډير لوړ احساس.
په خبرو خبرو کې د لس نفره ټيوټا موټر خواته ورسیدو، موټر ته له پورته کیدلو سره سم په خالي څوکۍ کې کښيناستم،درخو هم راسره ځان ځاي کړ. په همدې شيبه کې مې يو دروند او زړه بګونکې غږ واوریده،چې د کابل لوړ غرونه يې وغرول، ناآرامه يې کړل او موټر چې لا ولاړ وو لکه د ځآيه چې روان شی او يا سخته زلزله وي… ټولو په کلمه ويلو پيل وکړ. موټر چلونکي مو چي د پاخه عمر ډنګر سړې دې، په لوړ آواز  يې الله خير له خولي ووت. نور لکه چې خلکو ته دا ډول درنې چاودنې عادي شوي وي موټر روان شو. دغه موټر چلونکې پوهنتون ته له ټولو تلونکو جینکو هره مياشت پيسې اخلي، يو ځل لکه اوس په اوه نيمي او بل ځل په نهه بجو ځي، هر سهاراو مازديګر څلور بجې موږ خپلو کورونو ته رسوي.
په شنه سهار کارته پروان پر سړکونو د موټرو ګڼه ګوڼه دومره زياته وي، چې يو په بل پسې په ټيلو روان وي. په موټر پسې مو له شا او مخي هارنډونه کيدل او موږ يې هم ايله لس کم اته بجې د پوهنتون دروازه کي ښکته کړو.

په دې شنه سهار کې د پوهنتون چاپيريال د پسرلي په دې موسم کې شین زرغون بریښيده. تر شا مو اوږۍ او کوتره چې په ادبياتو يوهنځي کې تحصيل کوي، هم راښکته شوي، دلته مې پام شو چې اته بجو ته څلور دقيقې پاتې دي. ما کړه، ژر کوئ جينکو چې ناوخته شو!  زما ټولګې والې يوازي دوه تنه وې، درخو او تمنا، موږ درې واړه په چټکۍ د حقوقو پوهنځې په لور روانې شو. درسي خونې ته په پوره وخت ورسیدلو، زموږ د انتظار خلاف درسي خونه کې ډير ټولګيوال ناست وو، خو استاده ځلا سمندر نه وه. هره ورځ اته بجې په درسې خونه کې استاده د تورې تختې مخ ته ولاړه وي. عجيبه وه، ولې استاده نه وه راغلي؟ موږ ټولو يو بل ته وکتل. په څوکيو کي جينکۍ او هلکان ناست وو او موږ د استادې راتګ ته انتظار کوو. خو سمدستي د کابل په زړه کې د درنې چاودنې سره د استادې د ناوخته راتګ وجه وتړل شوه. ځينو په دري ژبه وويل:«خدا خير کند.»
ما ته دا خبره د زغم نه وه ، ژر مې په لوړ آواز وويل:
نه نه داسی کومه پيښه دې الله پاک نه کوی او وبه ګورئ چې اوس به په دروازه راننوزي. له دې خبرې سره ټول چوپ شو، څوشيبې تيرې شوې. تمنا په اندیښنې سره وویل:
خير دي وي، خو استادې موږ ته ويلې چې درسي ساعت ته يې ناوخته راتګ ښه نه ايسې، له موږ يې هم  تل دا غوښتنه ده. ما کړه:
په هر ډول حالت کي هغه تل په خپل وخت راغلي. په درسې خونه کی د جينکو او هلکانو له يو بل سره خبرې پيل شوې.ځينو خو ويل چې د استادې تیر لکچر ډير مهم وو، ښه به دا وې چې په دې اړه زيات وضاحت ورکړي،ډير په زړه پورې وو.
ما غوښتل چې همدا اوس استاده په دروازه راننوزي او ټول له خبرو کولو پاتي شي. زموږ انتظار ډير اوږود شو او ورو، ورو ځينی هلکان او جینکۍ له درسي خونې ووتل. د ساعت په پای کې زموږ د درسي خونې دروازې کې د دیپارتمنت آمر سر راښکاره کړ، په الوتي بڼه يې موږ ته وکتل، څو شيبې چوپ وو، داسې بريښيده چې د خبرو له پاره الفاظ لټوي.
په پاي کې وويل:
تاسي خو به لا کوم خبر نه وي اوريدلې؟ ورپسې يې زياته کړه، له درنې چاودنې خو ټول خبر یوو. ټولو جينکو،هلکانو په يو آواز وويل:
چې زموږ استاده تر اوسه نه ده راغلي. يو بيخې نادره کار چې په دې دوه کلونو کي نه وو پيښ شوی. موږ ټولو د هغه خولې ته کتل، په پاي کې زموږ د ديپارتمنت آمر په ريږديدلې غږ وويل:
ډير بد خبر دې، موږ ټول ودريدلو لکه چې ساه ګانې مو قبض شوې وي.
هيچا د څه ويلو توان نه درلود. درخو چې زما څنګ ته ولاړه وه کښيناسته، د کابل ښار په زړه کې د ستري چاودنې پر مهال د استادې ځلا سمندر دوي موټر هم په دغه ځاي کې راتیريده…
د استادي نوم يادول نه و، لکه زموږ په درسې خونه کي چې تندر ولویږي. ټولو په لوړ آواز چغې کړې، زه پوه نه شوم چې څومره په لوړ آواز مې د استادي نوم واخيسته او د دهليز په لور په منډو شوم. راپسې سمې درخو، تمنا او زموږ د ټولګې نورو جينکو په منډو پيل وکړ. تر څو چې د آمريت دفتر دروازې ته ورسیدم، هلته يو ټولي محصلين او استادان ولاړ وو، هيچا نور څه نه شو ويلې. يوازې همدومره مې د يو چا خبرې واوريدلې، چې داسې يې ويل: ځلا سمندر له خپل خاوند سره د دغه چاودنې له ځآي څخه تيريدله او په خپل موټر کې پوهنتون ته راتلله. داسي ښکاري د پيښې له ځآي هيڅوک ژوندي نه دي وتلي… سترګې مې تورې شوې او نوره پوهه نه شوم…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.