قانون، پاک او ناپاک بیلوي

شاه محمود میاخېل

210

د افغانستان راتلونکې په احساساتي خبرو، کنځلو او د زړه په بړاس ویستلو حل کېدلی نه شي؛ ځینې رسنې چې نه شي کولی د ژورنالیزم په اساس خپلې رسنې وچلوي؛ نو زیاتره وخت د رسنیو څپې په تاویلو ماویلو ډکوي.

په دې لیکنه کې دوه موضوع مطرح شوي دي:لومړی د رسنیو استثمار او نیمګړتیاوې او دویمه مساله د سیاسیونو، پخوانیو چارواکو او تحلیل کوونکو لنډ پاري بحثونو باندې تبصره ده.

د رسنیو زیاتره چلوونکي سیاسي اکټویستان دي او د خبري، تحلیلي او تحقیقي ژورنالیزم فرق نه شي کولی. کله چې یو ژورنالست په موضوع حاکم نه وي نو موضوعات د ګپ شپ بحثونو په شکل مطرح او تسلسل د بحثونو نه شي مراعات کولی.‌

هره موضوع چې یو ژورنالست مطرح کوي نو د هغې مسالې د بکرونډ یا شالید په هکله باید بشپړه معلومات او څېړنه ترسره کړې وي، د دنیا او وطن په پالیسیو باید خبر وي او همدارنګه د ورځینو مسایلو په هکله کافي معلومات ولري.
له بده مرغه زیاتره افغاني رسنې د غربي رسنیو تقلید کوي؛ خو د نړۍ مهمې رسنې د یو ساعت پروګرام چلولو لپاره یو لوی ټیم تر شا لري، چې هغه ورته ریسرچ او تحقیق کوي. د برنامې چلونکی هم په مسایلو پوه کس وي، چې ټول مسایل مخکې له پروګرامه مطالعه کوي او بیا د خپل میلمه څخه د موضوع په اړه مناسبې پوښتنې کوي. دا چاره ژورنالېستیکه پخته ګي، د مسایلو هضم او پر موضوع بر لاسيرامنځته کوي. یو کس چې یو ساعت پروګرام چلوي نو د خپل ټیم سره ورته اته یا لس ساعته ریسرچ او تحقیق کوي، چې کومه موضوع وټاکي او څنګه پروګرام مخې ته بوځي.

له بده مرغه په اوس وخت کې د افغاني رسنیو د پروګرامونو اکثره چلوونکي لکه د هغه استاذانو په شان دي، چې بې له چمتوالي صنف ته ننوځي، نو اول د زده کوونکو څخه پوښتنه کوي چې د کتاب کوم ځای ته رسیدلي یو؟ بیا یو زده کوونکې ته وایي، چې ښه نو دا بل فصل ته قرائت کړه او هغه بیا وروسته یو څو خبرې د موضوع په اړه وکړي.

زموږ د افغاني رسنیو په پروګرامونو کې ژورنالېستیکه ناپخته ګي، پر موضوع نه پوهېدل او د کم معلوماتۍ نښې پکې له ورایه ښکاري.

کله – کله د پروګرام چلونکي پخپله مبصر شي؛ ځکه پوښتنه یې د میلمه له ځواب څخه اوږده وي او په اخره کې میلمه ته ووایي، چې وخت هم کم دی؛نو په څو ثانیو کې ځواب راکړه خو د کوربه پوښتنه بیا هم له یوې دقیقې څخه زیاته وي.
د رسنیو اوسني وضعیت ته چې ګورم؛ نو هغه وخت راپه یاد شي، چې کله به اخترونو کې کلي ته تللو، نو زمونږ ملا صیب به هماغه یوه خطبه او څو شعرونه همېشه په هر لمانځه کې تکرارول او ټولو مقتدیانو یې هم هغه ښه حفظ یا ضبط کړي وو.

په اخره کې به یې ویل، چې غواړه فضل د رحمان، سرسایه مخکې د لمانځه څخه ورکړئ او سم مسلمانان شئ. کله – کله دا پوښتنې دومره تکراروي وي،چې اخره کې د خپرونو چلونکو ته همدومره باید سړی ووایي،چې بس اوس غواړه فضل د رحمان او ستاسي وخت پوره شو.

په دې توګه د رسنیو بحثونه په دې شپو او ورځو کې د کلي د ملایانو د وعظونو په شان وي. په عینې خطبه کې اول د استنجا موضوع مطرح کوي بیا د استنجا څخه زکات ته او د زکات څخه سرسایې ته منډه کړي. هر ایات او حدیث چې یې حفظ کړي وي، هغه تکراروي او تسلسل د خطبې یا تبلیغ یې معلوم نه وي.

دلته یوازې د ژورنالستانو او پروګرام چلوونکو ملامتیا هم نه ده؛ بلکې د تلویزیونو د مالکینو او هییت مدیره ګناه ده، چې د یو ساعت پروګرام لپاره به یې فنډ د کوم ځای څخه اخستی وي او په هغه فنډ کوښښ کوي، چې ۲۴ ساعته پروګرام وچلوي. یو کس د لسو کسو کار کوي. دې ته د یویشتمې پېړۍ استثمار وایي، ځکه د رسنیو مالکین فقط لنډمهاله ګټه په نظر کې نیسي چې څه پیسې پېدا کړي.

اړینه نه ده، چې هره رسنې دې خامخا څلرویشت ساعته پروګرامونه ولري؛ خو د کمیت څخه کیفیت مهم دی. د رسنیو خبرې هغه وخت نورې هم زړه تنګې شي، چې د فیسبوک لیکنې بیا لولي او یا هغسې کسان پروګرامونو ته راولي، چې په تکراري موضوعاتو بیا – بیا بحثونه کوي.

د رسنیو پروګرامونه چې تعقیبوم، اکثره موضوع ګانې یوه رسنې له بلې څخه او یا هم د ټولنیزو رسنیو څخه کټ او پيست کوي او کله د میلمنو څخه پروګرام چلونکي دا توقع هم لري، چې هر مېلمه باید جامع الکمالات وي. یو وخت مو د امریکا غږ راډیو سره کار کوه.‌ هغه وخت یو ساعت پروګرام د سهار له خوا او یو نیم ساعت پروګرام د ماښام له خوا و.په واشنګټن کې او هم د محلي خبریالانو له خوا ورته پوره تیاري نیول کېده. وروسته چې د امریکا غږ خبرونه څلورویشت ساعته شول نو بیا کیفیت هم خراب شو.

په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا غږ راډیو مرکزي ادارې له خوا راته دنده راکړل شوه، چې د پښتو او دري پروګرامونو د مسوولینو د خبرتیا څخه په غیر د دوی پروګرامونه واورم او خپل نظر پرې ولیکم. کله چې ما پروګرامونه واورېدل نو هلته په افغانستان کې د امریکا عملیات پيل شوي وو؛ خو دوی د نیویارک په سټاک مارکیټ باندې پروګرام درلود.

په سټاک مارکیت باندې ډېری افغانان او په خاصه توګه عام ولس خو له سره نه پوهیږي. همداسې یو څو نور پروګرامونه چې د ورځې موضوعات نه وو؛ دوی غوره کړي و. ما ورته ولیکل چې دا پروګرامونه داسې دي، چې څوک د سلماني دوکان ته د وېښتو جوړولو لپاره لاړ شي؛ نو تر څو چې یې نوبت رارسیږي، هلته زړې مجلې پرتې وي او د وخت تېرولو لپاره د یو مجلې ورقې وهي او یو څه لولي خو هغه مواد ټول زاړه او یا دلچسپه نه وي. د امریکا غږ پروګرامونه همداسې دي.

راځم دویمې مسلې ته؛ د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د رسنیو لومړۍ کال په همدې تېر شو، چې جمهوریت ولې سقوط وکړ؟

ځواب یې هم اسانه او هم سخت دی. اسانه په دې دی چې د سقوط عوامل په درېیو برخو وېشل شوي، چې داخلي، سیمه ییز او نړۍوال اړخونه دي. درېیواړو اړخونو کې ستونزې وې؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ، که ستونزې نه وی نو جمهوریت سقوط نه کاوه.

یو اړخ د بل اړخ سره تړلې دی او په کل کې داخلي اړخ یې د نړۍوالو او سیمه ییزو اړخونو څخه خورا مهم و او دی.
دا چې چا بد او یا ښه کړي دي، هغه د رسنیو په بحثونو نه شي حل کېدلی، د ښه او بدو تفکیک به د قانون په چوکاټ کې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند نطام له خوا څېړل کیږي.

پرېکړې به هم سلیقوي نه وي بلکې په ټولو باندې یو قسم تطبیق کیږي. قانون په چوکاټ کې به پاک او ناپاک سره جلا کیږي. که اوس دا ووایو چې فلاني داسې وویل او ما ورته داسې وویل نو دا سمه نه ده؛ ځکه د هر چا سره کافي کیسې شته او هغه به لیکي او تاریخ به یوه ورځ پخپله قضاوت کوي.

دا چې اوس په افغانستان کې حقوقي، قانونمنده او مشروع مرجع نه شته چې هر څه وڅېړي، پاک او ناپاک سره جلا کړي، د واقعیتونو او اتهاماتو توپیر نه شي کېدلې.

په دې توګه د بیځایه څرګندونو په اساس، بې باوري نوره هم د افغانانو تر منځ زیاتیږي. د بې باورۍ په فضا کې به ټول په ماضي کې اوسي. د راتلونکې او حال لپاره به هیڅوک، هیڅ لاره پېدا نه کړی شي.

نو پس رسنۍ باید هڅه ونه کړي، چې ټوله ورځ د اشخاصو او ډلو د بدنامۍ ټېکه واخلي او هره ورځ په خپلو خپرونو کې د نورو د سرکوب او نادرستو معلوماتو په خپراوي عامه اذهان خراب کړي.

د افغانستان مساله له شلو کلو څخه نه ده پیل شوې. زمونږ په یاد دا پنځمه لسیزه ده، چې افغانان د بحران سره مخامخ دي او دا سلسله لا روانه ده.

واړه وو، ځوانان شو او اوس د ځوانې څخه پیرۍ خواته روان یو. د علل او معلول د فرمولې په اساس، هېڅ افغان مجرم نه دی او نه هېڅ افغان ځانته برائت ورکولې شي ځکه حکومتونه د ولس فوتوکاپي دي.

څنګه چې ولس وي، هماغسې یې حکومتونه وي؛ خو د دولت په چوکاټ کې دامنل شوې فرموله په دنیا کې ده، چې د افرادو رول په نظام کې د هغه د مسوولیت او صلاحیت په چوکاټ کې مهم دی اما د پالیسیو جوړول، د ولس ذهنیت برابرول او د پالیسیو د تطبیق لپاره زمینه مساعدول همېشه د دولت د مشرتابه کار وي. لکه چې څنګه د هرې دورې کرېډیټ د دولت مشرتابه ته ورکول کیږي؛ نو همداسې مسوولیت یې هم د مشرتابه پر غاړه دی.

که ووایو چې فلانې وزیر، والي او زوراکی ښه نه و، دا سمه ده خو همدا زوراکی، والي او وزیر چا مقرر کړي و؟ که ووایو چې د دولت مشر ښه نه و؛ نو همدا مشر د ټاکنوپه اساس همدې ولس ټاکلې و، نو د علل او معلول په اساس هم ولس ملامته دی او هم د دولت مشر.

زما په اند، په زړو خبرو بحثونه کول یوازې د دې سبب کیږي، چې د اصلي موضوع څخه چې د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې اولویت لري، لرې شو. په اوس وخت کې دا مهمه ده،چې څنګه کولې شو چې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت رامنځته کیدو لپاره زمنیه مساعده شي؛ تر څو افغانستان له انزوا څخه را ووځي او د راتلونکو نیابتي جګړو مخه ونیول شي.

زما په اند؛ د ټولو افغانانو او رسنیو اخلاقي دنده ده، چې د ورځنیو پېښو د خپرېدلو تر څنګ، ولس ته د راتلونکې لپاره جهت ورکړي نه دا چې په تېرو تکراري بحثونو خپل وخت ضایع او لا نور هم د افغانانو په منځ کې د بې اعتمادې او نفاق تخم وشیندي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.