سره ګلاب او توده مينه

شاجان هاجره حرکت

196
له خپل هېواد څخه لرې په دې اروپايې هېواد المان کې مې له  درې کاله پوره کيدو وروسته،  ايله په بيله کار پيدا کړ، هغه هم په داسې يوه دولتې اداره کې. دا خبرې مې په دې اداره کې يوازنۍ افغانې کارکونکي هوا کريمي ته وکړي. هغه چې يوه افغانه ځوانه ښکلې ښځه ده او دلته يې مسلکي زده کړې کړي دي، په ځير يې ما ته خپلې ناغه دارې سترکې غړولې، په غور یې غوږ نیولې و، زما د خبرو په غبرګون کې لږه شيبه چوپ وه، داسې راته وه ايسیدل، چې زما د خبرو جاج اخلي. بيا يې کړه:
شکر وباسه، دلته کار پيدا کيدل، کومه اسانه خبره نه ده.
په لږه موده کې مې کمپیوترې پروګرامونو کې  ځان ورسوه او ډير ژر وپوهيدم،چې هوا کريمي يو ريښتيني او پوهه جينۍ ده، چې هر کله د کمپيوتر په تخنيکي کارونو کې راسره مرستې ته تياره ده.
څو موده تيره شوه، يوه ورځ  په کار بوخته وم، هوا کريمي چې زموږ د کار دفتر ته مخامخ دفتر کې کښينې،  په دروازه کې راښکاره شوه او داسې يې راته وويل:
ترينې! پوهيږې،چې سبا ته د دې ښار د ميرمنو په موزيم کې د افغانو ميرمنو د لاسي صنايعو نندارتون دی او ته کولې شي چې له ماسره هلته لاړه شي.
ما چې د دغه نندارتون په هکله اوريدلې و، په اوريدو يې خوشاله شوم او په تلوسې سره مې وپوښتله:
دا خو د ښار په مرکزي برخه کې شتون لري، هماغه یادوې؟
هوا خپل خرمايې ويښتان له تندې پورته کړل، زياته يې کړه:
هو همدا دی او پخوا مې په دغه موزيم کی کار کوو.
ما کړه:
ښه په دومره ځوانۍ کې دې څو ځايونو کي کار کړی، دا ستا د ښې وړتيا ښکارندوې دی.
ښکلې څيره يې وزلیده او سپين غاښونه يې له ګلابي شونډو لاندې راښکاره شول، ما کړه:
ضرور درسره ځم، ښه خبره دا ده، چې له څلورو بجو وروسته دی او له کار څخه رخصتيږو.
سبا ته تر څلورو بجو مې هره شیبه شمارله، ځکه هوا راته ويلي و چې ډير شمير افغانې ميرمنې په کې ګډون کوي، ډيرې ښکلې افغاني جامې په کي نندارې ته وړاندې کيږی. تر څو چې هوا په دروازه کې راښکاره شوه او ماته يې کړه:
راځه چې زما په موټر کې ځو. ما کړه:
ښاري بسونو تم ځای خو دلته مخامخ دی کولې شو، هغې زما خبره پريکړه:
راځه چې ځو،  زما موټر د څه له پاره دی، زه هم پرته له څه ويلو ورسره روانه شوم.
پسرلنۍ هوا نرمه او زړه ويښونکي وه، د سړک پر غاړو ولاړو ګلبوټو کې غوټۍ غوړیدلې وې او د اسمان پر سينه د وريځو ټيل ماټيل جوړ وو، ښکته پورته زغلیدې، چې کله به لمر ترې خپله رڼا وځلوله او کله به پرې وريځې رادبره شوې.
موټر يې نږدي ولاړ و، موږ دواړه موټر ته پورته شو او د مېرمنو موزيم په لور وخوزيدو.
په لنډو شيبو کي موزيم ته ورسیدو او تالار ته د رسیدو سره سم هوا راته کړه: پوهيږي چې دلته د ټولو مراسمو سمون زما پر غاړه دی، د ستاینې په احساس سره مې و ارزوله، په موږ افغانو مېرمنو کې څومره وړتیاوې پټې دي. په خبرو خبرو کې تالار ته ننوتو. د ښځو د عطرو خوشبوي ګانو ټوله فضا نيولي وه. ما کړه:
زه څه کولې شم؟ هغې په موسکا سره اشاره وکړه:
هلته زما مور ناسته ده، هملته کښينه. ما وکتل چې مخامخ لس دولس افغانی او تر هغې زیاتې المانۍ ميرمنې ناستې وې. زه هم ورغلم او پر څوکۍ کښيناستم. په ښځو کې مې د هوا مور ژر پيدا کړه، ځکه هوا راته ويلې و، هغه چې پوړنې يې پر سر دی زما مور ده.
زما څنګ ته ناسته وه، په پوخ عمر کې يوه ښکلې ميرمن، چې سپين وريښمين پوړنې کې ښکلې څيرې خاص برم او وقار درلود. ما ځان ورو پيژاند، چې د هوا همکاره يم. هغې کړه:
ډير ښه، هوا خو پر خپل هېواد او هېوادوالو سر ایښې دی. په دې څو مياشتو کې مې ستا نوم ترينه ډير اوریدلې.
ما کړه: ستاسې په ليدو له لري پوهه شوم چې د هوا مور ياست. په دې شيبه کې يوې ښايستوکې ماشومې جينۍ ته مې پام شو، چې په خوا کې يې ولاړه وه، بې دريغه مې پرې مينه راغله. ما کړه:
واه، څه څومره ښکلې ده.
مور يې کړه:
دا د هوا لور ده. له خولې مې ووتل:
څه! هوا واده کړې او لور لری؟ موريې وخندل، هو يو پنځه کلن زوی هم لری. ما هيڅ باور نه شو کولې، خو په دې شيبه کې د ستيژ پر سر د  جامو نندارې وړاندی کول پيل شول، لومړۍ پيل کونکې يې په خپله هوا وه، چې ډيرې ښکلې افغاني جامي په غاړه کړي د ستيژ سر ته راغله. بې سارې ښکلې ښکاريده.
ورپسې لس دولس  نوري پيغلې وې، چې د ټولو جامې ښايسته وې، خو په ښکلا کې هوا تر ټولو مخکې وه. تولې جامې افغانې وې، چې که چا خوښولې کولې يې شو وې پيرې.
 دلته هيڅ نارينه نه ښکاريده او يوازې يو دوه تنه ځوانان د موسيقي له الاتو سره راښکاره شول. ننداره پاې ته ورسیده او په پاي کې، افغاني موزیک پيل شو، هوا هم زموږ خواته راغله او سندرغاړې چې يو ځوان سړی و، په ډير ښايسته اواز کې سندرې ويلي:
دواړه چشمان دې محبوبا ګل انار دي توبه توبه.
موريې په موسکا سره هوا ته وويل: هماغه تاته د ميني سندره!
ماته عجيبه وه، څه د مينی سندره او هوا ته.
هوا وپوهیده چې زما سره پوښتنې پيدا شوي. هغې کړه:
تريني! مه حيراينږه، دا سندرغاړې زما د ژوند ملګری روف دی، هغه شوقي سندرې زما له خاطره وايې، ځکه زه له خپلو الماني دوستانو سره کله ناکله د خپل کلتور ورپيژندلو له پاره داسې بنډارونه جوړوم.
په دې شيبه کې هوا د روف خواته ورغله، چې څو تنه الماني مېلمنو د پښتو او دري په ژبه د سندرو فرمايش ورکړی و او زه يې حيرانه پر خپل ځاي پريښودم.
زما او د هوا د پيژندلو دوه درې مياشتې تيريدې خو موږ به په کار کې دومره بوختې وو چې زما په زړه کې نه ګرزيدل هغه به واده شوې وي.
روف په خپل خوږ اواز ټول تالار ولړزاوه او د احمد ظاهر دې سندرې يې موږ خپل هېواد ته بوتلو:
در دامن صحرا، بې خبر از دنيا، خوانده به ګوشم ميګفت نواي هستي را.
او په پښتو ژبه يې د استاد اولمير دا سندره:
مستې منګې بر وړی دی، زړه مې دلبر وړی دی، عالمه لار نيسئ ښه يې په هنر وړی دی. مستې منګې بر.
تر ناوخته دغه محفل دوام وکړ، وروسته له ډيرې مودې مې ځان د خپلو هېوادوالو په منځ کې احساس کړ، خپل افغاني موزیک مې واوريد او د پرديسۍ دغه د تریخ احساس بوج مې له ولو يو څه سپک شو.
تر څو په پاي کې هوا په خپل موټر کې زه خپل کورته ورسولم او د ژوند ملګري روف يې له مور دوي سره روان شو.
سبا ته د اونۍ پای وه، په کور کې هم کارونه ډير وو، نو تر دوشنبې ورځ مې له هوا نه هيڅ احوال نه درلود، تر څو بيا اونۍ پيل شوه. په کار کې هغه ورځ هوا راته انديښمنه ښکاره شوه، ما وپوښتله:
ګرانې! څه خبره ده؟ چې بڼه دې الوتې. هغې کړه:
پوهيږي روف افغانستان ته روان دی. پرته له ځنډه مې له خولې ووتل:
ولي هلته څه کوي؟ هوا څو شيبې چوپ وه، بیا يې کړه: د هغه مور ناروغه ده. ما يې د تسل له پاره وويل:
ځه خير دی، مور به يې الله پاک رکه روغه کړي او دی به تاته راوګرزي. هغې څه ونه ويل، خو فکر يې بل ځاي و.
څو ورځې تيرې شوې، د جمعې په ورځ مازپښين مهال زموږ دفتر چې په دهليز کې لومړۍ کوټه وه، يو سړی  د سرو ګلابو ګيډۍ په لاس د هوا کريمي په لټه کې و. زه په بيړه ورغلم او پوښتنه مې وکړه:
څه خبره ده، څوک غواړي.؟ هغه په آلمانی ژبه وويل: دا ګلان د هوا کريمي له پاره رالیږل شوي. مخکې له دې چې زه څه ووايم، هوا دهليز ته راغله او د سرو ګلابو ګيډۍ يې په لاس کې واخیسته.
نور همکاران هم ولاړ وو، څه مې ونه ويل تر څو کورته د تلو پر مهال ګلان په لاس کې هوا د خپل موټر په لور روانه وه. ما پرې له شا نه غږ کړ:
چيرته هوا ګلې!؟ هغې کړه: مور کره ځم، ما ګلانو ته کتل هغه وپوهيده او په موسکا سره يې وويل:
دا روف راليږلي دي. په دې خبرې سره يې پر ګلابي باړخو ګانو سرخي راښکاره شوه. ما وويل:
واه ګرانې!٬ څومره نيکمرغه يې، د واده دې شپږ اوه کاله تیريږې او تاته لا او س هم د ژوند ملګری ګلان ليږي، په داسی حال کې چې په خپله په کابل کې ناست دی.
هغې په يو ډول وياړ سره کړه:
روف تر اوسه  د جمعې په هره ورځ چې زموږ لومړنۍ ليدنه هم په دې ورځ شوې وه، د سرو ګلابو ګيډۍ راته ډالۍ کوي.
ما کړه: څومره په مينتوب کې مخکې او رومانتيک دی. هغه موسکۍ شوه او زياته يې کړه:
هو روف وايې، مينه باید وروزل شي او هره ورځ تازه شی، لکه دا ګلان، که اوبه ورته ونه رسیږي، مړاوي کيږي. هغه مدام ماته د جمعې په ورځ سره ګلاب ډالۍ کوي.
د داسي ښکلي جوړې ليدل ماته ډير په زړه پورې و او د هوا څرګندونې د اوريدو وړ وې.
هوا زموږ د کار په ځاي کې تل د ټولو د پام وړ وه، ماته خو هسې هم ګرانه وه. مياشت لا نه وه پوره چې د هوا روف له هېواده راستون شو.
وختونه تیريدل شپې او ورځې ژر تيرې شوي، موږ هم په خپل ژوند او ورځنيو کارونو کي بوخت و.
درې څلور کاله تیر شو، هر کله به هوا کريمي د افغانانو له پاره غونډې جوړولې، په اخترونو، د آزادۍ بيرته اخيستلو، نوروز او نورو ورځو کې به هوا کریمي داسې شانداره بانډارونه جوړول او زموږ د ښار ډير افغانان به په کې راټوليدل، د هغې د ژوند ملګري روف به په خپل خوږ اواز کې موږ ته د خپل ټاټوبې يادونه تازه کول.
هغه ورځ چې نوروز ته څو ورځې پاتې وې، هوا کريمي چوپ وه او د لمانځلو په هکله یې څه نه ويل. ما وپوښتله:
هوا جانې! دا ځل پروګرام به چيرته وي؟ هغې له ما سترګې واوړولې. ما خپله خبره راغبرګه کړه:
تا ته وایم کنه، څنګه چوپ يې! هغې په ناست اواز وويل:
نورې لمانځنې له ما نه کيږي. په بيړه مې وویل:
خيريت دی! هوا کړه:
روف نور نه شته. ما وويل:
دا څه وايې، اپلتی مه وایه! هغې له شونډو لاندې څه وويل:
زه پوهه نه شوم او خواته يې چې پر څوکۍ ناسته وه ورغلم، څنګه دې له ما تر اوسه پټه کړی وه. ته درواغ وايې، داسې نه شي کيداي. سريې ښکته نيولې و، په غريو نيولي غږ یې زياته کړه:
له خپلو ماشومانو سره مې ډيرې ستونزې ګاللې، څه له مې زوروي، ريښتيا وايم: روف دا درې مياشتې وشوی، چې له ما جدا شوی دی…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.