شته خودې وسوځه ایرې شه
گاونډ دې وږی، ته روان کوې حجونه
ته دروغ وایې دروغجن یې
په ژبه ښه یې، خو په پټه کړې چلونه
پر زړه مې تورې لړې راشي
چې د فیسبوک کړکۍ دې بنده ووینمه
شال پۀ شړۍ باندې بدلېـږي
د زمانې بازار پۀ لاس د ړندو شونه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
تر سپینې واورې تکې سپینې
ځان ته ماڼو لوګی کوه سترګې دې خورینه
د ډسمبر ساړه لږېـږي
زه په لالي شیندلی ځان راټولومه
شته خو دې وسوځه ایرې شه
گاونډ دې وږی، ته روان کوې حجونه
چې مور مې نهشته دونیا څهکړم
ناست پر زربفت یم، په ایرو یې زه گڼمه
دا خو مې زړه دی چې لاټینگ دی
دومــره ویـــرونـــه دریــابــونــه وچــویـنـه
وطن او مور و پلار خواږهٔ دي
جانانه درې واړه پرېـږدم تاسره ځمه
په پلار مې بله جرگه وکهٔ
که در یې نهکړم، په ړومبي چرگ بانگ به ځونه
سوي اهونه دي او زه يم
له ډېره درده پر لار څانگې وانگې ځمه
غمونه ډېر پر موږ اوږده شول
کـه خـوښـي راغـلـه بـیـا بـه څـڼـې اړونـه
ته دروغ وایې دروغجن یې
په ژبه ښه یې، خو په پټه کړې چلونه
ته دروغ وایې دروغجن یې
نه خپله ښه یې او نه ښه لرې نیتونه
د بېوسۍ اوښکې دې ځار شم
زما د خدای په چارو نه رسي لاسونه
پر زړه مې تورې لړې راشي
چې د فیسبوک کړکۍ دې بنده ووینمه
پر ځان، پرما هم رحم وکړه
ځان ته ماڼو لوگی کوه، نظر دې خورینه
چې ته را درومې تلليه ياره
ما به مې ځان په بنګو نيم سيځلی وينه
غږ یې اشنا غوندې ښکارېـږي
پر دې ملنگ مې د جانان گمان راځینه
مرض د عشق دی ځکه ژاړم
که تور زېړی وای په خندا به ګرځېدمه
وطن خو تا ظالمې ړنګ کړو
چې په بامو دې ښکارول سپين مړوندونه
شال پۀ شړۍ باندې بدلېـږي
د زمانې بازار پۀ لاس د ړندو شونه
پۀ خپل لالي مې قدر نشته
پۀ زر زري شال مې څپلۍ صفا کوینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.