دې کال کی

سلطان جان کلیوال

202

 

نورڅه درنه  نه غواړو، خو جنګ نه مونږه وساته

دي کال کی  خاونـده ، بل غوځنګ نه مونږه وساته

کلي او ښـاورنه ، چی بیـا هـم راته  سـیزي  اورکی

تور وی او که سپین، انګریز ملنګ نه مونږه وساته

ډيـر ډیـر غـورځـولي ، ګــړنـګـو نه رهــبرانو یـو

بیا له غـورځیــدو، د بل ګـړنګ  نه  مونږه  وساته

زهـر چی د شـاتو په نامـه، ګــډ په غــذا کـی وی

ربـه ! له خـوړو، د هــر قلنګ نه مـونـږه  وسـاته

بیـا چی د افــغـان کلی، جـونـګړې ورانـوی راتـه

بل نوي چـنګیـز، نوي اورنګ  نه مـونـږه  وساته

اخــلي ناریـنــتـوب چي، په مکـیـز د  کلیـوالـو نه

  د داسـی محبـوب، نـرم  پالـنګ نه مـونږه  و ساته

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.