لاره

سلطان جان کلیوال

132

مونږ ته د خپل رب د عبادت لاره معلومه ده

مونږ ته د احـد او وحـدانیـت لاره معلـومه ده

هر یو په ممبر باندی ولاړ سړی هادی نه دی

مونږ ته د جاهـل د هـیــدایت لاره معلـومه ده

مه مچې کوئ د پيرصاحب لاسونه پاک نه دي

مونږته د هـر پیـر د حـرکـت لاره  معلـومه  ده

کرکې نه ډک زړونه د دوستۍ او ملګرتیا نه دي

مونږ ته د دی زړونو د نفـرت لاره  معـلومه ده

ډیر په کـږو لارو بیـول شـوی يـو، لـویـدلی  یـو

اوس را ته  صـفا، د انسـانیت لاره معـلومه  ده

مه جـوړوه  ځان  نه  خلـیـفـه د اسـلامی قـانـون

مونږ ته د اسـلام  د خـلافــت لاره معـلـومه  ده

دین کی محـبـت سـره  جـواز د دښـمنې  نشــته

مونږ ته د خـپل دیـن د مـحـبـت لاره معلومه  ده

نورغـورځوی نه شي ګـړنګـو نه کلیـوال سـاده

دوی ته د خپل ژونـد د اهـميت لاره معلـومه ده

اپریل / ۱ / ۲۰۲۴

ایجکس – تورنتو – کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.