شـي دي اختر د عاشقانو اختر
د ښکلو پیِغلو د ځوانانو اختر
مونږ ډیرد وینو اخترونه تیرکړل
شي دا اختر دي د ګلانو اختر
د ګل غوټۍ دې ږلۍ ونه وهی
نه دی شي جوړ د ژړاګانو اختر
+++
په چنارو کی د ټالونو اختر
د خوشالیو او اتڼونو اختر
غواړو اختر د ورورولۍ اختر
نه د نفرت او د جنګونو اختر
د دښمنیو دي دښمن جوړ شی
شي دي د خدایج د رحمتونو اختر
+++
اختر د غم د ختمیدو زیری دی
اختر د درد د رغیدو زیری دی
اختر خوښې ده د خوارانو خوښې
اختر د ژوند د پیژندو زیری دی
اخترکی کرکه له هر زړه را وځی
اختر د مینې د خوږو زیری دی
+++
خدایه! اختر مو په ریښتیا اختر کړی
خدایه! اختر مو د خندا اختر کړی
خدایه! له غم او درد انسان وساتی
دا اختر خدایه! د دنیا اختر کړی
د فلسطین، اوکراین، افغان بچو ته
اخـتر د سـولې د صـفا اختر کړی
اپریل/۶/۲۰۲۳ ( د روژی ۲۷)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.