د سپوږمۍ ننداره 

سلطان جان کلیوال

225

چی وریځي نه وي او آسمان شین وي

له د یارلسم تر شپاړسمه پوری

زه د سپوږمۍ لیدو ته

له ماښامي نه وروسته

له ښار بیرون کومی غونډۍ ته ځمه
………

هلته سپوږمۍ ته ګورم

هم پکي دښتي وینم

هم پکي غرونه وینم

هم پکی څانګي څانګي

د غرونو منځ کی دریابونه وینم
………

زه داسی خیال کومه

چی دا زما وطن دی

پکي« سپین غر» وینمه

پکي « با با » او « هندوکش » وینمه

پکي « هیلمند » پکي « کونړ » پکي « آمو » وینمه
………

زه داسی خیال کوم چی ناست یم

د « با با » د غره په لوړه څوکه

ګورم څلورو خواوته

وینم په هره خوا کی

لوړې شملي او د ویاړونو څلي
………

خو چی سپوږمۍ په کمیدو راځی

په هغو شپو کی ور ته نه ګورمه

ځکه ، راځی می خیال ته

چی « هندوکش » ماتیږی، « با با » په ځمکه لویږی

« سپین غر » په اور کی سوځي

« آمو » سلګۍ وهی، « هیلمند » او « کونړ » وچ ښکاری
………

د «میر ویس خان» او «اکبر خان» شملی

د «ملالۍ» ، د «ناهیدی» او «فرخندی» زړوکي

له سر لویدلی ښکاری

او د وطن د ښمنان

ورنه چاپیره ناست خنداوی کوی.
………

تاسو ته هم وایمه

چی په دی وخت کی

 د سپوږمۍ څیری ته ونه ګورئ

تاسو به هم وژاړی

تاسو به هم لکه سپوږمۍ او لکه یخ ویلی شئ

تاسو به هم لکه یتیم وړی سلګۍ و وهي

خو دا سلګۍ به د کڼو غوږونه وا نه وری

………..

که په سپوږمۍ کی مو څیره د وطن

په پوره بڼه ګوری

له د یارلسم تر شپاړسمه ورته

له ښار بهر د کومی لوړی غونډی سر ته ولاړ شي

او په بیغمه زړه یی سیل وکړی.

د مارچ/  ۲۲/۲۰۱۷

تورنتو ــ کانادا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.