د نوي ښوونیز کال پیل؛ حبیبالله اغا: عصري زدهکړې د ورځني ژوند اړتیا ده
د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په لومړۍ ورځ د کابل په اماني لېسه کې د ښوونځي زنګ په وهلو سره نوی ښوونیز کال پیل کړ.
د پوهنې وزارت سرپرست حبیبالله اغا د نوي ښوونيز کال د پيل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، پوهنې وزارت ژمن دی چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو او هغو ماشومانو ته د معیاري زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړي چې له نورو هېوادونو څخه بېرته راګرځېدلي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست وویل، د ديني زدهکړو ترڅنګ، عصري زدهکړې د ورځني ژوند جدي اړتيا ده او د پرديو له احتیاجه د خلاصون يوازینۍ لاره پر ديني او عصري زدهکړو د ټولنې سمبالول دي.
خو یوشمېر افغان نجونې چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره له زدهکړو بېبرخې شوي، د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي هم پرانېزي.
کابل کې د اووم ټولګي زدهکوونکې تهمینه وايي: «ډېره خپه یم چې له خپل ټولګي څخه پورته نشم تللی او غواړم چې زموږ ښوونځي پرانېستل شي.»
د کابل ښار د رحمان مېنې ښوونځي د یوولسم ټولګي زدهکوونکې پروانه هم وايي: «سږ کال دولسم ټولګي ته تللم او دا چې د هلکانو ښوونځي پیل شول او زموږ تړلي، اندېښمنه یم. له اسلامي امارت څخه غواړو چې اجازه راکړي، څو زدهکړې وکړو.»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.