ملګري ملتونه د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي،”په ښځو به د سنګسار او درو وهلو سزا پلې کړي” خورا ناهیلي کوونکي بولي.
د دې سازمان د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق پرون رسنیو سره خبرو دا څرګندونې مایوسوونکې وبللې، خو زیاته یې کړه؛ دوی به په افغانستان کې د ښځو د حقونو د مساوات لپاره خپلو هڅو او فشار ته دوام ورکړي.
هغه وویل:
“دا خورا ناهیلي کوونکې دي. هغه ډول چې تاسې ته معلومه ده، موږ د طالبانو د ډېرو فرمانونو لاندې له ښځو سره د ناوړه چلند په اړه په پرلهپسې توګه خپلې اندېښنې شریکې کړي او د دې فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه مو کړې. موږ به په دې اړه خپلو فشارونو ته دوام ورکړو او د ښځو د حقونو د برابرۍ لپاره به په افغانستان او ټولو هېوادونو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو. “
دوه ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د طالبانو مشر ملاهبتالله ته منسوب غږ خپور کړ چې په کې هغه وايي: “په عام محضر کې به ښځې د سزا په ډول سنګسار او په دُرو ووهل شي. “
که څه هم د دې غږیز کلیپ د ثبت کره نېټه او ځای معلوم نهدی، خو نوموړي دا څرګندونې لویدیځ ته په خطاب کې کړي.
په دې خبرو کې ملاهبتالله، دغه راز ځان د انسانیت ژغورونکی بولي.
هغه په دې خبرو کې لویدیځ سره د تقابل او د جګړې د دوام خبرداری هم ورکوي.
د ملاهبتالله دې څرګندونو په افغانستان کې دننه او بهر هم د ډېر شمېر خلکو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو غبرګونونه را وپارول.
د بشري حقونو بېلابېلو ملاتړو بنسټونو او د ښځو د حقونو فعالانو د ملاهبتالله دا پیغام په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د نه خوندیتوب لپاره د خطر زنګ وباله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش په خپل راپور کې چې د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی و د طالبانو حکومت له لوري په عام محضر کې مجازات له بشري حقونو څخه د سرغړونې په توګه یاد کړي.
خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت واک له رسېدو وروسته؛ تر اوسه په عام محضر کې د قصاص درې پېښې عملي کړي چې په کې یې څلور تنه اعدام کړي دي.
د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د خلکو اعدامول بشریت ته سپکاوی بللی.
دې بنسټونو دا هم ویلي وو چې په افغانستان کې د اعدام د حکمونو د پلي کېدا پر مهال نړیوال قوانین نقض شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.