روحالله، چې له لسو کلونو راهيسې د کورونو فرنيچر کاروبار کوي وايي، ډېرى مشتريان يې له افغانستانه وتلي او سږ کال ډېر عايد نهلري.
هغه وویل: “د روژې شلمه ده، موږ په شل ورځو کې يو سيټ سودا کړې، د باغ خولې ته چې به راغلو، هلته به د پښو اېښودو ځای نه و، خو اوس هر څه پاک پراته دي، هيڅ کس نهشته، هرڅوک غواړي چې وتښتي، هیڅوک پهدې وطن کې پاتې کېدو ته لېوالتيا لري، موږ سږ کال بيخي په تاوان کې روان يو.”
د کابل په شهرنو کې یو تن غالۍ پلورونکي سید بلال ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې یې د پېرېدونکو شمېر ډېر کم شوی او خلک د نویو غاليو د پلورلو پر ځای خپلې زړې غالۍ د پلور لپاره ورته راوړي.
هغه وايي: “کاروبار کم شوى اوس خلک حتى خپل زاړه توکي پلوري ځکه د ځان د لګښت پيسې نهلري او غالۍ خو د ښه ښکاره کېدو لپاره کارول کېږي چې پيسې يې زياتې شوې غالۍ اخلي چې کمې شوې بېرته يې پلوري او په افغانستان کې يې څوک نه رانه اخلي ځکه د خلکو مالي وضيعت خراب او صفر دى.”
هممهاله د کابل یو شمېر ښاریان هم وايي، د بېکارۍ د زیاتوالي، د ثابتو عوایدو د نشتوالي او اقتصادي تحولاتو له امله خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کول هم ورته ستونزمن دي.
د کابل ښار يوې اوسېدونکې مسکا ازادي راډيو ته وويل، مخکې يې په بانک کې دنده درلوده او هغه عايد چې يې درلود، له امله به يې ورته د اختر نمانځلو هم خوند ورکوو، خو په خبره یې بېکارۍ او د عايد کمښت د اختر خوښي ترې اخيستي.
هغه وايي: “پخوا به موږ د اختر لپاره ډېر چمتووالی نیوه، په ډېر شوق او ذوق به مو نوې پردې او توشکې مو اخیستلې، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله نوي څه نهشو اخیستلی، ان د خپلو ماشومانو لپاره کالي هم نهشو اخیستلی.”
د کابل یو بل اوسېدونکی امینالله چې ده هم خپله دنده له لاسه ورکړې ازادي راډیو ته یې وویل: “زموږ لپاره دا اختر د پخوا پهشان نهدی، پخوا به موږ د ځان لپاره کالي، د مېلمنو لپاره شیان او د کور لپاره سودا اخيستله، خو اوس داسې نهده، اقتصادي ستونزې ډېرې دي، موږ هيڅ په لاس کې نهلرو، کار نهشته، هر څه په پیسو کېږي، چې پيسې نهوي هيڅ کار نه کېږي، نو دې اختر ته هيڅ هيله نهلرو.”
دا پهداسې حال کې ده چې، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په ځلونو په خپلو راپورونو کې افغانستان کې د اقتصادي وضعيت پر خرابېدو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او د خلکو د اړتیا کچه په بېساري ډول لوړه شوې، خو طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې وضعيت هغومره هم خراب نه دی، لکه څنګه چې د نړيوالو سازمانونو لهخوا راپورونه ورکول کېږي.
خو د ملګرو ملتونو د وروستيو ورکړل شوي شمېرو لهمخې دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.