په ګوادر کې د پاکستان پر پوځي ډلي بريد شوی

95

د چارواکو په حواله په ګوادر کې د پاکستان پر هغي پوځي ډلي ډزې شوي چې په ماینونو پاکولو بوخته وه. په پاکستان کې د روان ميلادي کال په لومړۍ ربع کې د تاوتريخوالي په دې ډول پېښو کې ۴۳۲ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د ګوادر د انقره بند په سيمه کې د پاکستان د پوځ د چاوديدونکو توکو پر خنثی کوونکې ډلې باندې بريد شوی دی چې په پایله کې یې دوه امنتي ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو د يوې اعلامیې په حواله د پاکستان د پوځ پر دې ډلې هغه وخت نامعلومو کسانو فايرونه پېل کړل چې هغوی د نقره بند په سيمه کې په ماينونو پاکولو مصروف ول. زياته شوې چې دوه عسکر ځای پر ځای وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان شوي دي.

د ګوادر د پوليسو مشر محسن زوهيب، وويل: «دا پېښه د بندري ښار [ګوادر] څخه د ۲۵ کيلومترو په واټن کې رامنځته شوې ده چې دوه کسان پکې وژل شوي او څلور ټپیان دي.» نوموړي زياته کړې چې د پېښې وروسته جسدونه او ټپيان جي ډي اې روغتون ته انتقال شوي دي.

امنيتي ځواکونو د بريدګرو د لټون په موخه په سيمه کې عمليات پېل کړي دي. تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه منلې نه ده.

د يادولو وړ ده چې د مارچ پر شلمه نېټه هم په ګوادر کې تندلارو پر يوه دولتي ودانۍ هجوم وړ وړی وو چې امنيتي ځواکونو بيا دغه بريد شنډ کړ. په دې پېښه کې اته وسله وال ترهګر ووژل شول.

د تاوتريخوالي پېښو زور اخيستی

د يکشنبې په ورځ د پاکستان د «څېړنو او امنيتي مطالعاتو مرکز» په نوم ادارې په هېواد کې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې د وژل شويو او له دې پېښو څخه د اغیزمنو يو تازه رپوت خپور کړی دی.

د دې رپوټ په حواله د روان میلادي کال د لومړۍ ربع په ترڅ کې په پاکستان کې د ترهګریزو بريدونو او ترهګرۍ ضد هلو ځلو ۲۴۵ پېښې ثبت شوي دي.

د رپوټ په حواله د تاوتريخوالي د دې ډول پېښو په نتیجه کې د ملکيانو، امنيتي ساتونکو او منع شويو سازمانونو سره د تړاو لرونکو په ګډون په ټولیزه توګه ۴۳۲ کسان وژل شوي او شا او خوا۳۷۰ نور ټپيان شوي دي.

په دې موده کې يعني د کال په لومړيو دريو میاشتو کې له افغانستان سره پر پوله خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې تر ټولو ډېر، تقريباً ۹۲ کسان وژل شوي دي. له دې وژل شوي څخه ۵۱ سلنه د خيبر پښتونخوا او ۴۱ فيصده کسانو له بلوچستان سره تړاو درلود.

شمیرې دا هم ښيي چې د هيواد نورې سيمې نسبتاً امن دي، چېرې چې په دې ډول پېښو کې د ټولو وژل شويو شميرتر اته سلنه هم ټيټ دی.

په دې ترڅ کې د پام وړ خبره دا ده چې د روان کال په لومړيو دريو میاشتو کې وسله والو ډلو په ترهګریزو پېښو کې د ټولټال وژنو څخه تر ۲۰ سلنه هم لږو پيښو مسئوليت منلی دی.

د کال په لومړۍ ربع کې په ځانګړي توګه په بلوچستان ايالت کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۹۶ سلنه زياتوالی ليدل شوی دی. په دې ایالت کې د ۲۰۲۳م کال په وروستۍ ربع کې ۱۷۸ کسان وژل شوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.