طالبانو په کندهار کې درې کسان د سیاسي فعالیت په خاطر محاکمه کړل

97

طالبانو په کندهار کې درې تنه د سیاسي فعالیت په خاطر په یوه پوځي محکمه کې محاکمه او محکوم کړل.

په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې سترې محکمې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې دوه تنه یې د سیاسي فعالیت په تور هر یو په ۱۵ کاله بند محکوم کړي او درېیم یې په ۳۰ درو او حبس محکوم کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو د سیاسي فعالیت د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي بیان کړي.

همداراز د درېیم کس د حبس د مودې په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې ستره محکمه
په افغانستان کې د طالبانو تر کنترول لاندې ستره محکمه

د حقوقي چارو متخصص او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی وايي، د سیاسي جرم اصطلاح د افغانستان په جزايي کود کې، چې د جمهوریت په وخت کې نافذ و، اصلاً نه شته او نه په نړیوالو حقوقي سیستمونو کې د سیاسي جرم اصطلاح کارول کېږي.

ده زیاته کړه: “د سیاسي فعالیتونو په نتیجې کې د جرایمو مسئله باید د قانون په رڼا کې اوسي، دا په داسي حال کې ده چې هیڅ حقوقي سند نه دی وړاندې شوی چې په کندهار کې د درېیو تنو مجازات د کوم قانون په بنسټ عملي شوي دي یا حکم پرې صادر شوی دی.”

دا لومړی وار دی چې طالبان د سیاسي فعالیت په تور چا ته سزا ورکوي او هغه هم اعلانوي.

تر دې وړاندې طالبانو ګڼ شمېر مدني فعالان او اعتراض کوونکي په تېره بیا ښځینه فعالانې نیولي، خو نه یې د نیونې اعلان کړی او نه یې د بند د مودې او محکومیت په اړه څه ویلي دي.

له دې سره هممهاله د طالبانو عدلیې وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د سیاسی ګوندونو فعالیت منع دی او په دغه وزارت کې د سیاسي ګوندونو ریاست لغوه شوی دی.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د طالبانو د عدلیې وزیر په یوه وینا کې د هغو انتقادونو په ځواب کې چې له خپل هستوګنځي څخه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د ایستلو په غبرګون کې یې وکړه، وویل چې نور سیاسي ګوندونه منع دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي چې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني دی او خبرداری ورکوي چې د سیاسي فعالیت د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.

پوهاند ستانکزی د طالبانو د عدلیې وزارت د دې اعلامیې په اړه وايي چې دا وزارت د قانون د وضع کولو صلاحیت نه لري.

د حقوقي چارو متخصص او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی
د حقوقي چارو متخصص او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی

هغه زیاتوي: “لویه تېروتنه دا ده چې ګواکي د عدلیې وزارت هم د تنفیذ صلاحیت لري او هم د الغا، دا په داسي حال کې ده چې د عدلیې وزارت یوه اجرایوي اداره ده او په هیڅ وجه د قانون د وضع کولو، تصویب او الغا صلاحیت نه لري.”

ستانکزي همداراز وویل قانون معمولاً هغه باصلاحیته مرجع ملغا کولی یا تعدیل کولی شي چې قانون یې تصویب کړی وي.

د طالبانو د عدلیې وزارت نه یوازې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع اعلان کړی بلکې وايي چې د ټولنیزو ټولنو فعالیت هم منع دی.

دا وزارت وايي چې یوازې خیریه بنسټونه او اتحادیې په هغه صورت کې چې له دغه وزارته رسمي جواز ولري، فعالیت کولی شي.

ازادی رادی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.