سخت ورښتونه او سېلونه؛ افغانستان کې یې ځاني او مالي زیانونه اړولي

126

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له درنو ورښتونو وروسته سېلونو مرګ ژوبلې او ډېر مالي تاوانونه اړولي دي.

پرون د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کې سېل درې ماشومان مړه کړل.

د کابل – بامیان لاره د پروان ولایت په شینواري ولسوالي کې د سېل له کبله بنده شوه خو وروسته ځايي چارواکو وویل چې لاره یې بېرته پرانیستې ده. د دې ولسوالۍ په څو سیمو کې سیلونه بهېدلي دي.

د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په باباجي سیمه کې د تندر د لوېدو له کبله یو تن مړ او درې نور ژوبل شول.

پر دې سربېره د هلمند په سنګین ولسوالي کې له شدید ورښت وروسته سېلونو د خلکو ډېرې کرنیزې ځمکې لاندې کړې.

یوه ځایي وګړي په دې اړه وویل:

” ولاړ غنم یې تباه کړل، کورونو ته اوبه راغلي، په هر کور کې ډنډ اوبه ولاړې دي.”

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک یې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په شاوخوا کې ۳ تنه له سیله ژغورلي دي.

دې سېلونو په پنجشېر کې هم خلکو ته مالي تاوانونه اړولي، خو تر دې دمه د تلفاتو خبر یوازې له اروزګان څخه ورکړل شوی دی.

د دې ځای یو اوسیدونکی وايي:

“خلکو د درو تنو مړي له اوبو راایستلي دي، ډېر کورونه او کرنیزې مځکې یې ویجاړې کړي دي. خلکو ته یې هیڅ شی نه دي پرې ایښي.”

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې نن یکشنبه هم په ټولو ۲۴ ولایتونو کې د ورښتونو، تالندې او برېښنا او همداراز سېلونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې پر اساس، د ورښت اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ میلي مترو تر ۶۰ میلي مترو پورې وي.

همداراز د سالنګ د لوړو په شمول په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پورې د واورې وړاندوینه شوې ده.

په افغانستان کې د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې، خو د حوت له پیله تراوسه پورې پر له پسې ورښتونه کیږي.

د روان حمل په اتمه سېلونو په فاریاب، سرپل او ننګرهار ولایتونو کې د سرومال ډیر تاوانونه واوړل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.