پروپوزال څه ته وايي

ليکنه: انجنير عرفان الله حسن

220

پروپوزل څه ته وائي?(What is Proposal)

د پروژې په هکله لومړني معلوماتو ته ویل کېږي چې د پروژې د ترسره کولو هدف, پروسه او نتيجه بیانوي.

یو ښه وړاندیز او یا  پروپوزل Proposal کومې ځآنګړتیاوې لري?
پروپوزل او یاهم وړاندیز هغه کلمه ده چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ډیری ځآیو کې اوریدل کیږي او دا ځکه چې دنوي دولت دراتګ نه وروسته په افغانستان کې ډیری پروژې دبیارغونې تر نامه لاندې شروع شوې او خلک دپروژو او پروپوزل دنومو سره ډیر عادي شول پروژه په اصل کې د يو عارضي کړنې  څخه عبارت ده چه دټاکلي بودجي ،ټاکلي وختاو د ټاکلي منابو پواسطه بشپړ شي راځئ نن په دې وغږیږو چې یو ښه پروپوزل او یاهم وړاندیز د کومو بنسټیزو ځانګړتیا ووڅخه برخمن وي او څنګه کولی شو چې یوه ښه وړاندیز او یاهم پروپوزل ترتیب او جوړ کړو
کله چی په يوي سيمه کي د ضرورت له معلومونې  څخه وروسته د يوي پروژي د اجرا اړتيا و ليدل شي.په دي صورت کي نوموړي پروژي حمايه کونکي ،فنډ ورکونکي او يا داسي نورو اړونده مرجعو ته ليکل کيږي.د وړانديز ليکلو په وخت کي بايد ليکونکي دا خبره په ياد وساتي چي د نوموړي پروژي فنډورکونکي پروپوزل د کومه نقطه نظره لولي او دڅه لپاره یې لولي.او دپروپوزل ليکونکي بايد هغه ژبه اوادبيات په کار يوسي د کوم سره چي لوستونکي اشنايي او بلدتيا ولري.
پروپوزل یا وړاندیز باید لاندې ځآنګړتیاوې او برخې ولری؛
يوه عمومي کتنه: په دي برخه کي بايد دپروژي يوه لنډه پيژندنه راوستل شي.د معرفت څخه وروسته بايد هغه څه پکي راوستل شي کوم ته چي ضرورت او تقاضا وي.مثلا:نقدي پيسي،تخنيکي مرستي، دمکتب وداني او داسي نور.
ضرورتونه: په پروپوزل کي بايد ذکر شي چي ستونزي څه دي؟تاسو څه پوه شوي چه دا ستونزه ده؟هغه ارقام،معلوماتاو اعداد مو له کومه کړي چي تاسو د هغوي  پواسطه اړتياوي ښکاره کوي.
د پروژي شرحه: تاسو غواړي چه څه وکړي،څرنګه،کله او چيرته غواړي خپله پروژه عملي او اجرآت تر سره کړي؟ستاسو پروژه څرنګه کولاي شي چي هغه حل او براورد کړي کوم چي تاسو ښودلي؟او په اخره کي بايدپروژي اهداف او مقاصد ذکرشي.
ستاسو غوښتنه او تقاضا: تاسو له دوي څخه څه غواړي.ايا ستاسو غوښتنه پيسي دي بايد د بودجي په شکل و ښودل شي او دقيقا به څومره پيسي و لګيږي يعني هر څه که غوښتل شوي وي بايد په ډير دقت سره ښودل شوي وي.
امکانات: تاسو څرنګه پوهيږي چه دغه امګانات يا وسايل په کار يوړل شي.ايا تاسو کولاي شي په ډير ښه شکل دغه ستونزه نظر نورو امکاناتو او وسايلوته په موجوده امکاناتو او وسايلو حل کړي.
څوک: پروژه څوک يا د چا له خواپر مخ بيول کيږي.د هغوي مهارت څومره دي.که چيري د بيلا پيلو اشخاصو د تر کيب څخه تشکيل(جوړه) شوي وي نو وښياست چي څرنګه به په مشترک ډول کار کوۍ.فنډ ورکونکي علاقه لري چي وګوري خلګ څنګه په مشترک ډولکار پر مخ بيايي. خپل مهارت او لياقت ښکاره کړي.تر خو فنډ ورکونکي دا ووايي چي ستاسو اداره يادفتر دا ظرفيت لري چي دغه کار پر مخ بوځي.
استعمال کونکي يا ګټه اخيستونکي: بايد تاسو دا وليکي او ښکاره کړي چي ايا کوم کسان،څومره کسان او په کوم ځاي کي خلګ  ستاسو ددغه پروژي څخه مستفيد کيږي.او څومره کسان مو په پلان کي شامل کړي دي.
د ارزياپي پلان: تاسو څرنګه پوهيږي چي خپلو مقاصدو ته به رسيږي؟ د پروژي برخورد به د عامو خلګوسره څرنګه وي؟ خلګ به يي څومره مني؟
نوري مرستي او کومکونه: نوري کومي مرستي او اداري او مرجع به له دغي پروژي سره څه ډول او څومره مرستي وکړي؟دا به د ملاتړ په بڼه وي او که څنګه؟د ځاي ورکولو په بڼه وي؟ د فني ماهيرينوپه ډول به وي ؟او که په داسي نورو ډولونو…….؟
د پروژي دوام: پروژه به څرنګه دوام وکړي؟ايا د فنډ د ترلاسه کولو څخه مخکي پروژه په خپل کار پيل کوي؟څرنګه خلګ د هغي دوام ته را بولۍ؟د هغه عايد او ګتي له مدرکه چي د پروژي خپل توليد دي څرنګه به پروژه خپل ځان پري وساتلاي شي يعني پروژه به څنګه دخپل مدرک څخه ځان خپله ( خودکفا)پوره کړي؟ پروژه به د خلګو په مرسته څومره دوام و مومي؟
مانيټور او راپور ورکول: تاسو به پروژه څرنګه مانيټور کوۍتاسو د خپلي پروژي د نتيجي په هکله په څه ډول فنډ ورکونکي ته څه ويلاي شي يعني فنډورکونکي ته به د خپلي پروژي نتيجه څنګه و ښياست؟
کله چې مو وړاندیز کې پورتنئ ټولې نقطې مراعات کړې نو بیا له دې وروسته هغه چاته لیږل کیږي چې دچا به نوم لیکل شوی وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.