پوتین: روسیه باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ونیسي او اړیکې ورسره ټینګې کړي

159
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ (مۍ ۲۸) په یوه بیان کې د افغانستان لرلید ته د پاملرنې په اهمیت او ورسره د اړیکو په جوړولو ټینګار کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین په افغانستان کې د یوې قانوني مرجع په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو او د ترهګرو ډلو له لیسته د هغوی د ایستلو په اړه ویلي چې مسکو باید د افغانستان لیدلوری په پام کې ولري او اړیکې ورسره جوړې کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له تور لیست څخه د طالبانو د ایستلو هیله څرګنده کړه.

لاوروف د یکشنبې په ورځ (مې ۲۶) طالبان په افغانستان کې اصلي ځواک وباله او ویې ویل چې دا ممکنه ده مسکو طالبان د هغو ډلو له لیست څخه وباسي چې بندیزونه یې پرېې لګولي دي.

طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د منع شویو ترهګرو ډلو په لیست کې دي.

مسکو تر اوسه څو ځله په یو شمېر مهمو غونډو کې طالبانو ته د ګډون چانس ورکړی
مسکو تر اوسه څو ځله په یو شمېر مهمو غونډو کې طالبانو ته د ګډون چانس ورکړی

ولې مسکو په دې وروستیو کې له طالبانو سره ژورو اړیکو ته لېواله دی؟

په سویس کې مېشت افغان سیاسي کارپوه ډاکټر طارق فرهادي څخه مو دا پوښتنه کړې:

“روسیه د اړتیا په صورت کې طالبانو ته نږدې کیږي او د هغوی د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کوي، ځکه چې د داعش وسله وال د منځنۍ اسیا د هېوادونو په جنوبي سرحدونو کې لیدل کیږي. هغه ځوانان چې په مسکو کې یې د کنسرت پر تالار برید وکړ، د داعش ډلې غړي او د تاجکستان وو چې له ترکیې مسکو ته رسېدلي وو. روسیه دې ته اړ ده چې د دغو ګواښونو د شنډولو لپاره له طالبانو سره په ګډه له نږدې کار وکړي او له طالبانو سره د نږدې کېدو په بدل کې په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو په خاطر ځینې استخباراتي معلومات هم غواړي.» د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین له غیرموجه یرغل وروسته روسیه د نړیوالې ټولنې له بندیزونو سره مخ شوه او له غربي هېوادونو سره د مسکو اړیکې له سختو کړکېچونو سره مل وې.”

افغان سیاسي کارپوه ډاکټر طارق فرهادي
افغان سیاسي کارپوه ډاکټر طارق فرهادي

د افغانستان د منځنۍ کرښې د ګوند مشر یحیی چاووش چې په سیمه کې د مسکو سیاستونه له نږدې څاري، وايي : ” هرڅومره چې له امریکا سره د روسیې اړیکې خړ پړ کېږي، روسیه لېواله ده چې د افغانستان په څېر هېوادونو سره چې په سیمه کې مهم رول لري، نږدې اړیکې جوړې کړي او لکه څنګه چې لیدل کېږي په دې وروستیو کې له اسلامي امارت سره د ایران اړیکې ښې شوې دي. ایران له روسیې سره ډېر نږدې متحد هېواد دی او دغه حرکتونه د دې ښکارندویي کوي چې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا لري، څو د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته زمینه برابره شي.”

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د روسیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه د هغو څو هېوادونو له ډلې ده چې په مسکو کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته سپارلی او خپل سفارت یې په کابل کې فعاله ساتلی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.