ترکیې د افغانستان د ډیپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړون وځنډاوه

163
د عکس ښي لور ته د افغانستان ملي بیرغ او چپ لور ته د ترکیې ملي بیرغ. ترکیې د افغانستان دولت سره په ۲۰۰۸م کال کې د ډیپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې ورکولو دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی و او دغه راز د دې هېواد پارلمان تصویب کړی هم و.

ترکیې د افغانستان د ډیپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت تړون وځنډاوه.

له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو پاسپورټونو د ویزې د معافیت د تړون د لغوه کولو خبر پرون چهارشنبې ترکي رسنیو د دې هېواد د ولسمشرۍ له‌خوا د صادرشوي فرمان په حواله ورکړی دی.

د ترکیې د ډیلي صباح ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له‌خوا د لاسلیک شوي فرمان له مخې چې په رسمي جریده کې خپور شوی، ویل شوي چې د ډيپلوماتیک پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د معافیت دوه اړخیز تړون چې له افغانستان سره د ترکیې دولت په ۲۰۰۸م کال کې لاسلیک کړی او د دې هېواد پارلمان تصویب کړې و، د جون له لومړۍ نېټې وروسته ځنډول کېږي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان

د دغه تړون له مخې ډیپلوماتانو او هغوی چې سیاسي پاسپورټونه یې درلودل، ترکیې ته د تلو لپاره ویزې ته اړتیا نه درلوده، خو دا نه‌ده څرګنده چی د دغه تړون په ځنډېدو سره به په ترکیه کې مېشت څومره افغانان چې دغه پاسپورټونه لري اغېزمن شي او ایا هغه به د سیاسي پاسپورټونو لرونکي ترکي چارواکي چې غواړي افغانستان ته ولاړ شي هم اغېزمن کړي او که به هغوی له دې چارې استثنا وي؟

ترکیې لکه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تراوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په کابل کې یې سفارت فعال دی.

همدارنګه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت هم په انقره کې خپل فعالیت مخ ته وړي.

په دې سفارت کې یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت د پټ ساتل کېدو په شرط بېګا ازادي راډیو ته وویل چې ترکیې دغه اقدام امنیتي اندېښنو ته په پام په یو اړخیز ډول کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه‌کړل.

د دغې سرچینې په حواله د افغانستان د سیاسي نمایندګیو کارکوونکي او نور هغه افغانان چې په ترکیه کې درې کلنې ویزې لري، سمدستي له دغه فرمان څخه نه متاثره کېږي.

د سیاسي چارو پوه او په قرغزستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عیسي مصباح چې اوس په ترکیه کې اوسېږي، بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د ده په باور ښایي په ترکیه کې مېشت یو زیات شمېر افغانان او نور چې دې هېواد ته سفر کوي، له دغې پرېکړې ډېر اغېزمن شي.

مصباح وايي: له طالبانو مخکې وختونو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ډیپلوماتیک او سیاسي پاسپورټونه هر چا ته توزیع شوي دي.

مصباح وايي: “له طالبانو مخکې وختونو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ډیپلوماتیک او سیاسي پاسپورټونه هر چا ته توزیع شوي دي. د بیلګې په توګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا دا ډول پاسپورټونه قومي، ټولنیزو او نورو مخورو شخصیتونو ته ورکړل شوي یاهم دغو شخصیتونو ته د قومندان په نوم ورکړل شوي چې ښایي اوس هم د یوه لوي مولوي یا په یوه بل نوم خلکو ته دغه پاسپورټونه ورکړل شوي وي.”

د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان یو زیات شمېر سیاسیون، جهادي مشران او د پخوانۍ ملي شورا غړي ترکیې ته ولاړل چې یو شمېر یې د افغانستان ډيپلوماتیک پاسپورټونه لري.

دا چې دغه افغانان به له څه ډول برخلیک سره مخامخ شي، د مصباع په باور دوی به ښایي دې ته اړ شي چې د جون له لومړۍ نېټې له ترکیې ووځي ځکه هستوګنه به یې نوره په ترکیه کې غیرقانوني ګڼل کېږي.

د نوموړي په خبره که څوک دا کار ونه‌کړي ښايي جریمه یا هم د نیول کېدو په صورت کې له هوایي ډګر څخه ډیپورټ شي چې په دې صورت کې به ترکیې ته د تل لپاره له سفر کولو منع شي.

د طالبانو سرپرست حکومت د دغه راپور تر چمتو کېدو پورې د ترکیې د دغه اقدام په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

انقره دغه اقدام له هغه وروسته کوي چې د ترکیې د کډوالو د چارو یوه پلاوي افغانستان ته په وروستي سفر کې د طالبانو له چارواکو سره په ترکیه کې د غیرقانوني افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

خو په انقره کې د افغانستان د سفارت سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د ترکیې دغه پرېکړه کابل ته د ترکیي د تللي پلاوي له سفرسره کوم تړاو نه لري.

ترکیه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې او وروسته د ډېرو افغانانو د قانوني او غیرقانوني سفر پر اصلي مقصد بدله شوې ده.

ارشیف: د ۲۰۲‍۱م کال د اګست ۱۷مه د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلي افغان کډوال.
ارشیف: د ۲۰۲‍۱م کال د اګست ۱۷مه د ایران له لارې ترکیې ته رسېدلي افغان کډوال.

ډېری افغانان چې له غیرقانوني لارو غواړي ځان اروپایي هېوادونو ته ورسوي، د ایران له لارې ترکیې ته داخلېږي.

د ترکیې د ډیلي صباح ورځپاڼې د راپور له مخې د ترکیې د کډوالود چارو د لویې ادارې د روان ۲۰۲۴م کال د شمیرو له مخې د هغو غیرقانوني کډوالو له ډلې چې په دې هېواد کې نیول شوي، لوی شمېر یې افغانان دي.

د دې ادارې په خبره د ترکیې چارواکو د می ترمیاشتې له ۲۷زره زیات غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.