نانځکه څه وایي؟

شریفه شریف

171

د «اسیه او شینو» لنډې کیسې  د اکرم عثمان د داستاني ادبیاتو په سږنۍ سیالۍ کې جایزه ګټلې ده.  د دې سیالۍ داورانو به دې  کیسې ته  د ادبي معیارونو له مخې جایزه ورکړې وي ، خو زه غواړم  د دې کیسې د  تیم یا موضوع شننه وکړم.

کیسه ډېرې ځانګړتیاوې لري چې د معمولي کیسې نه یې بېلوي. راوي یوه نانځکه ده.  د حیواناتو  له خولې  داستاني روایت نوی نه دی ، خو د اسیه او شینو په کیسه کې نانځکه ډېر سمبولیک اړخونه لري. اسیه د کیسې اصلي کرکتر یا پروتګنست دی چې  په رواني ناروغۍ اخته ده او پلار یې یوې ډاکترې ته بیایی.  د ډا کترې په کتنځي یا معاینه خانه کې د اسیې سترګې پر یوه  نانځکه لګېږي ،  خوښوي یې او ښکته پورته کوي یې . ډاکتره  چې مهربانه ښځه ده ،  نانځکه وربخښي.

د نانځکې چې راوي ده او اسیې کرکترونه  ډېر سره  ورته دي . دواړه د ښځو د ژوند سمبولیک انځورونه دي .

د کیسې تیم د څو اړخیزو  موضوعاتو سپړل  دي. د ښځو د ژوند واقعیتونه، رواني ناروغۍ ، په اړه یې د خلکو ناخبرتیا او نا پوهي  او په ټولنه کې د رواني ناروغانو په تېره بیا له ښځو او نجونو سره د خلکو بد  چلند، ځورول او رټل.

لیکواله دا موضوعات لوستونکو ته د کیسې د منطقي پېښو او د  کرکترونو د طبیعي عمل او عکس العملونو سره بیانوي ، پرته له دې چې ځینې ښه او ځینې بد انسانان وښيي.

اسیه  د کیسې  اصلي کرکتره په  یوه رواني ناروغۍ اخته ده چې کیدی شي اتزم  واوسي.

خلک یې لیونۍ بولي، هلکان – خپل ورور او ملګري  یې ځوروي. پلار یې که څه هم مهربانه دی او د علاج هڅه یي کوي، خو په قفس کې یې د حیواناتو په شان بندي کوي. ډاکتره چې ښځه ده  د اسیې پلار په دې پوهوي چې رواني ستونزه لیونتوب نه بلکې ناروغي ده او له ناروغانو سره باید سم انساني چلند وشي .

زه د رواني ناروغیو په طبي تعریفونو دومره نه پوهېږم خو د دې ناروغیو په پراخو  ډولونو کې، د اسیې  حرکات او عادتونه او عکس العملونه  ډېر په ځیرکۍ انځور شوي دي. لوستونکي وار له  واره  پرته له دې چې ورته وویل شي ،  پوهېږي چې کرکتره رواني ستونزه لري .

« یوه نجلۍ یې تر لاس نیولې وه. د نجلۍ غټ ګلي چینداره کمیس په تن و. خرمایې ویښتان یې په څټ ککړ پراته ول. سمدستي ډاکترې ته مخامخ کښېناستل. ډاکترې خپلې پوښتنې  پیل کړې او نجلۍ شاو خواپه ځیر کتل ، سترګې یي  پرما ولګېدې، حوصله یې ختمه شوه او له څوکۍ نه ښکته شوه. »

د نجلۍ  ظاهري انځور «ککړ ويښتان یې په څټ پراته» او حرکات یې «سمدستي ډاکترې ته مخامخ کښېناسته ـ شاو خوا په ځیر کتل – حوصله یې ختمه شوه – له څو کۍ ښکته شوه »  ټول د رواني ستونزې نښې دي .

رواني ناروغان زموږ او په ډېرو نورو ټولنو کې  ګوښه شوي او رټل کېږي. ښځې هم په ډېرو مواردوو کې د ټولنې نه ګوښه  شوي او رټل کېږي. دا داوړه ټولنیزې ستونزې په یو کرکټر کې تیم پیاوړی کوي .

رڼا زرمتۍ د کیسې په کرکتر او پېښو دا ټولنیزې ستونزې په سمبولیکه بڼه بیانوي . پلار بد سړی نه دی، مهربانه دی ، لور یې ورباندې ګرانه ده  خو هم د روانی ناروغیو او هم د ښځو په اړه  نا سم معلومات لري، یا ناسم پوه شوی دی . دی فکر کوي چې رواني ناروغي لیونتوب دی او ناروغ وحشي کېږي . د ډاکټرې مخې ته اسیې ته وایی :« شور مه کوه ، غلې کېنه لیونۍ!»  که ناروغ هلک وای دومره پروا یې نشته ، خو د نجلۍ ناروغي شرم ده او نجلۍ باید د  خلکو له نظره پټه وساتل شي . اسیه یې په کور کې «په یو غټ فولادي رنګ قفس څملوله .» ( البته دا بېله موضوع ده چې د دې کیسې د پلار د کرکتر او ده ته ورته  ډېر پلرونه ملامته نه دي . ورانی  د  ټولنو د فرهنګي او اقتصادي سیستمونو  په جوړښت کې  دی چې جنسیتي تبعیض عاموي . ) د اسیې بندیتوب په قفس کې  په  نرواکو ټولنو کې د ښځو محدودیت او ګوښې کولو بیان ښکاره سمبول دی،  خو  په دې کیسه  کې د کرکترونو  او پېښو تر منځ د منطقي عامل او معلول پایله ده. ځکه سولیدلي او تکراري سمبول نه ښکاري . په  افغانستان  کې د اوسني حکومت سیاست  د ښځو په وړاندې په فولادي قفسونو کې د دوي بندی کول  سملاسي سترګو ته درېږي .

نرواکي او فکري نابرابره  او تجارتي سیستمونه  ښځې د تفریح وسیله هم ګڼي .  اسیه په یو بل ډول د هلکانو د تفریح وسیله ده. ځکه ناپیژندل شوې رواني ناروغي لري او نجلۍ هم ده.

د اسیه او شینو  د کیسې یوه مهمه ځانګړتیا د کیسې راوي ده . کیسه  د نانځکې له خوا روایت کېږي . نانځکه د اسیې موازي کرکتره ده  او د ښځو د ژوند وتلی  انځور .  له ښځو سره  په ټولنه کې تر ډېره د نارینه له خوا د  نانځکو  په شان چلند کېږی.  د یولاس نه بل لاس ته سپارل کېږي. د خاوند/ې  په واک کې ده .  د کالو ، وېښتو ، ګرځېدو ، خبرې  کولو او هنر ښودلو بټنه  یې د خاوند په لاس کې ده. د خاوند په زړه ده چې کله یې ونازوي یا ویې رټي یا ایسته یې وغورځوي .

« د نجلۍ شونډې  بوڅې  شوې ، له غېږ نه یې  لرې وغورځولم. زه هم تاوه شوم ، تاوه شوم ودرېدم. بټنه مې  ولګېده او سندره مې شروع شوه.»

د نانځکې نومول  هم  د ښځو د ژوند یو مهم  ټکي ته اشاره ده.  ډاکتره چې ګوري نانخکه د اسیې خوښه شوې ده ، وربخښي یې:« دا زما د اتاق د رنګارنګ نانځکو نه  یوه نانځکه ده ، خو پس له نن نه ستا شوه ، مګر لومړی به ورباندې یو نوم ږدې. »

نوم د انسان هویت دی. له هغه ورځې چې ماشوم ځان پېژني ،  خپل نوم ورته خپل هویت دی  زموږ د ټولنې په ډېرو سیمو کې نجلۍ چې  واده شي ، خسر ګنۍ ورته بل نوم ټاکي . یعنې هویت یې ورته بدلوي.

د نانځکې  او ښځې پرتله یوازې زموږ په ټولنه کې نه، بلکې په ټولو، ان پرمختللیو هېوادو کې په بېلابېلو ډولونو او بڼو کیدی شي .

په دې کیسه کې نانځکه غږ لري او له اسیې یا خپل خاوندې سر ه خواخوږي هم کوي . خو اسیه چې خاونده یې ده ، دې باندې ظلم هم کوي .  پر  ښځو باندې د ښځو له خوا ظلم د ټولنیزو ناخوالو او نابرابریو یو بل اړخ دی. ولې  ځینې  خواښې  له نږور سره ښه چلند نه کوي؟  له سایکولوجیکو او رواني تعبیرونو نه ور هاخوا،  کورني دودونه او روابط څومره د ظالمو خواښو په  چلند کې اغېزمن دی ؟  د انسان فردي تجربې  او هغه چلند چې په ماشومتوب یا ځوانۍ کې ورسره شوی ، تر کومه حده  یې  فکر او عمل اغېزمن کړی؟  اسیه او نانځکه دواړه ځپل کېږي . اسیه د خپلې ناروغۍ په خاطر او نانځکه د خپلې بې وسئ له وجهې .

رڼا زرمتۍ پرته له دې چې خپله مفکوره د ښځو د ستونزو په اړه لوستونکو سره شریکه کړي او بیانوي جملې ولیکي ، د کیسې پلاټ په جلا جلا او وړو پېښو پرانیزي . هره پېښه د پلاټ او کرکتر د  مکانزم منطقي پایله ده. لیکواله نه راته وايي چې  « اسیه د یوې غریبې  کورنۍ  وه .»  بلکې  د پېښو په منطقي تسلسل کې د اسیې پلار انځوروي چې د دوا پيسې نه لري . که لیکوالې د پلار بیوسي په کور یا بل چا سره  انځورولای ، د پېښو او کرکتر د ځانګړتیاوو داستاني تسلسل به دومره تړلی نه وای . دلته اسیه ناروغه ده ، پلار یې ډاکټرې ته بیایي ، ډاکټره دوا ورکوي ، پلار درملتون ته ځي او لوستونکي  د پلار او درمل پلورنکي تر منځ  له ډېرې طبیعي او انځوریزې محاورې پوهېږي چې د اسیې له پلار سره د درمل پوره پیسې نشته .

«…. ماما ټوله دوا دې ۵۰۰ افغانۍ کېږي. حساب یې کړم؟… دادا د تور واسکټ چپې خواته لاس دننه کړ او له جیب نه یې توره بټوه راوباسله . له بټوې نه يې ټولې ماتې پیسې پر میز کېښودې. ایله ۴۵۰ افغانۍ شوې. «وروره دغه  راسره دي که لږ څه راته کم کړې، لور مې ناجوړه ده .»

 لیکوالې کرکټرونه او صحنې په ډېرې ځیرکۍ او دقت انځور کړي . هر کارول شوي صفت او هر حرکت د کیسې پلاټ او تیم  له بهیر سره مرسته کوي او همغږي ورسره لري. مثلا د درملتون پلورنکی :

« یو کس چې په شین (ابي) کمیس پرتوګ یې سپینه خیرنه چپنه اغوستې وه، راغی . کاغذ یې واخیست. کله به یې کاغذ  او کله به یې پورته خانو کې اېښودل شویو قطیو ته کتل ؛ ها خوا دېخوا څو وارې لاړ تر څو یې پنځه قطیه پر مېز یو ځای زموږ مخې ته کېښودل .»

خیرنه چپنه د عادي انسان عادت دی . لیکواله لوستونکي ته یوه اشاره ورکوي چې کرکتر عادی انسان دی. بیا د ده اخلاص ښیي چې دې خوا ها خوا ګوري ، دوا پسې ګرځي او د اسیې پلار ته چې یو پېرېدونکی دی د ماما خطاب کوي . دا نښې د لوستونکو ذهن د اسیې له پلار سره د درملتون د خاوند له مرستې سره اماده کوي . معمولا دوا پلورونکي یا په ټوله کې دوکانداران د خپلو مالونو بیه نه کموي . خو :

« د خیرنې چپنې والا کس خپلې غټې سترګې د اسیې خوا ته کږې کړې. اسیې زما د غومبورو په سوروالي خپلې ګوتې ټینګې موښلي او بیا یې په خپلو غومبورو موښل خپل ویښتان یې خپل مخې ته تار ، تار شمېرل. د غټو سترګو والا کس چې  اسیه ولیدله نو ویې ویل – خیر دی پروا نه لري په ۴۵۰ افغانۍ به یې حساب کړم. »

کله چې اسیه او نانځکه یې په قفس کې ، دواړه بندیانې دي؛ دا محکومیت دواړه سره ملګري او متحدې کوي . ما ته ماشومان په انګړ کې د ټولنې سمبول ښکاري . د اسیې ورور چې پلار ته ورته دی ، بد هلک  نه دی خو ملګري یې ـ د ټولنې غړي او فرهنګ ظالم دي. هغوی په خپله ساعتیرۍ کې  اسیه  او نانځکه ځوروي . دوی په یو ډول د ټولنې د قانون او حاکمیت سمبولونه دي چې د واک او ګټلو لپاره لوبې کوي :

« دا مو د کوڅې ماشومان دي. زموږ کورته د تشلو (مردکیو) لپاره راځي. …. هغه باندنجاني کمیس پرتوګ یې چې اغوستی ، هلته چې ناست دی او ګوتې یې جوړې کړي دي ترڅو تشلې سوري ته واچوي؛ هغه ماته هیڅ ښه نه غږېږي. »

نانځکه هم چې  اوس  د اسیې ملګرې ده وایي:

« ما هم ټولو ته په ډېر غور کتل، ټولو یوه دایره جوړه کړې وه او هر یو خپل مخ ته مردکۍ اېښې وې ، منځ کې یې یو سوری جوړ کړی و . هر یوه کوښښ کاوه چې مردکۍ یې په هغه سوري کې لاړې شي . »

ماته دا انځور، د دایرې جوړول او د هر یوه هڅه چې مردکۍ په سوري کې واچوي ، د قدرتمندانو او حکومتونو د قدرت غوښتنې او له قدرت سره د لوبو کولو سمبول دی . په دوی کې  ځینې ډېر ظالم دي ، ځینې لږ.  یو چې اسیې نانځکې ته معرفي کړی او ښه ورته نه ایسي :

« له دوی نه هماغه د بادنجاني کالو هلک د قفس څنګ ته راغی . سیخونو نه یې لاس را دننې کړ، زه یې په لاس کې ونیولم. اسیې چیغې کړې .هلک ورته په زوره خندل او ورسره یې لیونۍ ورته ویل . »

د اسیې د مور کرکتره چې زړه سوانده  ده او لور ته یې دعا ګانې کوي ، د هلکانو د زور په وړاندې د خپلې لور دفاع ته درېږي:

« ادې چې د چیغو له وجې راووتله، زه یې له هلکانو نه واخیستم او ټول یې له کور نه وایستل .»

خو کله چې مور غواړي اسیې ته دوا ورکړي ، پلار رارسېږي  او مور نه پرېږدي چې اسیې ته دوا ورکړي . ځکه دوا لنډ مهاله هوساینه او درمل دی او د حل  بنسټیزه لاره نه ده. د ټولنې د سیستم او جوړښت بدلول او ماتول یې اصلي لاره ده.  پلار چې  ډاکترې د ناروغۍ په اړه پوه کړی ، را ولاړېږي او د اسیې او نانځکې د خپګان او ژړا سیستم ړنګوي . اسیه او نانځکه یې د قفس نه ازادوي:

« لورکۍ مې! ته خو مې زړه وره لور یې . زړور خلک ځان ته تاوان نه رسوي . ته خو په موږ ګرانه یې . »

«دادا ورته قفس خلاص  کړ او اسیه یې انګړ کې لوبو ته پرېښوده. اسیې ته ما سندرې ویلې او دا راته په خپل چیندار کمیس  کې نڅېده.»

د کیسې پای د کیسې ټول توکي سره نښلوي. لوستونکي فکر کوي چې د  اصلي کرکتر یا پروتاګونست  مزل  بشپړ شوی او د کیسې د پېښو او کرکترونو ځنځیر په همغږۍ تړل شوی . د اسیې د نڅېدو انځور په چینداره کمیس چې د کیسې په سر کې لوستونکو ته پېژندل شوی ، د  کیسې ، کرکترونو، پېښو  او د کیسې  او د لیکوالې د پیام    ښکلې  ا و مثبته پایله  ده .

«زړور خلک ځان ته تاوان نه رسوي» د  ښځو لپاره او ټولو هغو ته چې په یو ډول نه یو ډول محکومې دي ، ډېره مهمه انساني ، ټولنیزه او سایکالو ژیکه لارښوونه ده .

زما په اند، ښه کیسه د هر لوستونکي لپاره یو څه لري . هغو ته چې  کیسه او ادبیات د خوند اخیستلو لپاره لولي ، ښکلې ژبه ، انځورونه او په زړه پورې کرکترونه خوند ورکوي  د هغو لپاره چې ادبیات د پیام او تیم یا موضوع لپاره لولي ، داسی پلاټ او سمبولونه وړاندې کوي چې  بیلابیل  تعبیرونه او تفسیرونه پکې نغښتې وي .  زه فکر کوم، د رڼا زرمتۍ د اسیه او شینو کیسه همداسې یوه کیسه ده. خوندوره ده ، روانه ژبه لري او  پوره نښې او سمبولونه  لري چې لوستونکي پکې نغښتي پیغامونه او خبرې پیدا کړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.